افغانستان

فاریاب چارواکي: دوه ولسوالۍ مو له لاسه په وتو دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په فاریاب کې د دولت اباد او ګرزیوان ولسوالیو ولسوالان وايي طالبان يې د ودانیو څو مترۍ ته رسېدلي او سقوط ته نږدې دي. د ګرزیوان ولسوال فیض الله تېره شپه پژواک ته ويلي، چې ۱۱ کمانډو او اربکي عسکر ټپیان شوي او یو کمانډو عسکر طالبانو ته ژوندی په ګوتو ورغلی. هغه ویلي ...

نور ولوله »

داودزی: د خلیلزاد له هڅو وروسته «نوي فرصتونه رامنځته شوي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د سولې په برخه کې د محمد اشرف غني ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا درالانشاء نوي رییس ويلي، اوس نوي فرصتونه رامنځته شوي دي. عمر داودزي تېره شپه له خپلې مقررۍ څو ساعته وروسته له ازادۍ راډيو سره خبرو کې وویل، د سولې لپاره به نوې ستراتېژي جوړوي او په وینا يې ...

نور ولوله »

پاکستاني چارواکې: پر ډېورنډ «فرضي» کرښه اغزن تار پر امنیت اغېز کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د راپورونو له مخې پاکستاني چارواکو پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن تار د غځولو او پوستو اچولو لړۍ پای ته نږدې کړې ده. دوی وايي چې له د کابل حکومت له چارواکو سره په همغږۍ مخ پر وړاندې ځي او هیڅ خنډ په مخکې نه ويني. د پاکستاني سرحدي ځواکونو یو چارواکي محمد ...

نور ولوله »

کندهار مرکز کې پوځي چورلکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کندهار په مرکز کې هوايي ډګر ته څېرمه چورلکه نسکوره شوې ده، چې ځاني تلفات يې هم اړولي دي. د راپورونو له مخې دغه چورلکه تېره شپه هواي ډګر ته څېرمه را نسکوره شوه، خو په اړه يې نور جزییات په لاس کې نشته. ځينو سرچینو ویلي چې د چورلکې د عملې له ...

نور ولوله »

څارونکي بنسټونه: په ټاکنو کې پر فساد اعتراف د برائت علت نه شي کېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ له لوري په شوې سروې کې ویل شوي و، چې په لومړۍ درجه کې فاسد بنسټونه عدلي ارګانونه، وروسته د پوهنې وزارت، لویه څارنوالي او ټاکنیز کمیسیونونه هم په دې لیست کې راځي. په همدې غونډه کې د ټاکنیز شکایتونو کمیسیون مشر عبدالعزیز اریایي ومنله، ...

نور ولوله »

جمعيت اسلامي ګوند له طالبانو سره د سولې خبرو ته تياری نيسي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د جمعيت اسلامي ګوند مشرتابه ويلي، چې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره يې پر يوه پلان کار پيل کړی دی. د جمعيت اسلامي د سياسي کميسيون مشر حفیظ منصور نن په کابل کې رسنيو ته وويل، چې دغه پلان پنځه برخې لري: مقاومت جبهه «شمال ټلواله»، سياسي ګوندونه، حکومت، طالبان او مدني ...

نور ولوله »

عمر داودزی د اشرف غني ځانګړی استازی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په پاکستان او ايران کې د افغانستان پخوانی سفير او د کورنيو چارو پخوانی وزير محمد عمر داودزی د سولې په برخه کې د محمد اشرف غني د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو. له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د محمد اشرف غني په حکم نوموړی د ...

نور ولوله »

سروې: د حکومت درې مهمې ادارې تر ټولو زياتې په فساد کې ښکيل دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د شفافيت څار بنسټ په يوې نوې سروې کې د افغانستان په حکومت کې د فساد کچه ارزولې ده چې په کې د حکومت درې مهمې ادارې په فساد کې تر نورو ډېرې ښکيل بلل شوي دي. د شفافيت د څار بنسټ د يوې نوې سروې په رپوټ کې ويل ...

نور ولوله »

کونړ: پر پولیسو وچه ډوډۍ بنده شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د کونړ ولایت څخه یو شمېر پولیسو رسنیو ته ویلي چې له تیرو څلورو ورځو راهیسي د قراردادي له خوا وچه ډوډۍ باندي بنده شوې. د کونړ ولایت څخه د زرغون په نامه یوه پولیس رسنیو ته ویلي چې له تیرو څلورو ورځو راهیسي وچه ډوډۍ په شخصي پیسو اخلي، ځکه چې د ...

نور ولوله »

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي کابل ته راشي. د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې شاه محمود قريشي به کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او له طالبانو سره د مذاکراتو او د سيمې ...

نور ولوله »