افغانستان

میدان وردګ؛ سید اباد کې ګډو ځواکونو نهه تنه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): د میدان وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې درانه ملکي تلفات اړولي. ځايي سرچینې وايي، ګډو ځواکونو د دې ولسوالۍ د تنګي درې په حسین خېلو، دولت خېلو او جوی زرین سیمو کې چاپې وهلې او پر دوو کورونو يې بمبار کړی دی. د پېښې بشپړ جزییات لا ...

نور ولوله »

کابل برید؛ طالبان وايي دوی دا ډول بریدونه نه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): کابل کې وړمه ورځ د عبدالعلي مزاري د تلین په پلمه جوړه شوې غونډه د برید ښکار شوه، چې حکومت د طالبانو کار وباله. د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: «دا حمله طالبانو تروریستانو کړې ده، دا ډېره واضح ده.» ذبیح الله مجاهد په ...

نور ولوله »

بادغیس؛ طالبانو اوه عسکر وژلي او شپږ يې ژوندلي نیولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي بادغیس کې يې سرتېرو پر دوو پوستوبریدونه کړي، چې د مرګ‌ژوبلې تر څنګ يې څو تنه عسکر ژوندي هم نیولي دي. قاري محمد یوسف احمدي پر خپله ټویټر پاڼه هغه تصویرونه خپاره کړي چې له طالب سرتېرو سره زنداني عسکر او نیول شوي مهمات پکې ښکارېږي. هغه لیکلي، تېره شپه يې ملګرو ...

نور ولوله »

ارګ: د مسکوناستې په څېر غونډو کې ګډون نه کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): په مسکو کې د سیاسي ګوندونو له استازیو او څېرو سره د طالب استازیو له ناستې وروسته ځینو کړیو او اشخاصو پر حکومت غږ وکړ چې د داسې ناستو ملاتړ او ان ګډون دې پکې وکړي. د اجراییه ریاست مرستیال او د دې غونډې ګډونوال محمد محقق له یادې غونډې څه موده وروسته پر ...

نور ولوله »

قانوني: د امریکا غلطۍ ددې لامل شوې چې طالبان، حکومت د سولې له خبرو لیرې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷): د صلح او اعتدال انتخاباتي ټيم لومړی مرستیال «محمد یونس قانوني» وايي، د امریکا ځیني اشتباهات ددې لامل شول چې طالبان له حکومت سره له خبرو په شا شي. «جمهور نیوز» د قانوني له قوله لیکي، له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو اعلان طالبانو ته دا فرصت په لاس وکړ چې له ...

نور ولوله »

سولې شورا: که حکومت یوازې د سولې هڅې کوي «خطا» دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): د سولې شورا وايي که حکومت او سیاسي څېرې د سولې لپاره هڅې ګډې نه کړي ښايي پر «ناکامۍ» تمامې شي. د سولې شورا مشر کریم خلیلي پرون «جمعه» په کابل کې یوې غونډې ته وویل که حکومت هڅه کوي چې یوازې به پر خپل سر د سولې هڅې پر مخ یوسي «خطا» دی. ...

نور ولوله »

امریکايي ورځپاڼه: که د سولې خبرې ناکامې هم شي، ټرمپ ځواکونه وباسي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷): امریکايي مشهورې ورځپاڼې «دې هیل» تر دې عنوان لاندې چې «ټرمپ دې له افغانستان نه د عسکرو د ایستلو په پلان غور وکړي» اوږده مقاله خپره کړي ، د مقالې  لیکوال «جېمز ډابینز» چې یو وخت د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی پاتې شوی وايي، له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو له وتلو ...

نور ولوله »

ننګرهار: طالبانو اربکی قومندان او د هغه مرستیال وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷): د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د اربکيانو د يو قومندان او د هغه د مرستيال په ګډون پنځو تنو اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا پيښه تير ماښام د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ په قطرغي سيمه کې رامنځته شوې ده چې په نتيجه کې يې د اربکيانو قومندان ضياء الحق او ...

نور ولوله »

فراه؛ د غني له رسېدو سره سم پر هوايي ډګر برید شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷ل): فراه ته د اشرف غني له رسېدو سره سم د دې ولایت پر مرکز توغندیز برید شوی دی. غني د یو پلاوي په ملتیا دې ولایت ته نن سفر وکړ، چې ټاکل شوې هلته به هم د کونړ او ننګرهار په څېر د یو روغتون پرانیسته هم وکړي. د هغه له رسېدو سره سم، ...

نور ولوله »

ننګرهار: نامعلومو وسله والو په جومات کې مؤذن وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷):د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې نامعلومو وسله والو يو تن مؤذن د جومات په داخل کې اذان ته د تيارۍ په حالت کې وژلی دی. د حاجي نور محمد په نامه ياد مؤذن چې په سرکاتب يې شهرت درلود د جلال اباد ښار د دوهمې ناحيې اړوند انګور باغ سيمه کې ...

نور ولوله »