افغانستان

سعودي کې د علماوو په نوم کېدونکې ناستې ته افغان پلاوی روان شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): سعودي کې د علماوو په نوم د کېدونکې غونډې لپاره له افغانستان څخه هم ۳۶ کسیزه پلاوی روان شو. دغه ډله د مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ په جده کې د کېدونکې غونډې لپاره سعودي عربستان ته روانه شوې ده. دا غونډه په جده کې د روانې میلادي میاشتې په لسمه او یوولسمه ...

نور ولوله »

د حکومت دواړه مشران د ناټو سرمشریزه کې برخه اخلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې د حکومت دواړو مشرانو ګډون ته مټې را بډ وهلې دي. اجراییه ریاست وايي چې د دوی له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نه د ناټو سازمان ملکي نمایند زمیرمان رسماً هیله کړي چې تشریف ور وړي. په ورته وخت کې د ګلخانې ماڼۍ چارواکي وايي محمد ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمیسیون: تر اتو میلیونو ډېرو رایه ورکوونکو نومونه لیکلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي، چې د نوم لیکنې له پای ته رسېدو سره سم د رایه ورکوونکو شمېر تر اتو میلونو هم واوښت. د ټاکنو کمیسینو یو کمیشنر حفیظ الله هاشمي رسنیو ته وویل چې د رایه ورکوونکو شمېره اته میلیونه او (۶۳۱۵۶۷) تنو ته رسېږي. د رایه ورکوونکو لپاره د نوم لیکنې ...

نور ولوله »

پنټاګون روزګان کې د وژل شوي عسکر معلومات خپاره کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت په روزګان کې د هغه امریکايي عسکر د هویت په اړه معلومات خپاره کړل، چې وړمه ورځ د طالبانو نفوذي ملګري خپله د ټوپک شپېلۍ پرې ور واړوله. پېښه وړمه ورځ د روزګان ولایت اړوند په یوه روزنیز کېمپ کې هغه وخت رامنځته شوه، چې امریکايي عسکرو خپلو افغان همکارانو ...

نور ولوله »

لوګر: مرکز کې هوايي برید درانه ملکي تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په خوست او ننګرهار کې له ملکي تلفاتو څو یوه شپه وروسته، نن لوګر کې هم هوايي برید ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله او دروند مالي زیان اړولی دی. د لوګر د ځايي اوسېدونکو په قول بهرنیانو د صفر یو قطعې ځواکونو په ملګرتیا تېره نیمه شپه د مرکز اړوند بابوس سیمه کې د ...

نور ولوله »

غور: چهارسده کې د پولیسو او اربکیانو تر منځ جګړه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غور په چهارسده کې د وژل شوي ولسوال د ملاتړو پولیسو او اربکیانو تر منځ جګړه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د غورد والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي پولیس دعوه کوي چې اربکیانو له طالبانو سره د میرزا محمد ابراهیم په وژلو کې مرسته کړې، چې له امله ...

نور ولوله »

کندهار: طالبانو ۹ تنه بندي عسکر خوشي کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل):طالبانو د کندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کي ۹ تنه هغه عسکر له بنده ازاد کړي چي په وينا يې د مختلفو جګړو په مهال يې ژوندي نيولي وو. طالب وياند قاري یوسف احمدي وايي ياد بندیان د دوی د مشرتابه د حکم په اساس خوشي شوي. د کندهار ولايت دولتي چارواکو تر دې مهاله ...

نور ولوله »

شپږو میاشتو کې څلور سوه زره کډوال بېرته هېواد ته راغلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کډوالو چارو وزارت وايي د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې له بېلابېلو هېوادونو نه ۴۰۰ زره تنه کډوال بېرته افغانستان ته راغلي دي. د دې وزارت له لوري په خپاره شوي راپورکې راغلي، له ایرانه ۳۶۳زره او ۷۶ تنه او له پاکستانه ۲۴ زره او ۲۸۲ تنه بېرته هېواد ته راغلي. ...

نور ولوله »

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف نن د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسيد. د ملي امنیت د شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي، هغه له محمد حنیف اتمر سره لیدلي او د د هېواد او سیمې په امنیتي وضعیت يې خبرې کړې دي. د سرچینې په وینا دوی د ...

نور ولوله »

د دوستم دفتر: پر لاریونوالو ډزې به حکومت له ورته غبرګون سره مخ کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ارګ د جنبش د یو ځايي ټوپکوال نظام الدین قیصاري په نیولو سره ځانته هغه لانجه پیدا کړه چې د واشنګټن ټایمز په وینا سرخوږی يې ورته پیدا کړی دی. تازه د جنرال عبدالرشید دوستم دفتر ویلي، که حکومت د دوی د پلویانو په لاریونوالو ډزې وکړې دوی به هم ورته ګام پورته کړي. ...

نور ولوله »