افغانستان

جلال اباد ښار کې درې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار په تالاشۍ څلور لارې کې درې پرله پسې چاودنو درې کسان وژلي او شل نور ټپيان کړي دي. د‌ ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې په تالاشۍ څلور لارې کې درې ماينونه ځای په ځای شوي وو چې وچاودېدل او ياده مرګ ژوبله يې ...

نور ولوله »

طالبان: دوو میاشتو کې نږدې ۱۵سوه امنیتي منسوبین تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي په تېرو دوو میلادي میاشتو کې يې نږدې دوه زره بریدونه کړي، چې له ډلې يې یوازې دوه سرتېري بریدونه دي او تر زرو ډېرو عسکرو ورته د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي دي. طالبانو د تېرو دوو میاشتو د ترسره کړیو فعالیتونو یو دیاګرام خپور کړی، چې پکې يې ښوودلي، ۱۸۴۸ عملیات ...

نور ولوله »

ارګ: غني له ویلز سره «ټرمپ ته په لېږلي لیک» هم غږېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): ارګ د محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا په چارو کې د مرستیالې الیس ویلز د لیدنې په اړه ويلي چې د ټاکنو، پوځي مرستو او بهرنیو ځواکونو د شمېر اړوند بحث شوی دی. الیس ویلز چې د حکومت له دواړو مشرانو سره يې جلا جلا کتلي ...

نور ولوله »

غور؛ طالبانو چارسده ولسوالۍ نیولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): تېره شپه طالبانو په غور ولایت کې چارسده ولسوالۍ له ټولو ملحقاتو سره یو ځای نیولې. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي، د دې ولسوالۍ مرکز، قومندانۍ او ورسره ټولې اړوندې پوستې يې بشپړې نیولې دي. د غور ځايي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو طالبانو ویلي چې د ...

نور ولوله »

نوماندان: د جوزا له لومړۍ باید سرپرست حکومت کار پیل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا وايي، یوازې اته ورځې وروسته باید چارې د سرپرست حکومت له لوري اداره شي او د روان حکومت موده پای ته رسېږي. دا شورا چې له ۱۸ نوماندانو څخه ۱۱ يې غړیتوب لري، د یوې طرحې په وړاندې کولو سره وايي، که اشرف غني تر نوماندۍ تېرېږي، ...

نور ولوله »

یوناما په فراه او نیمروز کې د هوايي بریدونو په اړه څېړنه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): یوناما وايي نیمروز او فراه ولایتونو کې د پراخو هوايي بریدونو چې په ترڅ کې يې درانه ملکي تلفات اوښتي اړوند څېړنې پیل کړې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د روژې په میاشت کې ملکي تلفات د غندنې وړ دي او باید د جګړې ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله: د سولې لپاره هیڅ ګام ندی اخستل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رئیس «عبدالله عبدالله» د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ وروستیو خونړیو نښتو ته په اشارې وايي؛ جګړه لا هم دوام لري خو؛ د سولې لپاره هیڅ ګام ندی اخستل شوی. عبدالله عبدالله چې؛ د وزیرانو شورا ناستې ته یې خبرې کولې وویل « موږ د روژې په میاشت کې ...

نور ولوله »

مسلمیار: شپنیو عملیاتو کې 90 سلنه مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ویلي، د دولتي او ائتلافي ځواکونو له لوري په شپنیو عملیاتو کې ۹۰٪سلنه زیان ملکي وګړو ته رسیږي. د آوا خبري آژانس، د راپور له مخي پرون یکشنبه د ثور۲۲مه، د سنا جرګې په غونډه کې د دغي جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وویل، افغان امنیتي ځواکونو ...

نور ولوله »

اندرابي؛ د امریکا له لوري د افغان ځواکونو د بودیجې ګرځول «بده اغېزه» نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲غويی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر «مسعود اندرابي» وايي؛ د امریکا له لوري د افغانستان د دولتي ځواکونو  بودیجه ګرځول په امنیتي سکتور ناوړه اغېزه ونه لري. طلوع نیوز د اندرابي له خولې لیکي چې « د امریکا له لوري د افغان ځواکونو لپاره بېله شوې بودیجه ګرځول په امنیت او ددې ...

نور ولوله »

بغلان: د ملي امنيت مرستيال د طالبانو په برید کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲غويی، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت د ملي امنيت اوپراتیفي مرستیال عبدالغفورمحمود د طالبانو په کمین کې د را ایساریدو له امله ووژل شو. د یاد ولایت امنيتي سرچينو تأیید کړي چې نوموړی له بغلان څخه کابل ته پرلاره و چې د دوشې ولسوالۍ اړوند، د چارشنبې سيمې، کيلګي بازار ته څیرمه د طالبانو له کمین سره ...

نور ولوله »