افغانستان

ننګرهار؛ دفاع وزارت د بل عسکر جسد یوې کورنۍ ته سپارلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): دفاع وزارت د بادغیس په بالا مرغاب کې له وروستۍ جګړې د ملي اردو د یو عسکر جسد ننګرهار کې یوې کورنۍ ته د هغوی د زوی په نوم سپارلی دی. دغه جسد چې هویت يې نه دی په ډاګه شوی، د حضرت الله په نوم سپارل شوی، چې له څه باندې یوه ...

نور ولوله »

سیګار: افغان امنیتي ځواکونو له قرارداديانو ۷۸۰۰۰۰ډالر غلا کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار بنسټ (سیګار) په یوه هیښوونکي راپور کې څرګنده کړي، چې افغان امنیتي ځواکونو د ټوپک په مټ ډیری قراردادیان نیولي او په کانتینرونو کې یې بند کړي دي. واشنګټن ټایمز، د سیګار د راپور په اړه لیکي چې له 2011 کال اګست څخه د 2013 ...

نور ولوله »

د امریکا سفارت په نوروز کې د احتمالي حملو د ترسره کېدو خبرداری ورکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د احتمالي حملو د ترسره کېدو خبرداری ورکړی. د امریکا له سفارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي «یاغي ډلې او ګروپونه غواړي د کابل په شمول د هیواد په ګڼو مناطقو کې اهداف په نښه کړي، په ځانګړي ډول ...

نور ولوله »

بادغیس؛ دفاع وزارت ومنله چې لسګونه عسکر يې طالبانو نیولي – ويډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): د دفاع وزارت د هغه راپورنو پخلی وکړ، چې د بادغیس په بالامرغاب کې د طالب سرتېرو د بریدونو له امله لسګونه دولتي عسکر د هغوی لاس ته لوېدلي دي. د دې وزارت ویاند قیس منګل د دفاع وزارت پر ټویټر پاڼه په یوه ویډیو کې وايي چې ۵۸ تنه عسکر د طالبانو ...

نور ولوله »

بغلان؛ تاله برفک کې درې قومندانان له طالبانو سره یو ځای شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): د بغلان په تاله برفک ولسوالۍ کې درې تنه قومندانان چې په بېلابېلو برخو کې پر دندو بوخت و، له طالبانو سره یو ځای شوي دي. طالبان وايي قومندان زمان، قومندان سالم او قومندان نصرت الله حقایق درک کړل او له ۵۰ میله سپکو او درنو وسلو سره يې د تسلیمۍ لاسونه پورته ...

نور ولوله »

رویټرز: امریکا «حمدالله محب» له دندې لیرې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): رويټرز خبري اژانس ته ګڼو سرچینو تائید کړې چې، په واشنګټن کې د حمدالله محب تر  ناندریزو څرګندونو وروسته امریکا په «محمد اشرف غني» فشار راوړی څو  حمدالله محب له دندې وشړي. د رويټرز په قول ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري له غني سره تلیفوني تماس نیول شوی او  ...

نور ولوله »

بغلان کې چاودنې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې چاودنې دوه تنه پوليس وژلي او يو بل ټپي شوی دی. د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر عبدالعليم غفاري هم د چاودنې تلفات تاييد کړي دي. ډ سيمې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي چې چاودېدونکي توکي د پوليسو په رنجر موټر کې مخکې له ...

نور ولوله »

د خبریالانو ملي ورځ؛ روان کال کې اتلس خبریالان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): خبریالانو مرکز وايي روان لمریز کال هم د تېر په څېر د خبریالانو لپاره یو خونړی کال دی، چې پکې ټول ټال اتلس تنه خبریالان وژل شوي دي. په همدې مناسبت اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي، د خبریالانو هڅې تر «دولتي ځواکونو» کمې نه دي او باید په هر ډول کې د همدې رسنیو ...

نور ولوله »

لوګر؛ طالبانو د برکي برک ولسوالۍ امنیه قوندان وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ امنیه قومندان او د هغه څو ساتونکي يې په یوه چاودنه کې له منځه وړي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، قومندان صابرخان يې نن سهار له څو تنو ساتونکو سره یو ځای د یادې ولسوالۍ په شیروازه سیمه کې ...

نور ولوله »

پروان کې د بهرنيو پوځيانو بې پيلوټه الوتکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): د  پروان ولايت چارواکي وایي، چې بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو پوځيانو بې پيلوټه جاسوسي الوتکه نسکوره شوې ده. د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي رسنيو ته ويلي، چې دغه بې پيلوټه الوتکه د ناټو د قاطع ملاتړ وه او د څار ماموريت پر مهال تېره ورځ ناوخته د تخنيکي ستونزو له امله نسکوره شوې ...

نور ولوله »