افغانستان

ننګرهار: د وهل شويو سرتيرو کورنيو د پراخو لاريونو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په ننګرهار ولایت کې د امنيتي سرتيرو کورنۍ، قومي مشرانو او ولايتي شورا غړو ګواښ کړی دی چې که په دې ولايت کې د والي د ورور له لوري د امنيتي سرتيرو د وهلو پوښتنه ونه شي پراخ لاريونونه به وکړي. تيره اوونۍ په ننګرهار ولايت کې د دې ولايت د والي ورور ساتونکو ...

نور ولوله »

لوګر: ترافيکي پيښه کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولایت مرکز التمور سيمه کې د يوې ترافيکې پيښې له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لوګر امنيه قومندانۍ وياند شاپور احمدزی وايي دا پيښه نن له غرمې مخکې د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې د التمور په سيمه کې رامنځته شوه چې له امله يې ۷ ...

نور ولوله »

د کونړ مرګ‌ژوبله او غبرګونونه؛ «هوايي دهلیزونه خلايي مخلوق ته جوړېږي!»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د کونړ په شېګل ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو د دولتي عسکرو په ملګرتیا پراخه ملکي‌ مرګ‌ژوبله واړوله. ځايي سرچینې وايي چې د دې ولسوالۍ په چوګام، برغنډو او سوکنو سیمو کې چوګام کلی نږدې بشپړ ویجاړ شوی او ټول‌ټال ۶۵تنه ملکي ګړي وژل شوي دي، چې ډېری يې مېرمنې او ماشومان دي. ...

نور ولوله »

امريکايي چارواکی: طالبان زموږ مرکزونه د کمرو له لارې څاري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ټاسک اینډ پرپوز رسنۍ د یو امریکايي چارواکي په حواله وايي چې په افغانستان کې د دوی پوځي مرکزونه د طالبانو له لوري په دوامدار ډول څارل کېږي. سرچینې د ټام لاکهرټ په نوم د یو لابراتوارا کارکوونکي له خولې لیکلي، چې طالبانو د بې پیلوټه الوتکې پر مټ د کمرو په وسیله پوځي ...

نور ولوله »

غني ټاکنو کې د مرستې لپاره بیا دوستم ته لاس غځولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): نږدې لس کاله وړاندې (۲۰۰۹ز) کال کې محمد اشرف غني په یوه مقاله کې عبدالرشید دوستم یو جنایتکار او پر بشري سرغړونو کې ښکېل وباله او د هغه د محاکمې غوښتنه يې وکړه. پوره پنځه کاله وروسته يې هغه د ټاکنو لپاره د ځان ملګری کړی او د هغه په ستاینه يې خوله خلاصه ...

نور ولوله »

طالبان: دوو میاشتو کې ۵۸ بهرنیان وژل شوي او ۴۵ نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبانو د خپل نظامي کمیسیون د تېرو دوو میاشتو د فعالیت په راپور کې لیکلي، چې ۵۸ بهرنیان يې وژلي او ۴۵ نور ټپیان دي. دې راپور کې د نوومبر او اکتوبر میاشتو معلومات خپاره شوي، چې پکې ۴۰۹۷ دولتي عسکر وژل شوي او ۲۳۳۴ نور ټپیان دي. طالبان وايي تېرو دوو میاشتو کې ...

نور ولوله »

فاریاب؛ چارواکو ومنله چې سرحوض سیمه د طالبانو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د فاریاب چارواکو ومنله چې پښتون کوټ ولسوالۍ کې يې پراخه ساحه له ګوتو وتې او طالبان پر حاکم شوي دي. د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي دا سیمه له تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالب سرتېرو له لوري محاصره وه. هغه خوښي څرګندوي، چې اربکیان، کمانډو عسکر او پولیس يې سلامت ...

نور ولوله »

عمران خان د امریکا او طالبانو تر منځ د روانو خبرو کرېډیټ واخیست

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي راتلونکو دوو ورځو کې به د امریکا او طالب استازو تر منځ خبرې وشي. هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ويې ویل چې «اوولسمه نېټه به د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې وشي او دا چي د خبرو زمینه پاکستان ورته برابره کړې.» ...

نور ولوله »

شاه محمود قريشي کابل ته راورسېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي څو شيبې وړاندې د افغانستان پلازمينې کابل ته راورسېد. شاه محمود قريشي به په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان په درې اړخيزه غونډه کې ګډون کوي. په دې درې اړخيزه غونډه کې به په افغانستان کې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه ...

نور ولوله »

کابل، سبا د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخېزې غونډې کوربه توب کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳لړم، ۱۳۹۷ل): سبا د شنبې ورځ کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین هیوادونواستازي درې اړخیزه غونډه کوي. دغه غونډه چې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پکې ګډون کوي ، افغان سوله او د درې ګونو هیوادونو د سیمه ئیزو همکاریو پراختیا به یې د بحث مهم موضوعات وي. دارګ له لوري ...

نور ولوله »