افغانستان

ولسي جرګه: دفاع وزارت کور په کور جګړه غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ټرمپ د ستراتېژۍ مطابق دفاع وزارت له کلیوالي سیمو د امنیتي ځواکونو را ایستل تایید کړل، غواړي هلته «سیمه ییزه اردو» فعاله کړي. ولسي جرګه دا طرحه د کور په کور جګړې اور بلول بولي او ټينګار کوي چې دا طرحه نه شي عملي کېدلی. د ولسي جرګې د ...

نور ولوله »

اشرف غني د سترې محکمې لپاره رد کړل شوې مېرمن، بیا معرفي کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني د سترې محکمې د غړیتوب لپاره یو ځل بیا هغه مېرمن معرفي کړې چې وړاندې رد شوې ده. انیسه رسولي چې درې کاله وړاندې د سترې محکمې د غړیتوب لپاره ولسي جرګې ته معرفي شوه، خو د تایید رایې يې خپلې نه کړې. محمد اشرف غني پرون، یو ځل بیا د ...

نور ولوله »

د کوکنارو د کښت پر ضد، ځانګړي ځواکونه جوړېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت وايي د کوکنارو د نابودۍ لپاره ځانګړي ځواکونه جوړوي. د دې وزارت تر چتر لاندې د سروې رییس نجیب الله احمدي وايي دوی په دې تړاو یوه طرحه برابره کړې ده چې په امریکا کې به يې خپلو ملاتړو ته وړاندې کړي. هغه وویل، دا طرحه ...

نور ولوله »

دوستم د معاملې د عملي کېدو لپاره ارګ ته لاړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): جنرال عبدالرشید دوستم له محمد اشرف غني سره د کړې معاملې د تطبیق لپاره ارګ ته تللی دی. هغه نن تر غرمې وړاندې د سرور دانش او عبدالله عبدالله په ګډون له محمد اشرف غني سره ولیدل. هشدارخبري بنسټ دوستم ته له نږدې سرچینې څخه وايي، چې نوموړی له محمد اشرف غني سره د ...

نور ولوله »

غور: دولینه کې پنځو قومندانانو او ملګرو يې وسلې پر ځمکه ايښې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): د غور په دولینه کې د اربکیانو پنځو قومندانانو له خپلو لسګونو ملګرو سره وسلې پر ځمکه ايښې او د طالبانو ملګري شوي دي. د دولینه په خواجه ګان، سوخته، سلمین او نادانک سیمو کې د اربکیانو پنځه تنه قومندانان له شاوخوا ۶۰ ټوپکیانو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي. د طالبانو د خبرپاڼې ...

نور ولوله »

امرخېل: امریکا له افغان حکومته زړه تورې شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیق الله امرخېل وايي امریکا له افغان حکومته زړه تورې شوې، ځکه خو غواړي له لرې پرتو سیمو ځان را ټول کړي. امرخېل چې په یوه خصوصي تلویزوني بحث کې خبرې کولې، د امریکا له لوري هغه اعلان چې غواړي له لرې پرتو سیمو افغان ځواکونه را ټول او ...

نور ولوله »

تخار کې د اربکیانو پر ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): د تخار د خواجه بها‌‌ءالدین ولسوالۍ سلګونو تنو د اربکیانو د ظلمونو پر وړاندې لاریون وکړ. لاریون کوونکي چې په مرکز کې د ولایت مقام مخې ته را ټول شوي و، په سیمه کې يې د اربکي قومندان ملک تاتار له چلنده شکایتونه کول. دوی چې د حکومت پر ضد شعارونه ورکول، له سیمې ...

نور ولوله »

ډاکټر غني عمران خان ته د بریا مبارکي او د راتګ بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): ډاکټر غني پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په پاکستان کې يې عمران خان ته د بریا مبارکي ويلي. هغه لیکلي «ما د تحریک انصاف له مشر عمران خان سره خبرې کړې، په ټاکنو کې مې د بریا مبارکي ورته وویله، دواړو توافق سره وکړ چې پر تېر غلبه پیدا کړو او د افغانستان او ...

نور ولوله »

دفاع وزارت ومنله چې امنیتي ځواکونه به ښارونو ته را ټول کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وايي دوی د ټرمپ د ستراتېژۍ د هغې برخې هم هرکلی کوي چې پر اساس به يې امنیتي ځواکونه له لرې پرتو سیمو ښارونو ته را ټول کړي. تېره ورځ نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړ، چې نیت لري افغان امنیتي ځواکونو له کلیو را ټول او ...

نور ولوله »

درېیمه ورځ د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلانېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي په دریو ورځو کې به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي. د دې کمیسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست وايي کمیسیون له پوره بررسي وروسته نیت لري چې راتلونکې چهارشنبه د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي. ولسمشریزې ټاکنې چې څه باندې لس میاشتې وخت ورته پاتې دي، وروسته ...

نور ولوله »