افغانستان

کندهار کې د ملکي وګړو د قاتل امریکايي د بښنې هڅې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): خورد ضابط رابرټ بیلز، هغه امریکايي عسکر چې د ۲۰۱۲ میلادي کال د مارچ د یوولسم شنه سهار په دریو بجو يې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ملکي وګړي ووژل، چې د ځينو جسدونو ته يې اور ورکړ. هغه د پنجوايي د زنګاواټ کلي کې په دوو کورنیو کې د ویر ...

نور ولوله »

فاریاب: د ۲۳۳کیلومتره سړک کار ۱۲ کاله کې هم نه دی پوره شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په فاریاب ولایت کې هغه سړک چې د دې ولایت قیصار ولسوالي د بادغیس له لامان سره نښلوي له دوولسو کلونو راهیسې تر کار لاندې دی. سیګار، چې په افغانستان کې امریکايي لګښتونه څاري د تېرې اوونۍ په راپورې کې ویلي، چې دغه سړک ټول ۲۳۳ کیلومتره اوږدوالی لري چې تر له دوولسو کلونو ...

نور ولوله »

صالح: ارګ د مصالحې د سیاسي مدیریت وړتیا نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت پخوانی ریس او د «روند سبز» په نوم د جریان مشر امرالله صالح وايي ارګ د مصالحې د مدیریت وړتیا نه لري. هغه د حکومت له لوري د اوربند د پیل، د طالبانو له لوري د اوربند کول، ښارونو ته د طالبانو مسلح ننوتل او د افغانستان اسلامي امارت بیرغ رپېدل ...

نور ولوله »

بغلان: اربکی وسلوال د خپل قومندان له وژلو وروسته طالبانو ته ورغلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د بغلان په پلخمري کې یو اربکي خپل قومندان وژلی او د هغه وسله يې له ځان سره طالبانو ته وړې ده. پېښه وړمه شپه د پلخمري بازار اړوند بند برق سیمه کې د قومندان کریم شش په پوسته کې رامنځته شوه. طالبانو ویلي بریدګر د دوی ملګري قاري یونس و، چې بېرته دوی ...

نور ولوله »

د هلمند پرلټيانو د یوناما مخې ته خېمه وهلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د هلمند هغه پرلټيان، چې ګواکې د سولې غوښتنې نیت لري، کابل ته له رسېدو څو ورځې وروسته نن د یوناما دفتر مخې ته د تحصن خېمه ووهله. دې کسانو چې دعوه کوي د روانې جګړې د پای غوښتونکي دي، درې ورځې وړاندې د څو مادو لرونکی لیک، چې پکې د سولې د خبرو ...

نور ولوله »

د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوماندانو ارزونه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د احتمالي نوماندانو ابتدايي لیست به د روانې میاشتې په اوومه خپور کړي. د دې کمیسیون په وینا دوی به د چنګاښ تر شپږمې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماند شویو کسانو اسناد و ارزوي. د ټاکنو کمیسیون یو ویاند ...

نور ولوله »

پر شریعت غږ راډيو بمبار، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه اندېښمنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤلین وايي په غزني کې پر شریعت غږ راډیو بمبار له دوی سره د ځانونو د خوندیتوب اندېښنې پیدا کړې دي. د غبرګولي میاشتې په ۲۱مه د غزني ځايي چارواکو وویل چې په زنخان ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري تازه پیل شوې راډيو يې په نښه کړې ...

نور ولوله »

ویسا: افغان چارواکي د امریکا په موجودیت کې پاکستان ته باج ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ویسا ورځپاڼه پر ډېورنډ د معاملې اړوند په خپره کړې سرمقاله کې افغان چارواکي پاکستان ته په باج ورکولو تورن کړي دي. د سرمقالې د لیکوال په وینا سره له دې چې له بهرنیانو سره امنیتي تړون لاسلیک شوی او پوځي اډې ورکړل شوې دي، خو لا هم حکومتي چارواکي پاکستان یو دروند باج ...

نور ولوله »

غزني: مقر کې ۱۷ نورو اربکیانو وسلې پر ځمکه ایښې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غزني په مقر ولسوالۍ کې ۱۷ تنو اربکیانو وسلې پر ځمکه ايښې او د طالبانو په لیکو ننوتي دي. مقر ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي دې اربکیانو وروسته له هغه طالبانو ته د تسلیمۍ لاسونه پورته کړل، چې تر دې وړاندې يې ګڼو ملګرو هم وسلې پر ځمکه کېښودې. طالبانو هم خپره کړې ...

نور ولوله »

جنرال مراد علي مراد د کابل ګارنیزیون قومندان شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): جنرال مراد علي مراد نن رسماً د کابل ګارنیزیون عمومي قومندان او د کابل په امنیتي چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال وټاکل شو. د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د هغه د معرفۍ په مراسمو کې د نوموړي د تېرو دندو ستاینه وکړه او ډاډ يې ښکاره کړ، چې د کابل ...

نور ولوله »