افغانستان

خوست: د واده په مراسمو ډزو کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل): په خوست ولايت کې په يو واده د وسله والو په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي. د خوست د والي وياند طالب منګل رسنيو ته ويلي دي چې ياده پيښه د خوست د تڼيو ولسوالۍ په درګۍ سيمه کې رامنځته شوې ده. منګل ويلي دي چې په ...

نور ولوله »

حکمتيار: راسره شوی تړون ۹۵ سلنه نه دی عملي شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار یوځل بیا له حکومته شکایت کړی چې د ورسره شوي تړون پنځه نوي سلنه غوښتني یې نه دي منل شوې. نوموړی وايي، له حکومت سره د سولې دا معاهده لیک یې په خپل لاس ليکلې او د ټولو شرايطو د منلو ژمنه راسره شوي وه، خو تراوسه یوازي ...

نور ولوله »

فراه مرکز: د پوستې قومندان او درې پولیس د خپل ملګري لخوا ووژل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل): د فراه ولايت مرکز اړوند نمبریک پوسته کې یوه پوليس د خپلې پوستې قومندان او درې نور ملګري وژلي او خپله طالبانو سره يوځای شوی دی. ویل کیږي چې بريدکوونکی پوليس (سيف الله) نوميږي او د هلمند اوسيدونکی دی چې له دوه ميله وسلو سره طالبانو ته ورغلی او د پوليسو پنځه ميله وسلې ...

نور ولوله »

ارګ: د مشورتي لویې جرګې په تړاو د «عبدالله عبدالله» شکایتونه اورو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د ګډ حکومت اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر «عبدالله عبدالله» په مشورتي لویه جرګه کې ګډون رد کړ او څرګنده یې کړه چې  په دې اړه ورسره سلا مشوره نه ده شوې ارګ یې په غبرګون کې ویلي چې؛ دوی به د عبدالله عبدالله ...

نور ولوله »

لغمان: چاودنې۱۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۸ل): د لغمان ولایت په مرکز «مهترلام» کې چاودنې ۷ ماشومان وژلي او ۱۰ نور ټپیان کړي. د لغمان د والي ویاند «اسدالله دولت زی» په دې اړه رسنیو ته وویل «پېښه تېره ورځ «یکشنبه»  ماځیګر څه باندې ۵ بجې د مهترلام ښار په بصار نومي سیمه کې رامنځته شوې. د دولت زي په ...

نور ولوله »

زلمی خلیلزاد: افغانستان له څو لسېزو په جګړه کې دی، دا جګړه موږ نه ده ورباندې تپلې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۸ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وايي، موږ په افغانانو جګړه نه ده تپلې افغانستان کې له لسیزو راهیسې جګړه روانه ده او خلګ یو له بل سره په جنګ دي. خلیلزاد دغه څرګندونې د طالبانو هغه اعلامیې ته په غبرګون کې کړې چې امریکایان پکې ...

نور ولوله »

پکتيکا وال: امنيه قومندان دې له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل): د پکتيکا ولايت يو شمير اوسېدونکو ددې ولايت د امنيه قومندان په خلاف لاريون کړی او د هغه له دندې لرې کولو او څارنوالۍ ته د معرفي کولو غوښتنه يې کړې. سلګونه لاريون کوونکو چې د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې راټول شوي وو د ددې ولايت د امنيه قومندان غلام سخي روغ ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله: مشورتي لویه جرګه بې ګټې ده، ګډون نه پکې کوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر «عبدالله عبدالله» د سولې په برخه کې رابلل کېدونکې مشورتي لویه جرګه تحریم کړې او د یادې جرګې رابلل یې یو بې ګټې ګام بللې. د اجرائیه ریاست له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « له څه وخت راهیسې ...

نور ولوله »

پاکستان لا هم خپل فضايي حریم د افغانستان پر وړاندې تړلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل): افغان چارواکي وايي، پاکستان لا هم له افغانستان څخه هند ته د تلونکو الوتکو په وړاندې خپل فضايي حریم تړلی. تېره ورځ په همدې اړه د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر وربللی وو او له نوموړي یې غوښتي وو څو یاده ستونزه حل او  هند ته د تلونکو ...

نور ولوله »

لویه څارنوالۍ: درې تنه انسان تښتوونکي اعدام شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د لویی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایی، د انسان تښتوني په جرم یې په دې وروستیو کې پر درې تنو د اعدام سزا تطبیق شوي ده. رسولي طلوع نیوز ته ویلي، په وروستیو درېو کلونو کې چې ۳۷ تنه د اختطافي دوسیو له امله په اعدام محکوم شوي وو؛ له هغوی نه ...

نور ولوله »