افغانستان

فاریاب؛ طالبانو څلور عسکر ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر مرکزونو بریدونه کړي چې درنه مرګ‌ژوبله يې ور اړولې ده. شمشاد تلویزون د ځايي سرچینو په حواله وايي، چې په دې جګړه کې ګڼو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ځايي چارواکو يې د مرستې هیله کړې. طالبانو د جګړې پخلی کړی او لیکلي ...

نور ولوله »

اشرف غني عربي اماراتو ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني د یو پلاوي په ملتیا نن سهار د عربي متحده اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته رسېدلی دی. د ارګ خبرپاڼه لیکي، نوموړی به له امیر او ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وویني او ځينې هوکړه لیکونه به لاسلیک کړي. د سرچینې په وینا دواړې خواوې به د پوهنې، کلتور، ...

نور ولوله »

د بشري حقونو کمیسیون د حکومت له لوري ملکي تلفات اندېښمنوونکي بولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د بشري حقونو کمیسیون وايي، حکومت د عملیاتو پر مهال ملکي او پوځي اهدافو ته پام نه کوي، چې له امله يې پراخ ملکي تلفات پېښېږي. د دې کمیسیون ویاند بلال صدیقي وايي، دوی له حکومته هیله لري چې د پوځي او ملکي اهدافو توپیر وکړي او همدارنګه د ملکي تلفاتو له عاملینو سره ...

نور ولوله »

د ملا عبدالسلام ضعیف پر کور د تیرې شپې راهیسي چاپه روانه ده – انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د وخت سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پر کور باندي چاپه روانه ده. د نوموړي دکورنۍ یوه غړي نن ټکی اسیا ته وویل چې د تیرې شپې راهیسي د اسدالله خالد ځانګړو عسکرو د ملا سلام ضعیف پر کور چاپه اچولې او تر اوسه یې کور محاصره ساتلی دی. نوموړي وویل چې ضعیف ...

نور ولوله »

حکمتیار: تر دې «شړيدلي» حکومت به د طالب واکمنۍ ښه وي – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د حزب اسلامي‌حکمتیار؛ مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي، که طالبان پر کابل واکمن شي نو ده پر درېیو لارو غور کړی دی. هغه له شمشاد تلویزیون سره مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان کابل ونیسي، دوی به څه کوي، وویل، یوه لار دا ده چې تر دې حکومت د ...

نور ولوله »

کندوز او خوست کې عملیاتو ملکي تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ په خلازيي سیمه کې ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې درې ولسي وګړي وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي دي. ځايي سرچینې وايي بهرنیو او دولتي ځواکونو اته تنه نور له ځان سره وړي او خلکو ته يې درانه مالي تلفات هم اړولي دي. د کندوز ځايي چارواکو ...

نور ولوله »

طالبانو په خپل لګښت ۱۸ پلچکونه او «۱۰» کیلومتره سرک رغولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، په فراه ولایت کې یې د ولس په  همکارۍ  او خپل مالي لګښت باندې «۱۸» پلچکونه رغولي او «۱۰» کیلومتره سرک یې ترمیم کړی. د طالبانو په وینا دا کار یې د عامو خلګو د هوساینې او هغوی ته د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیا جوړولو په موخه کړی. ...

نور ولوله »

کندهار: په چاودنه کې د نظم عامه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله د نظم عامه قومندان، زمری خان وژل شوی دی. راپور وایی چې له نوموړي سره د ملاګل په نوم یو بل قومندان، او یو قومي مشر شاه ولي خان هم یوځای وژل شوي دي. یاده پیښه نن ماښام د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په ...

نور ولوله »

خلیلزاد: که له افغانستان څخه راوتلو، له ناټو او متحدینو سره یو ځای راوځو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا  د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وايي، که له افغانستان څخه راوتلو د ناټو له سازمان او خپلو متحدینو سره به یو ځای راوزو. زلمي خلیلزاد دغه څرګندونې  په خپل ټويټر لیکلي، د نوموړي په خبره «له لومړۍ ورځې له ناټو او متحدینو سره ګډ کار ...

نور ولوله »

هلمند؛ د سنګوري اربکيانو عمومي قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت په مرکز لښکر ګاه ښار کې د هلمند د سنګوري اربکيانو قومندان د طالبانو په يو بريد کې وژل شوی دی. د طالبانو ویاند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د هلمند ولايت مرکز لښکر ګاه ښار اړوند د لومړۍ حوزې په سيمه کې د هلمند د امنيت اړوند د اربکيانو عمومي ...

نور ولوله »