افغانستان

جوزجان: ترافيکي پيښه کې اووه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): په جوزجان ولایت کې د ترافیکي پيښې له امله د یوې کورنۍ د شپږو تنو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي. د جوزجان د والي وياند فريدون انيق وايي چې دا پيښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې د سپرليو موټر له بار وړونکي موټر سره وجنګيد. انيق وايي چې یو ...

نور ولوله »

چارواکي: کندوز کې دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کندوز چارواکي وايي د دې ولایت مرکز کې د طالبانو په ډله‌ییز برید کې لسګونه عسکر وژل شوي دي. د کندوز د ولايتي شورا مرستیال وايي طالبانو د ګل‌تېپې په تیلاوکه سیمه کې ۲۵ عسکر وژلي او مهمات يې له ځانو سره وړي دي. د کندوز امنیه قومنداني هم جګړه مني، خو ...

نور ولوله »

عبدالله د مسکو ناسته کې د سیاسيونو ګډون د هغوی «حق» دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي، په مسکو ناسته کې له طالب پلاوي سره د سیاسي څېرو ناسته د هغوی حق دی. هغه د وزیرانو شورا پرونۍ ناسته کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د یادې ناستې په اړه هم نظر څرګند کړ او ويې ویل دوی باید هلته خپل نظر وړاندې کړي. عبدالله ...

نور ولوله »

مسکوناستې ته حکومت نه دی غوښتل شوی، که يې انکار کړی؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): نن په مسکو کې د طالب پلاوي په ګډون د لومړي ځل لپاره پراخه بین الافغاني ناسته کې پیلېږي، چې سبا به هم دوام وکړي. دې ناسته کې تر څلوېښتو پورې مطرح سیاسي څېري د افغانانو په کوربه‌توب برخه اخلي، خو افغان حکومت پکې برخه نه لري. د غونډې تر جوړېدو نږدې اوونۍ ...

نور ولوله »

د بين الافغاني سولې په موخه طالبان او افغان سياستوال نن مسکو کې ناسته کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د روسيې پلازمېنې مسکو ښار کې د افغان ټولنې په کوربه توب نن د طالبانو او افغان سیاستوالو دوه ورځنۍ ناسته پيلېږي. ټاکل شوې، چې په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې د طالبانو د لس کسیز پلاوي سربېره څلوېښت پخواني چارواکي، سياستوال او د مدني ټولنو فعالان ګډون وکړي. طالبانو منلې، چې په ...

نور ولوله »

حيات الله حيات د کندهار، شاه محمود مياخيل د ننګرهار والي شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سيمه ييزو ارګانو په وړانديز او د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په ځانګړي فرمان د ننګرهار والي حيات الله حيات د کندهار او شاه محمود مياخيل د ننګرهار والي ټاکل شوی دی. حيات الله حيات نږدې اته مياشتې وړاندې د ننګرهار والي ټاکل شوی و او اوس يو ځل بيا له ...

نور ولوله »

احمد رشيد: طالبان له قوي ادرسه د مذاکراتو مېز ته راغلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او سيمې د چارو کارپوه احمد رشید وايي، چې د امریکا او افغان حکومت په مقابل کې طالبان ډېر غښتلي دي او د دومره قوت سربېره هم طالبان له امریکا سره خبرو ته حاضر  شوي دي. احمد رشيد د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې  يوې غونډې ته د وينا پر مهال ...

نور ولوله »

عبدالله د امریکایانو د وتنې ورځې ته د «تیاري» غږ وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، یوه ورځ امریکا وځي او موږ باید هغې ورځې ته تیاری ولرو. عبدالله عبدالله چې د حکومت نیم شریک دی د امریکایانو وتل د اړیکو د پرې کېدو په مانا نه بولي په وینا يې «د سولې، سیمې او د هېوادونو د سرچینو ...

نور ولوله »

سمنګان چارواکي: دره‌صوف کې اربکیانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سمنګان چارواکي وايي طالبانو په دره‌صوف ولسوالۍ کې نږدې شلو تنو اربکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي وايي، طالبانو تېره شپه د دره‌صوف پایان ولسوالۍ په دریاګوله سیمه کې د اربکیانو پر پوستو بریدونه کړي دي. هغه امریکا غږ ته ويلي په برید کې ۱۰ اربکیان ...

نور ولوله »

طالبان وايي مسکو ناسته کې د راتلونکي افغانستان په اړه دریځ شريکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي مسکو کې د يوې افغان ټولنې په کوربه توب جوړېدونکې غونډې ته يې لس کسیزه پلاوی تیار دی. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دغه پلاوی به د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ دې غونډه کې ګډون وکړي او خپل دریځ به له ګډونوالو سره شریک ...

نور ولوله »