افغانستان

دطالبانو دسياسي دفتر پخواني مشر سره د نن ټکي اسيا مرکه ډېر ژر…

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۷ل): تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي استازو او امريکايي لوري ترمنځ دوه ورځني مذاکرت پيل شول خو دا خبرې بيا تر شپږو ورځو وغځېدې. دا د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ څلورمه مخامخ ناسته وه چې دواړو لوريو يې ورڅخه د لاسته راوړنو او په مذاکراتو کې د پرمختګ ...

نور ولوله »

مزار شریف کې د پاکستان قونسلګري بيرته پرانيستل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د پاکستان کونسلګرۍ د دوه ورځو بندېدو وروسته نن بيرته پرانستل شوه. دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو چې چې په مزار شريف کې يې د پاکستان کونسلګرۍ د امنيتي تهديدونو له امله بنده کړه او زیاته کړې يې وه ...

نور ولوله »

طالبان: نظام کې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو خلاف هیڅ نه منو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په یوه مرکه کې وویل، له بهرنیانو وروسته به طالبان د افغانانو په حیث له افغانانو سره خبرې وکړي، نه د یوې ډلې او حکومت په حیث. هغه پخپله مرکه کې د نظام پر ډول تبصره تر وخت وړاندې وبلله، ...

نور ولوله »

ضعیف: له بهرنیانو وروسته بین الافغاني خبرې کېدونکې دي-ويډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، وروسته له هغه چې د بهرنیو ځواکونو وتل یقیني شي، د سولې خبرې اترې به بین الافغاني اړخ خپل کړي. هغه له اشنا تلویزون سره خبرو کې وویل، د طالبانو ډېر تمرکز پر دې دی، چې د بهرنیو ځواکونو وتلو باندې يې ...

نور ولوله »

عطامحمد نور اشرف غني ته د سولې لپاره د احساساتو د «کنټرول» وړاندیز کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د بلخ پخواني واکمن او د جمعیت اسلامي اجراییه مشر عطامحمد نور چې له محمد اشرف غني سره د چنو اوږده سابقه لری، پر هغه غږ کړی چې په اوسنیو حالاتو کې د سولې لپاره هم خپل «احساسات کنټرول کړي.» وړمه ورځ محمد اشرف غني پخپلو څرګندونو کې طالبانو د پردیو ګټو لپاره ...

نور ولوله »

پنټاګون د قطر غونډه «هڅوونکې» بللې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع له شاوخوا درې ورځې ځنډ وروسته د قطر غونډې په اړه څرګندونې کړې او هغه يې هڅوونکې بللې ده. د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان پرون پخپل دفتر کې له خبریالانو سره خبرو کې وویل، د دوی د ځواکونو وتل، اوربند او دا چې افغان خاوره به د ...

نور ولوله »

د ایټالیا دفاع وزارت: یو کال کې له افغانستانه ټول ځواکونه راباسو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ناټو تر چتر لاندې ایټالیا هم پر افغانستان د یرغل برخه‌وال هېواد و، چې ځواکونو يې په جګړه کې مستقیمه برخه درلودله. وروسته له هغه چې د امریکايي ځواکونو د وتلو اړوند باور پخېدو ته نږدې شوی، د ایټالیا د دفاع وزیرې ایلیابیتا ټرینټا ویلي د خپلو ځواکونو د وتلو پلان يې ...

نور ولوله »

تېر کال شاوخوا شپږ زرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): تېر کال په جګړو، بمباريو او چاودنو کې تر شپږ زرو زيات ملکي  وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په کابل  کې د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ وايي، چې تېر کال په بيلابيلو نښتو، بمباريو، شپنه نیزو عملياتو او چاودنو کې ۲۶۱۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۴۰۷۲ نور ټپيان شوي دي. د ...

نور ولوله »

خلیلزاد: له طالبانو سره مو د توافق اجمالي چوکاټ جوړ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې له طالبانو سره د سولې د توافق په چوکاټ باندې اجمالي هوکړې ته رسیدلي. نوموړي له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي چې په توافق کې طالبان تضمین ورکوي چې ترهګر به افغان خاوره نه استعمالوي، چې په وینا یې، ...

نور ولوله »

اشرف غني په لومړي ځل د ملکي تلفاتو په اړه غبرګون وښود

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): نن له غرمې وروسته د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني له ارګ څخه په يو ويډيويي پيغام کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې. نوموړي د مذاکراتو د روان بهير سربيره په افغانستان کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو د راتلونکې په اړه هم وويل چې افغانان نه غواړي ...

نور ولوله »