افغانستان

د بشر حقوقو کمېسیون د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې وروستۍ پریکړه غندلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمېسیون د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې هغه پریکړه غندلې چې له مخې یې ددې محکمې له لوري په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څارنې کار ودرېد. د بشر د حقوقو خپلواک کمېسیون په دې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي « دوه کاله وړاندې کله چې ...

نور ولوله »

د بلخ د هوايي ډګر د استخباراتو مدير وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل): د بلخ چارواکي وايي چې ددې ولايت د هوايي ډګر د استخباراتو مدير د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی. د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل وايي چې د بلخ د هوايي ډګر د استخباراتو مدير احمد خالد تيره ورځ ناوخته د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی. عادل ...

نور ولوله »

پمپیو: افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه یو ورغلي، ښځې دې خپل غږ خپله پورته کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل):د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وايي؛ موږ افغانستان ته د ملت جوړونې او د ښځو د حقوقو د تدریس لپاره نه یو ورغلي، ښځو ته ښايي خپل غږ خپله تر نورو ورسوي. دغه څرګندونې پمپیو د امریکا په کانګرس کې هغه مهال وکړې کله چې نوموړی د افغان سولې په برخه کې ...

نور ولوله »

کندهار کې په بهرنيو عسکرو د ماين چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په موټر د ماين چاودنه شوې چې له امله يې دوه تنه بهرني عسکر ټپيان شوي دي. د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي رسنيو ته ويلي چې د ډنډ ولسوالۍ په ميانجوی سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په موټر د سرک د ...

نور ولوله »

د ولسي جرګې د دارالانشاءرییس له هنده استعفا رالېږلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې د دارالانشاء رییس خدای نظر نصرت له هندوستانه خپله استعفا رالېږلی او دی همالته پاتې شوی دی. ښاغلی نصرت دوه کاله وړاندې پر فساد او اختلاس تورن شو، خو هند ته له سفر وروسته يې له هماغه ځایه يې خپله استعفا رالېږلې او تر دنده تېر شوی دی. د ولسي جرګې ...

نور ولوله »

غزني؛ پولیسو د واده د «شیریني» ډزو کې دریو ماشومانو ته ‌مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): د غزني چارواکي وايي، پولیسو په ښار کې د واده یو موټر ته د شرینۍ غوښتلو په پلمه ډزې کړې، چې دریو ماشومانو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې. د غزني امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره منلې چې پېښه نن سهار مهال د غزني ښار څنډه کې وشوه، چې له امله يې یو ماشوم ...

نور ولوله »

کابلوف: خلیلزاد به څو ورځې وروسته مسکو ته سفر وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، زلمی خلیلزاد به څو ورځې وروسته مسکو ته سفر ولري. سپوتنیک؛ د هغه پر حواله ویلي، خلیلزاد به د امریکا، چین او روسيې په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره شاوخوا دوولس ورځې وروسته مسکو ته ورسېږي. سرچینه زیاتوي د خلیلزاد دا سفر ...

نور ولوله »

طالبان امریکا ته: ستاسې د بمباریو پر وړاندې لاس تر زنې نه‌شو کېنستلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ طالبانو د الفتح په نوم پسرلني نظامي عملیات اعلان کړل، چې په غبرګون کې يې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر او د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د غندنې تبصرې خپرې کړې. سکاټ مېلر دا پر سوله د جګړې ترجیح او زلمي خلیلزاد بیا د ...

نور ولوله »

سکاټ مېلر: طالبان جګړې ته په سوله ترجیح ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» په خپلو تازه څرګندونو کې د طالبانو له لوري نوي پیل شوي عملیات غندلي او دا ګام یې د طالبانو په جګړه خوښونې تعبیر کړی. تېره ورځ د طالبانو له لوري د «الفتح» نظامي عملیاتو تر اعلان یوازې څو ساعته وروسته په افغانستان کې ...

نور ولوله »

ویسا: حکومت قطر ناستې ته پر «دښمن پلاوي» لېږلو ټینګار کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه ویسا، د قطر بین الافغاني ناستې په اړه حکومت او سیاسیون پر دې ونه توانېدل چې یادې ناستې ته شریک پلاوی وټاکي. د سرچینې په باور حکومت په لوی لاس غواړي تر لویې جرګې پورې د قطر ناسته له بېلابېلو خنډونو سره مخ کړي. ورځپاڼه لیکي، حکومتي اړخ هڅه ...

نور ولوله »