افغانستان

سبا د حضرت صبغت الله مجددي د جنازې له امله رخصتي ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، سبا «چهارشنبه» د حضرت صبغت الله مجددي د جنازې د مراسمو له امله کابل کې ټولې دولتي ادارې رخصت دي. حضرت صبغت الله مجددي د ۹۳کالو په عمر د ورپښې ناروغۍ له امله ومړ. د هغه کورنۍ وايي، چې جنازه به يې د چهارشنبې په ورځ ...

نور ولوله »

طالبانو د مذاکراتي ټيم د غړو شمېر زیات کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): له امریکا سره د طالبانو د مخامخ خبرو لپاره شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو د مرکچي پلاوي شمېر نور هم زیات شوی دی. وړاندې تر دې دې مذاکراتي ټيم کې اتو تنو برخه درلوده، خو اوس يې شمېر ۱۴ تنو ته رسېدلی دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت ...

نور ولوله »

د روسيې سفیر وايي طالبانو پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیسکي ویلي، طالبان پر نیمايي افغانستان واک لري او په خوندي ځایونو کې هم د بریدونو وړتیا لري. سپوتنیک، د هغه پر حواله وايي وړاندې تر دې د طالبانو واک تر کلیو محدود و، خو اوس کولی شي لویو ښارونو کې هم بریدونه وکړي. مانتیسکي زیاته ...

نور ولوله »

د ناټو دفاع وزیرانو راتلونکې غونډه کې پر افغانستان هم خبرې کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ناټو د دفاع وزیرانو راتلونکې غونډه کې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه هم بحث کېږي. د ناټو د ویاند د مرستیال پیرز کزالي د معلوماتو له مخې غونډه به سبا او بله ورځ «چهارشنبه/پنجشنه» دوام ولري او د افغانستان پر امنیتي وضعیت به هم بحث وشي. ازادي راډیو د ...

نور ولوله »

د امنیت شورا پخواني مرستیال ته له ضرب‌الاجله ۲۴ ساعته تېر شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ د محمد اشرف غني پخواني سلاکار او د امنیت شورا مرستیال جنرال دین محمد جرئت ته د تسلیمۍ لپاره ۷۲ ساعته ضرب‌الاجل وټاکه. د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ویلي، کابل کې د نامسؤله وسله‌والو له ډلې یو هم همدا کس دی، چې دوی ورته ...

نور ولوله »

طالبانو د ټرمپ د وینا اړوند هیله‌مندي ښوودلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبانو په خپره کړې اوونیزه تبصره کې د ډونالډ ټرمپ کلنۍ وینا ته اشاره کړې او د طالبانو اړوند يې د هغه لهجه سولې ته هیله‌بښونکې بللې ده. د تبصرې له مخې وړاندې تر دې د امریکايي چارواکو په خوله کې د طالبانو اړوند د «تروریستانو» کلمه اوښته را اوښته، خو لومړی ځل ...

نور ولوله »

حضرت صبغت الله مجددي د ۹۳ کالو په عمر ومړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پخوانی ولسمشر، جهادي رهبر او د نجات ملي ګوند مشر حضرت صبغت الله مجددي د ۹۳کالو په عمر د ورپښې ناروغۍ او زيات عمر له امله ومړ. د مجددي کورنۍ  او د ګوند غړو د هغه د مړينې خبر تاييد کړی دی. د هغه کورنۍ وايي، چې جنازه به يې د ...

نور ولوله »

ناټو: سولې ته تر رسېدو به په طالبانو نظامي فشارونه زيات کړو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې ميشت ناټو ځواکونه او د فاع وزرات وايي چې سولې ته تر رسېدو پورې به په دې هيواد کې په طالبانو نظامي فشارونه زيات کړي. په افغانستان کې د ناټو ماموريت وياند ډيوېډ بټلر وايي تر څو چې له طالبانو سره د سولې خبرې نتيجې ته رسيږي نو په طالبانو به ...

نور ولوله »

اشرف غني: د سولې له پاره دې مشورتي لويه جرګه جوړه شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني وايي چې د سولې له پاره دې د مشورو د پراختيا په خاطر مشورتي لويه جرګه جوړه شي. محمد اشرف غني نن مازديګر په ارګ کې د سولې پروسې لومړنۍ مشورتي غونډې ته په خبرو کې وويل چې د سولې په اړه دې د راتلونکي کب مياشت ...

نور ولوله »

طالبانو په کابل کې د دفتر پرانيستو په اړه د اشرف غنی وړانديز رد کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د ګډ حکومت د مشر اشرف غني هغه وړانديز رد کړی، چې په افغانستان کې به ورته دفتر پرانيزي او غوښتنه يې کړې، چې په قطر  کې دې د دوی سياسي دفتر په رسميت وپېژندل شي. اشرف غني تېره ورځ د ننګرهار ولايت په غني خيلو ولسوالۍ کې يوې غونډې ته د وينا ...

نور ولوله »