fbpx

افغانستان

هلمند: د نادعلي ولسوالۍ د ملي امنیت سرپرست وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د هلمند چارواکي وايي د نادعلي ولسوالۍ د ملي امنیت سرپرست په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. پژواک د دې ولایت د ملي امنیت د یوې سرچینې په حواله وايي چې میر احمد د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې د طالبانو پر ماین برابر شوی دی. په یاده سیمه کې ...

نور ولوله »

د ډاکټر غني ارشد سلاکار جنرال جرئت له دندې ګوښه شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د امنیت شورا مرستیال او د محمد اشرف غني ارشد سلاکار جنرال دین محمد جرئت له دندې ګوښه شوی دی. خبرنامه؛ خبري بنسټ وايي نوموړی نن له خپلو دواړو دندو ګوښه شوی دی. تر اوسه د دې څرګندونو رسمي پخلی نه دی شوی. جنرال جرئت چې له اصله د پنجشیر ولایت دی، په ...

نور ولوله »

تېره میاشت کې بهرنیو او کورنیو ځواکونو ۱۰۳ ملکی وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې په نوم یوې ډلې پخپل میاشتني راپور کې ویلي، چې بهرنیو او کورنیو عسکرو یوه میاشت کې ۱۰۳ تنه افغانان وژلي او ۲۰ نور يې ټپیان کړي دي. د دې ډلې د راپور له مخې په تېره میلادي میاشت کې نږدې شپږ سوه تنو ملکي ...

نور ولوله »

ننګرهار: د نوماند غونډه کې چاودنې ۱۳ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په کامه ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د یو نوماند په غونډه کې چاودنې ۱۳ تنه وژلي او تر ۳۰ ډېر نور يې ټپیان کړي دي. د ننګرهار د والي وياند عطا‌ءالله خوږیاڼی وايي چاودنه یوه بریدګر ترسره کړې او د عبدالناصر مومند کمپایني غونډه يې په نښه کړې ده. د ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون: دوه ځله رایه ورکوونکی به تر یولک افغانیو جریمه شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې له يو ځل زيات رايه ورکول قانوني جرم دی او مجرم به له پنځوس زرو تر يو لک افغانيو جريمه شي. د ټاکنو کميسيون مشر وايي عبدالبديع صياد وايي چې په راتلونکو ټاکنو کیدای شي يو نوماند خپل پلويان وهڅوي چې ...

نور ولوله »

ټاکنو کميسيون: ۶۰۰ زره کسان د رايې ورکولو له نوملړ څخه ويستل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون د رايه ورکوونکو لومړنی نوملړ اعلان کړ چې له مخې به يې د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې ۸،۸ ميلونه خلک رايه ورکولی شي. د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې د تکراري نوم ليکنې او جعلي سټيکرونو له امله يې د څه له پاسه شپږ سوه زرو کسانو ...

نور ولوله »

هلمند: امریکایي بمبار ۲۰ افغان عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د هلمند په نادعلي کې امریکایانو پر افغان عسکرو بمبار کړی او ۲۰ تنه يې وژلي دي. ازادي راډیو د ځايي سرچینو په حواله وايي چې دغه عسکر د نادعلي په لوی مانده سیمه کې پر عملیاتو بوخت و، چې د خپلو بهرنیو دوستانو تر برید لاندې راغلل. د سرچینې په وینا په بمبار ...

نور ولوله »

افغانستان د قبايلو لپاره د ويزې شرط ختم کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ګډ حکومت د قبايلو لپاره د ويزو اخيستو شرط له منځه وړی او اوس د قبايلي سيمو خلک کولی شي، چې د تورخم له لارې افغانستان ته له ويزې پرته ولاړ شي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ويزو او پاسپورټونو د شرطونو له پيله افغانستان پر قبايلو هم شرط لګولی و، ...

نور ولوله »

بلخ: د رايې اچونې ۶۵ مرکزونه د نا امنۍ او بندېدو له ګواښ سره مخ دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د بلخ ولايت د ټاکنو خپلواک کميسيون سيمه ييز دفتر انديښنه ښودلې ده چې په دغه ولايت کې د رايو ۴۱ مرکزونه د امنيتي ستونزو له امله د بندېدو له ګواښ سره مخ دي. د بلخ د د ټاکنو ولايتي دفتر رئيس محمد اکبري وايي چې ددې ترڅنګ په دغه ولايت کې ۲۴ نور ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: ځينې سفارتونه راتلونکي پارلمان کې خپل استازي غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړي وايي ځينې سفارتونه او پخپله افغان حکومت په راتلونکو ټاکنو کې د مداخلې له لارې غواړي د خپلې خوښي استازي بریالي کړي. د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د نوماندانو له لوري له دولتي امکاناتو پر ګټه اخیستنې هم نیوکې وشوې. د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي د چا ...

نور ولوله »