افغانستان

د حمدالله محب د دندې په اړه ضد نقیض څرګندونې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې رویټرز د امریکايي چارواکو په حواله د متحده ایالاتو له لوري له حمدالله محب سره د اړیکو د پرېکېدو خبر ورکړ، د هغه د دندې په اړه هم ضد او نقیض راپورونه خپاره شول. سلام وطندار د ارګ د یوې سرچینې په حواله لیکي، چې لا هم د هغه پر ...

نور ولوله »

هلمند؛ د طالبانو په زندان هوايي بريد کې لسګونه زندانيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د طالبانو په يو زندان هوايي بريد کې لسګونه زندانيان وژل شوي دي. د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې نن غرمه مهال د سنګين ولسوالۍ په شرافت بازار سيمه کې هغه زندان بمبار شوی چې پکې ګڼ دولتي عسکر او جنايي بنديان ساتل شوي ...

نور ولوله »

اسدالله خالد او مسعود اندرابي ته د عطا نور تازه خبرداری

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): د بلخ پخواني واکمن او د جمعیت اسلامي اجراییه مشر عطامحمد نور د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستانو ته تازه خبرداری ورکړی دی. هغه تېره شپه پر خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه د نوي کال په مناسبت خپره کړې ويډيو کې ویلي، دې دواړو وزیرانو ورسره یوه هوکړه کړې او که عملي نه‌شي نو اقدامات ...

نور ولوله »

طالبان: چارواکي دي د «عسکرو » په نامه ځوانان د خپلو هوسونو لپاره نه قرباني کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، د کابل ادارې چارواکي دي له اختلافاتو لاس واخلي، وطن دې د بهرنیانو لپاره نه ټوټه کوي او د عسکر په نوم بې سرنوشته ځوانان دې د خپلو هوسونو لپاره نه قربانوي. د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې په خپره شوې تبصره کې چې د طالبانو رسمي نظر څرګندوي راغلي «د ...

نور ولوله »

«حکومت دې هم د طالبانو په څېر ګام پورته کړي»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): د بادغیس په بالامرغاب کې له طالبانو سره ګرمه جګړه کې بوخت لسګونه عسکر د هغوی ګوتو ته ژوندي ورغلل، چې تېره ورځ يې د خوشي کېدو خبر ورکړل شو. دغه ۵۸ عسکر چې دولت يې هم د نیول کېدو پخلی کړی و، طالبانو د خپلې رهبرۍ پر امر خوشي کړي او تر کورونو ...

نور ولوله »

زلمي خلیلزاد واشنګټن کې د ګډ حکومت له سفیرې سره لیدلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په واشنګټن کې د ګډ حکومت له سفیرې «رویاء رحماني» سره لیدلی. زلمي خلیلزاد، په خپل ټویټر ددې لیدنې د انځور تر څنګ لیکلي «په لومړي ځل مې د افغانستان له سفیرې سره ولیدل او د افغان سولې په اړه مې ورسره خبرې ...

نور ولوله »

بادغيس؛ طالبانو ۵۸ تنه نيول شوي دولتي عسکر خوشې کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو څو ورځې وړاندې د بادغيس ولايت په مرغاب ولسوالۍ کې څه له پاسه سل دولتي عسکر ژوندي نيولي وو چې ۵۸ تنه يې نن بيرته خوشې کړل. د طالبان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام يې د خپل مشرتابه په امر کړی دی او د حکومت ۵۸ تنه ...

نور ولوله »

ميدان وردګ؛ په ډرون بريد کې څلور ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د امريکا په ډرون بريد کې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي دي. راپورونه وايي چې بې پيلوټه الوتکو د میدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په موټرو بريدونه کړي چې په نتيجه کې يې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي ...

نور ولوله »

هرات؛ سیلابونو کې لس تنه مړه شوي او ګڼ کورونه زیانمن شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): د هرات ځايي چارواکي وايي، دې ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله لس تنه مړه شوي او سلګونو کورونو ته زیان اوښتی دی. طلوع‌نیوز د ځايي چارواکو په حواله لیکي، د دې ولایت په کوه‌زور، رباط سنګي، زنده جان او د مرکز شاوخوا کې خونړي سیلابونه را وتلي دي. د راپورنو له ...

نور ولوله »

ننګرهار؛ دفاع وزارت د بل عسکر جسد یوې کورنۍ ته سپارلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): دفاع وزارت د بادغیس په بالا مرغاب کې له وروستۍ جګړې د ملي اردو د یو عسکر جسد ننګرهار کې یوې کورنۍ ته د هغوی د زوی په نوم سپارلی دی. دغه جسد چې هویت يې نه دی په ډاګه شوی، د حضرت الله په نوم سپارل شوی، چې له څه باندې یوه ...

نور ولوله »