افغانستان

مجاهد: د توافقنامې له مخې به پنځه زره امریکایي عسکر په څلور نیمو میاشتو کې افغانستان پرېږدي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په دوحه کې د طالب او امریکایي لوري د مذاکراتو له دوام سره هم مهاله، د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» د دواړو لورو تر منځ په  مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکوي او په خبره يې، د دواړه ډلو له لوري دا مهال  د توافقنامې د لاسلیک په مراسمو او ځای ...

نور ولوله »

غور: لاریونوالو د ګڼو دولتي ادارو دروازې تړلې

د غور ولایت په مرکز کې راټولو شویو سلګونو لاریونوالو د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې په خلاف غږ پورته کړی او په ښار کې یې د لسګونو دولتي ادارو دروازې تړلې. دغه لاریونوال چې تېره شپه یې د غور ولایت مقام مخې ته د تحصن خیمه وهلې وه، حکومت د غور په برخه کې په بې پروایي تورنوي او ...

نور ولوله »

اشرف غني له ټرمپ سره لیدلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د نړیوالې اقتصادي مجمع په څنډه کې، د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» سره لیدلي او په ګڼو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې. د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په خپل ټویټر لیکلي، چې دغه لیدنه نن د سویس هیواد په «داووس» ښار کې ...

نور ولوله »

ويسا ورځپاڼه: حکومت د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه نه شي اخيستی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پر حکومت نيوکه کړې، چې د سولې رامنځته شوي فرصت څخه سمه ګټه نه شي پورته کولی. د ويسا په سرمقاله کې راغلي، سره له دې، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې سل په سلو کې ډاډمنې نه دي، ...

نور ولوله »

ولسي جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال بودجه تصويب کړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال لپاره د حکومت له لوري وړاندې شوې بودجه تصويب کړه. د حکومت له لوري وړاندې شوې بودجه ۴۲۸ ميليارده افغانۍ ده، چې ۲۸۹ مليارده يې عادي او ۱۳۹ ميليارده يې پراختيايي ده. د دې سربېره ۴۶ ميليارده اختياري او ۷۵ ميليارده غير اختياري بودجه هم د حکومت ...

نور ولوله »

د امريکا پخوانی سفير: د امريکا او طالبانو هوکړه به بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امريکا پخواني سفير جيمز کننګهم د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو په پایله کې ممکنه کېدونکي هوکړې ته خوشبينې ښودلې ده. کننګهم له امريکا غږ سره د خبرو پر مهال ويلي، که څه هم د امريکا او طالبانو ترمنځ د نهايي شوو خبرو جزئيات نه دي ...

نور ولوله »

طالبان: امریکا دې د افغانستان د مسئلې په عمق ځان پوه کړي او له اضافي غوښتنو دې ځان وساتي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې په قطر کې د طالب او امریکايي لوري تر منځ د مذاکراتو د جریان خبرونه ورکول کېږي، طالبانو له امریکا غوښتي، چې په غیر مربوطه مسائلو دې وخت نه ضایع کوي او اساسي موضوعاتو ته دې پام وکړي. د طالبانو له رسمي ادرس څخه د « مذاکرات او ...

نور ولوله »

فارياب: طالبانو هغه کس نيولی چې خپله لور يې وژلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبانو د فارياب ولایت ګرزيوان ولسوالۍ کې هغه کس نیولی دی چې دوه ورځې وړاندې يې خپله لور له يو هلک سره د اړیکو په تور په خپل کور کې ووژله او لاسونه او پښې ورڅخه پرې کړل. د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د فارياب ولايت ګرزيوان ولسوالۍ په ...

نور ولوله »

لغمان: د طالبانو بريد کې ۱۴ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبانو په لغمان ولایت کې د دولتي عسکرو په موټریز کاروان بريد کړی دی چې په نتیجه کې يې اته عسکر وژلي او شپږ نور ټپيان کړي دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره ورځ يې د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ اړوند حاجي صاحبانو سيمه کې د دولتي عسکرو په ...

نور ولوله »

حکمتیار: له کابل حکومت سره خبرو ته اړتیا نشته، برخلیک یې د قطر په روانو مذاکراتو کې څرګندېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې په قطر کې طالب او امریکايي لوري د یوه توافق لاسلیک ته نږدې ښکاري او کابل حکومت بیا له طالبانو سره مخامخ خبرو ته په تمه دی، د حز ب اسلامي مشر «ګبلدین حکمتیار» وایي، له کابل حکومت سره  مذاکراتو ته اړتیا نشته او د قطر په روانو ...

نور ولوله »