افغانستان

پلچرخي: د یوه بندي د مړینې سربېره په زندان کې جګړه را منځته شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وږي، ۱۳۹۷ل): نن د پنجشنبې په ورځ له سهار راهیسي د پلچرخي زندان په مختلفو بلاکونو کې د بندیانو او محبس د ساتونکو تر منځ جګړه را منځته شوې ده. د طالبانو له لوري په یوې تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن سهار وختي «د مختلفو بلاکونو څخه ګڼ شمېر بندي علماء کرام ...

نور ولوله »

‏ کابل ښار کې دوو پرله پسې چاودنو اتلس کسان وژلي او شپېته نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د دوو پرله ‌پسې چاودنو له ‏امله اتلس کسان وژل شوي او له شپېتو زيات ټپيان دي.‏ د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي ويلي، چې نن له ماښام وړاندې د کابل ښار په لويديځ ‏قلعه ناظر سيمه کې د خاتم الانبيا په نوم د پهلواني ...

نور ولوله »

طیب اغا: د مولوي جلال الدین حقاني وفات لویه ضایعه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر سید محمد طیب اغا د پخواني جهادي مشر مولوي جلال الدین حقاني د مړینې له امله په یوه پیغام کې خواخوږي ښوولې ده. طالبانو وړمه ورځ د مولوي جلال الدین حقاني د مړینې اعلان وکړ. سید طیب اغا مولوي حقاني د جهاد له مشهورو شخصیتونو څخه یاد ...

نور ولوله »

پکتیکا: طالبانو قومي مخورو ته د ښوونیزو ادارو د ساتنې لیکلی ډاډ ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): په پکتیکا کې قومي مشران وايي طالبانو ورته د ښوونځيو د ساتنې لیکلی ډاډ ورکړی او دوی يې د اولادونو زده کړې ته هڅولي دي. دوه ورځې وړاندې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د حضرت بلال او سید جلال بخاري ښوونځيو کې د نامعلومه کسانو له لوري چاودنې وشوې، چې د ښوونځيو ودانۍ ...

نور ولوله »

هلمند: ګریشک کې طالبانو د کنډک نیولو خبر ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د ګرشک په یخچال کې يې بشپړ کنډک نیولی او اوه تنه عسکر يې پکې وژلي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دوی سرتېرو تېره شپه په یخچال سیمه کې د درېیمې لوا اړوند شپږم کنډک تر برید لاندې راوست او بشپړ يې ونیو. خبرپاڼه زیاتوي برید د شپې په ...

نور ولوله »

سیاسي ګوندونه: له طالبانو سره به ډېر ژر پر سوله وغږېږو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): له شاوخوا دېرشو سیاسي څېرو او ګوندونو جوړ «لوی ملي ائتلاف» وايي، ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې اړوند نظرونه شریک کړي. د دې ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا ازادي راډيو ته ويلي، چې حکومت نور په هغه موقف کې نه دی، چې یا جګړه یا هم سوله مدیریت کړای شي. هغه ...

نور ولوله »

احمد ضیاء مسعود: حکومت پر خپله ګټه د ټاکنو د را څرخولو هڅه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): احمد ضیاء مسعود وايي حکومت او د ټاکنو کمیسیون د منظمې نقشې له مخې غواړي ټاکنې د حکومت د مشرانو په خوښه را ‏وڅرخوي‎. ‎ هغه له طلوع نیوز سره په خبرو کې روانه پروسه بشپړه له درغلیو ډکه وبلله او ټینګار يې وکړ، چې موقته اداره رامنځته شي‎. ‎ مسعود وویل، حللاره دا ...

نور ولوله »

اشرف غني د جعلي تذکرو د څېړنې امر کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني امر کړی، چې د «لوی ملي ائتلاف» له لوري د وړاندې شویو جعلي تذکرو دقیقه څېړنه دې وشي‎. ‎ ارګ وايي هغه له تېر کال راهیسې د ټولو صادرو شویو تذکرو د څېړنې او ارزونې په موخه یو پلاوی ټاکلی دی‎. ‎ «‎لوی ملي ائتلاف» څو ورځې وړاندې رسنیو ته ګڼې ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله: حقاني په «تېر» جهاد کې مهم رول درلود

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله ويلي، مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د روسانو پر وخت جهاد کې مهم رول لوبولی دی‎. ‎ هغه چې پخپله هم ځان ته د تېر جهاد ویاړ منسوبوي، پرون په یوه ناسته کې د مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله په اړه ‏څرګندونې وکړې‎. ‎ اجراییه رییس وویل، د ...

نور ولوله »

بادغیس: طالبانو د مقر ولسوالۍ امنیه قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): په بادغیس کې د مقر ولسوالۍ امنیه قومندان او د هغه ساتونکی وژل شوي دي‎.‎ د بادغیس د د امنیه قومندانۍ ویاند نقیب الله امیني ويلي، قومندان اسماعیل خان او ساتونکی يې پر ځينو پوستو د احوال پوښتنې ‏په حال کې د یو ماین ښکار شو‎. ‎ طالبانو د پېښې مسؤلیت پر غاړه اخیستی ...

نور ولوله »