fbpx

افغانستان

میدان وردګ: امریکایانو د ملا امام په ګډون څور ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶لړم، ۱۳۹۷ل): میدان وردګو ولایت کې امریکايي عسکرو د داخلي عسکرو په ملتیا د ملا امام په ګډون څلور تنه ولسي وګړي وژلي او څلور نور يې له ځان سره وړي دي. پېښه تېره شپه د چک ولسوالۍ په ادم خېلو او ناله سیمو کې شوې ده، چې د ځاني زیان تر څنګ يې مالي زیان ...

نور ولوله »

مطمئن: د سولې د ګڼو پروګرامو د ناکامۍ علت، د طالبانو د غوښتنو ناپامه نیول دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶لړم، ۱۳۹۷ل): اسلام اباد، کابل او د سیمې په ځينو نورو ځایونو کې د سولې ګڼې غونډې له پای ته رسېدو وروسته بې پایلې پاتې شوې دي. په افغان سوله کې بوخت د سیاسي چارو کارپوه انجینر نظر محمد مطمئن وايي تېرې هڅې ځکه ناکامې شوې دي، چې د طالبانو اساسي غوښتنې ناپامه نیول شوې دي. ...

نور ولوله »

روبین: د ټرمپ ستراتېژي له نیمګړتیاوو ډکه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د چارو په اړه امریکايي کارپوه بارنت روبین وايي د جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتېژي له نیمګړتیاوو ډکه ده. هغه په هرات کې د ستراتېژیکو مطالعاتو له لوري د سولې اړوند جوړې شوې غونډې په تړاو وویل، امریکا پخپله ستراتېژي کې د سیمې مهم هېوادونه ناپامه نیولي دي. روبین وايي امریکا ...

نور ولوله »

سروې: تېر کال ۵۷ سلنه افغانانو حتی بې ډوډۍ وخت تېر کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶لړم، ۱۳۹۷ل): امریکایي سروې کوونکې مؤسسه ګلپ وايي تېر کال کې ۵۷ سلنه افغانانو حتی بې ډوډۍ وخت تېر کړی دی. د دې سروې له مخې په افغانستان کې یوازې څلور سلنه کسانو ورته ویلي چې اقتصاد يې ښه کېږي، خو ۵۲ سنله نور وايي چې اقتصادي وضعیت يې مخ په خرابېدو دی. سرچینه زیاتوي تېر ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون: کېدای شي د غزني ټاکنې راتلونکی کال ترسره شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون له کندهار وروسته د غزني د ټاکنیزې پروسې د برخلیک په اړه وايي چې ښايي راتلونکي کال ته وځنډېږي. د ټاکنو کمیسیون وړاندې تر دې ویلي و، چې دې ولایت کې به له نورو ولایتونو څلور میاشتې وروسته ټاکنې ترسره شي، خو تازه وايي چې راتلونکو کال به يې ګورو. د ...

نور ولوله »

د «لوی ملي ائتلاف» غړو پټه غونډه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶لړم، ۱۳۹۷ل): د سیاسي ګوندونو او څېرو هغه ائتلاف چې دوی يې «لوی ملي ائتلاف» بولي د دې ائتلاف د یو غړي په کور کې پټه غونډه کړې. صنعا خبري بنسټ؛ د غونډې په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو لیکلي يې دي چې په دې غونډه کې د اشرف غني مرستیال جنرال دوستم هم ګډون ...

نور ولوله »

د طالبانو لاس ته د بايو ميټرک دستګاوو ورتګ انديښنې راپارولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې په ټاکنو کې له بيلابيلو شکايتونو او درغليو سره سره دا ځل د طالبانو لاس ته د بايو ميټرک دستګاوو د لوېدلو موضوع انديښنې راپارولې دي. له ټاکنو وروسته داسې ګنګوسې وې چې طالبانو د افغانستان په بيلابيلو سیمو کې په ټاکنيزو هدفونو بريدونو سربيره ځينې ټاکنيز مواد هم له ځانه ...

نور ولوله »

لښکرګاه کې د اشرف غني له رسېدو سره سم چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۶ لړم، ۱۳۹۷ل):  د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن سهار د هلمند مرکز لښکرګاه ته رسېدلی او د هغه له رسېدو سره سم هلته درنه چاودنه شوې ده. ځايي خبريالان وايي، چې د لښکرګاه ټولې لارې او واټونه د خلکو پر مخ تړل شوي او ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي، خو بيا چاودنه شوې ده. د ...

نور ولوله »

ترکيه: سعودي دې روښانه کړي، چې خاشقجي يې چېرته ښخ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه،۵ لړم، ۱۳۹۷ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان له سعودي غوښتي، چې هغه ځای ترکيې ته روښانه کړي، چېرته يې چې د جمال خاشقجي جسد دفن کړی وي. اردوګان د ترکيې پارلمان ته ويلي، چې دوی سره د خاشقجي د وژنې ټول اسناد موجود دي، خو په دې اړه نور دلائل نه دي ويلي. هغه دا ...

نور ولوله »

کندهار: ټاکنیزه پروسه نا امنۍ له خنډ سره مخ کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵لړم، ۱۳۹۷ل): کندهار کې ټاکنیزه پروسه له خنډ سره مخ شوې او یوازې په محدودو دولتي ساحو کې تر ډار لاندې ټاکنې روانې دي. دلته د ولسي جرګې ټاکنې یوه اونۍ وځنډول شوې او علت يې په کندهار ولایت مقام کې د طالبانو نفوذي برید یادېږي. وړمه ورځ د ټاکنو کمیسیون وویل چې معروف او نېش ...

نور ولوله »