fbpx

افغانستان

حمدالله محب، نن رسماً خپله دنده پیل کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): په امریکا کې د افغانستان پخوانی سفیر حمدالله محب د حنیف اتمر پر ځای د ملي امنیت شورا سلاکار شو. محمد اشرف غني نن پخپله نوموړی د دفتر کارکوونکو ته ور وپېژانده او په دنده کې يې بریا ورته وغوښته. غني ضمناً د حنیف اتمر اړوند یادونه وکړه چې امنیتي سکتور ته يې امر ...

نور ولوله »

ډاکټر غني د دریو لوړپوړو چارواکو استعفاوې رد کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر خپله استعفا وړاندې کړه، د کورنیو چارو وزیر، د دفاع وزیر او د ملي امنیت رییس خپلې استعفاوې د ډاکټر غني پر مېز کېښودې. طلوع نیوز وايي، ډاکټر غني د کورنیو چارو د وزیر ویس احمد برمک، د ملي دفاع وزیر طارق شاه ...

نور ولوله »

د پنټاګون پخوانی سلاکار: طالبان د اشغال پای غواړي، مذاکرې ته په نږدې کېدو يو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): د پنټاګون پخوانی سلاکار او متقاعد ډګروال کرستوفر کلندا وايي له طالبانو سره له خبرو اترو هیلې پیدا شوې، چې مذاکرې ته ورسېږي. هغه چې ځان د دې خبرو اترو شریک بولي، امریکا غږ سره په خبرو کې ويلي، چې طالبان د بهرنیانو موجودیت اشغال بولي او د اشغال پر پای ته رسولو ټینګار ...

نور ولوله »

سرچينه: ښايي د غني په ګډون، د ملي امنيت رييس، دفاع او کورنيو چارو وزیران هم استعفا وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وږی ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر له استعفا ‏وروسته طلوع نيوز او ځينو دولتي سرچينو ويلي، چې ښايي د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په ګډون د ‏ملي امنيت مشر معصوم ستانکزی، دفاع وزير طارق شاه بهرامي او د کورنيو چارو وزير ويس برمک هم له ‏خپلو دندو ...

نور ولوله »

کابل: د ګډو ځواکونو په چاپه کې د ولسي جرګې کاندید وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وږی ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې ته خپلواک کاندید حاجي جلال الدین صالحي نن د شنبې په ورځ (۳ وږی) غرمه مهال په خپل کور کې د ګډو ځواکونو په چاپه کې ووژل شو. د نوموړي کور د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې د کاریزیک په سیمه کې تر چاپې لاندي راغلی چې له امله ...

نور ولوله »

حنیف اتمر له خپلې دندې استعفا ورکړې / انځور

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وږی ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له خپلې دندې څخه استعفا ورکړې ده. یوې سرچینې ویلي چې د نوموړي د استعفا سمدستي وروسته ولسمشر اشرف غني د هغه پر ځای په امریکا کې د افغانستان سفیر «حمدالله محب» د ملي امنیت سلاکار ټاکلی دی. حنیف اتمر په خپلې استعفا نامې کې ...

نور ولوله »

کونړ: د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ 10تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه،۳وږی ۱۳۹۷ل): د هیواد په ختیځ، کونړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ مربوط په ادرین او هیلګل درو کې تېره ورځ سېلابونو ګڼ شمېر کورونه وړي او 11 کسان يې وژلي دي چې لس يې د یوې کورنۍ غړي دي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم په غازي اباد کې د سېلابونو راتللو او خلکو ته ...

نور ولوله »

جلال آباد: چاودنه کې 8 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي

نن ټکی اسیا (شنبه،۳وږی ۱۳۹۷ل): د جلال آباد ښارامنیتي چارواکي وایی، چې نن شنبه د ورځي 11نیمو بجو شاوخوا، د ټاکنو کمیسیون مخې ته درنه چاودنه رامنځ ته شوه چې د دوی په وینا ځان وژونکی برید و، او له امله یې 8 تنو ته مرګ ژوبله واوښتله. د ننګرهار امنیه قومندان رسنیو ته ویلي چې د انتخاباتو د کمیسون ...

نور ولوله »

حکومت د ټاکنو کمیسیون له مخې خېمې ټولې کړې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳وږي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې مسؤلینو نن شپه د ټاکنو کمیسیون دفتر مخې ته د معترضو ایستل شویو نوماندانو د پلویانو له لوري وهل شوې خېمې ور ټولې کړې دي. د دې حوزې امر بسم الله تابان وايي، د خېمو ټولولو «عملیاتو» يې دوه ساعته وخت ونیو او په وینا يې چاته ...

نور ولوله »

مجاهد: په ننګرهار کې امریکایان د داعش په ګټه بمباري کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ وږی، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د تیرو څه وخت راهیسي ددوی جنګیالیو په ننګرهار کې د داعش پر وړاندي عملیات پيل کړي خو هر وخت چې دوی پرمختګ کوي، امریکايي الوتکې راځي او طالبانو باندي بمبار کوي چې له امله یې ددوی پرمختګ ټکنی کیږي او تلفات ویني. نوموړي ویلي ...

نور ولوله »