افغانستان

ترکيې هم د سولې برخه کې د مرستې ټټر وهلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ترکيې دفاع وزیر کابل کې له محمد اشرف غني سره په خبرو کې ویلي، چې د سولې لپاره همکارۍ ته تیار دي. خلوصي اکار، تېره ورځ کابل ته را ورسید، نوموړي په ارګ کې د حکومت له یو مشر او د هغه له پلویانو سره ولیدل. له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، خلوصي ...

نور ولوله »

د امریکایي ځواکونو وتل؛ ولسي خوښۍ او تمې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو چارواکي له سوريې وروسته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اړوند خبر ورکړ، په خواله رسنیو کې افغان ځوانانو د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا يې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو پایله او ګټه بللې ده. دوی پر طالب غږ کړی چې ...

نور ولوله »

د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه ناټو لا هم خاموشه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ امریکایي رسنیو راپور ورکړ، چې د متحده ایالاتو چارواکي له سوريې وروسته له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو غور کوي. امريکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي، امريکايي چارواکي له افغانستان څخه د خپلو ۱۴۰۰۰ پوځيانو شمېر په ويستلو فکر کوي او په دې اړه يې اړوندو مسؤولينو ته د پلان جوړونې دنده ...

نور ولوله »

نن د ولسمشریزې ټاکنو د نوماندانو نوم‌لیکنه پیلېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خپاره شوي مهال‌وېش پر اساس به نن د نوماندانو نوم‌لیکنه پیل شي. دا لړۍ به دوولس ورځې دوام ولري، چې پر شرایطو برابر کسان به پکې خپل نومونه ولیکي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنري ملیحه حسن تېر ماښام وویل، چې د نننۍ ورځې د نوم ...

نور ولوله »

د امريکايي عسکرو د وتلو په اړه د ارګ غبرګون

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې له افغانستان څخه د نيمايي بهرنيو سرتيرو د ويستو ګونګوسې خپرې شوې ارګ يې په اړه غبرګون ښودلی دی. د امريکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي، امريکايي چارواکي له افغانستان څخه د خپلو ۱۴۰۰۰ پوځيانو په ويستلو فکر کوي او په دې اړه يې اړوندو مسؤولينو ته د پلان جوړونې ...

نور ولوله »

زلمی خلیلزاد: ټرمپ د افغان سولې د خبرو پایلې ته بیړه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتوځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي«ولسمشر ټرمپ د افغان سولې د خبرو پایلې ته بیړه لري». دغه خبرې نوموړي پرون له طلوع تلویزون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې ده وویل «ولسمشر ټرمپ د انتخاباتو په وخت کې د امریکا له ولس سره ژمنه کړې چې د افغانستان ...

نور ولوله »

خلیلزاد: د طالبانو ټينګار د بهرنيو پوځيانو په وتلو و / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل) د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد په کابل  کې رسنيو ته ويلي، چې د متحده عربي اماراتو په ناسته کې د افغانستان موقت حکومت او سياسي راتلونکي په اړه خبرې نه دي شوي، بلکې د طالبانو ټول ټينګار د بهرنيو پوځيانو په وتلو و. خلیلزاد له ...

نور ولوله »

سرچینه: د انس حقاني د ازادېدو خبر حقیقت نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): نن یو شمیر رسنیو او د ټولنیزو ویب پاڼو فعالانو د پخواني جهادي قومندان مولوي جلال الدین حقاني د کشر زوی (انس حقاني) په اړه راپورونه خپاره کړل چې ګواکې له خپل بل ملګري (حافظ عبدالرشید) سره یوځای له زندانه خوشې شوي دي. خو نن ټکی اسیا ته یوې باوري سرچینې ویلي دا راپورونه ...

نور ولوله »

حمدالله محب: د سولې په اړه بايد د افغانانو قربانۍ له پامه ونه غورځول شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د ملي امنيت شورا مشر حمدالله محب د سولې په اړه وروستيو هڅو او فعاليتونو ته په اشاره ويلي، چې د سولې لپاره بايد د افغانانو قربانۍ له پامه ونه غورځول شي. د امنيت شورا مشر دا څرګندونې  وروسته تر هغه کړي، چې  د طالبانو استازو له امريکايي ډيپلوماټانو سره په ...

نور ولوله »

احمد ولي مسعود ولسمشريزو ټاکنو کې خپله نوماندي اعلان کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د احمد شاه مسعود ورور احمدولي مسعود په رسمي توګه راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې خپله نوماندي اعلان کړه او ويې ويل چې د حکومت د رهبرۍ له بدلولو پرته د افغانستان ستونزې نه حل کيږي. احمد ولي مسعود په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د هيواد روانو ستونزو او مشکلاتو ته ...

نور ولوله »