افغانستان

د سولې او نجات ټولنه: د روان بحران تر ټولو ستر لامل د بهرنيو پوځيانو شتون دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۲۶وږی ۱۳۹۷ل): نن د کابل ښار په يوه هوټل کې د افغانستان روان وضعيت په اړه د افغانستان سولې او نجات ټولنې د علماوو، پوهنتون د استادانو او پوهانو غونډه راغوښتې وه او د دغې غونډې ګډونوالو او ويناوالو په قاطع کې اکثريت د روان بحران د اوږدېدو لامل د بهرنيو پوځيانو شتون بللی دی. د غونډې ...

نور ولوله »

اجرائیه رئیس: هیڅ څوک حق نلري چې امنیتي تړون تر سوال لاندي راولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۲۶وږی ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت دویم مشر عبدالله عبدالله نن د کابینې په غونډه کې وویل، هیڅ څوک حق نلري چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړه اعتراض وکړي. نوموړي زیاته کړه ځیني کړۍ د خپلو شخصي ګټو په خاطر د امنیتي تړون د لغوه کولو په لټه کې دي، چې د ده ...

نور ولوله »

د وژل شوي طالب جسد سوځولو خلک راپارولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وږي، ۱۳۹۷ل): له تيرې ورځې راهيسې په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو د يو وژل شوي جنګيالي جسد چې افغان عسکرو سوځولی ښکته پورته کيږي چې د خلکو غوسې او غبرګونونه يې راپارولي دي. دغه جسد چې د فراه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې د امنيتي سرتيرو لاسونو ته ورغلی، د ملي اردو د يو ټولي ...

نور ولوله »

قریشي په پاکستان کې د افغان عسکرو د روزنې وړاندیز کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وږي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي پرون کابل ته راورسید، چې د حکومت له دواړو مشرانو او د بهرنیو چارو له وزیر سره يې وکتل. قریشي له افغان مشرانو سره د مرستې لپاره ژمنې وکړې او هغوی ته يې د افغان عسکرو د روزنې وړاندیز هم وکړ. له ارګ او اجراییه ریاست ...

نور ولوله »

د ټاکنو خپلواک کميسيون: د ټاکنیزو دفترونو تړل د ټاکنو د ځنډيدو په معنا دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وږي، ۱۳۹۷ل)د ګډ حکومت د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، چې د ولايتي دفترونو تړل او د کارونو ځنډول يې ممکن د ټاکنو د ځنډېدو لامل شي. د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صياد نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې کميسيون هڅه کوي، د روانو ستونزو د حل لپاره معقوله لاره ...

نور ولوله »

نیویارک ټایمز: ټاکنو کې به ۳۳ سلنه مرکزونه هم پرانیستي نه وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وږي، ۱۳۹۷ل): نیویارک ټایمز په پرونۍ لیکنه کې د افغانستان پر را روانو ټاکنو تبصره کړې او لیکلي يې دي، چې ښايي ۳۳سلنه ټاکنیز مرکزونه به هم پرانیستي نه وي. د مضمون د لیکوال پر باور، د سیاسي ګوندونو مخالفت د ټاکنیزې پروسې پر وړاندې یو بل خنډ دی. ورځپاڼه لیکي، دې وروستیو ناامنیو ته په ...

نور ولوله »

د امریکا سفیر هم مني؛ روانه جګړه نظامي حل نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وږي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکا سفیر وايي یوازې امریکا نه؛ بلکې ټول پر دې باوري شوي، چې د دوی پیل کړې جګړه په جګړه نه شي ختمېدلی. که څه هم د امریکا د نوې ستراتېژي ډېر تمرکز پر هوايي بریدونو دی، خو جان باس په تازه مرکه کې ویلي، امریکا پر نظامي تګلارې ټینګار ...

نور ولوله »

سیاسي ګوندونو ته د حکومت یو بل ګواښ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وږي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د سیاسي ګوندنو د «لوی ملي ائتلاف» په نوم حرکت په دریو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل، حکومت ورته تازه ګواښ کړی دی. د کورنیو چارو وزارت مرستیال اختر محمد ابراهیمي وايي، ټاکنې «ملي پروسه» ده، چې په وینا يې دوی يې ساتنه کوي. هغه وايي ځواکونو ته ...

نور ولوله »

ضمير کابلوف: امریکا په افغانستان او سيمه کې له امنیت سره دلچسپي نلري

zamir-kabulov-2009-9-12-3-40-18

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۲۵وږی ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استاځي پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې امريکا له دې سره دلچسپې نلري چې د افغانستان په ګډون دې په سيمه کې امن او ثبات خوندي وي، د نوموړي په وینا، ځکه چې په جګړو کې امریکا خپلې ګټې لټوي. کابلوف زیاتوي چې، امريکا د سولې پروسه انحصار کړی، ...

نور ولوله »

رولاغني د سیګار راپور ته غبرګون وښود

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۲۵وږی ۱۳۹۷ل): امریکایی الاصله افغانۍ رولا غني چې د ګډ حکومت د مشر، محمداشرف غني میرمن ده؛ د سیګار د راپور له مخي د پروموټ په نوم پروژه کې په پراخ مالي اختلاس او درغلۍ تورنه شوي. خو نوموړې که څه هم د سیګار د راپور جزیات مني، ولي پر دې د اختلاس لګیدلي تورونه یې ناسم ...

نور ولوله »