افغانستان

طالبان: د قطر په ناستو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه پرمختګ وشو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په قطر کې له امریکایانو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې شوې او په دې اړوند مثبت پرمختګ شوی. د ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې راغلي « د مذاکراتو په دې پړاو کې د ټاکل شوې اجنډاسره ...

نور ولوله »

خلیلزاد: له طالبانو سره خبرې له لاسته راوړنو ډکې وې، ادامه ورکوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي «له طالبانو سره مو خبرې  د تېر په پرتله له لاسته راوړنو ډکې وې او په راتلونکې کې  به ادامه ولري». 2/3. Will build on the momentum and resume talks shortly. We have a number of issues left to work out. Nothing is ...

نور ولوله »

د طالبانو او امریکا مذاکرات له اعلاميې خپرولو پرته پای ته رسيدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ شپږ ورځني مذاکرات له تړون او اعلاميې پرته سرته رسيدلي او په راتلونکي کې د مذاکراتو په جاري ساتلو توافق شوی دی. الجزيره ټلويزون وايي، چې د نننۍ خبرو اجنډا هم د بهرنيو پوځيانو وتل او ممکنه اوربند و. نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم د طالبانو د ...

نور ولوله »

قطر ته د معصوم ستانکزي د سفر اوازې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د قطر په پلازمينه دوحه کې له تيرو شپږو ورځو راهيسې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ د افغانستان د قضيي د سياسي حل په موخه خبرې روانې دي. په دې غونډه کې که څه هم بل کوم هيواد دخيل نه دی خو څو شيبې وړاندې يو شمیر رسنيو داسې خبرونه خپاره کړل چې ...

نور ولوله »

افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د راتلونکې په اړه د ناټو دريځ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ناټو ځواکونو سرمنشي ويلي دي چې د افغان قضيې د سياسي حل له تړون وروسته په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه هم خبرې کيدای شي. د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ د بلجيم پلازمينې بروکسل کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې د افغانستان د قضيي له سياسي ...

نور ولوله »

پخوانی طالب چارواکی د حج او اوقافو وزارت سرپرست وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): پخوانی طالب چارواکی د ګډ حکومت د مشر محمد اشرف غني په امر د حج او اوقافو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو. له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د اساسي قانون د څلورشپېتمې مادې د ديارلسمې فقرې له مخې عبدالحکيم منيب د حج او اوقافو وزارت د ...

نور ولوله »

نیویارک ټایمز: افغان عسکر له امریکایانو پرته «مقاومت» نه‌شي کولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): نیویارک ټایمز په قطر کې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو په تړاو خپاره کړي مطلب کې د دولتي عسکرو بې وسې په ډاګه کړې ده. سرچینې د خبرو اترو اړوند لیکلي چې د بهرنیانو پر وتلو هوکړه شوې، خو د دې تر څنګ يې یادونه کړې چې دولتي عسکر له خپلو بهرنیو ...

نور ولوله »

کندهار؛ مرکز کې د میوند ولسوالۍ د قطعې مشر وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): کندهار ښار کې څلورمه حوزه کې د میوند ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر او د قطعې مشر د طالبانو په مخامخ برید کې وژل شوی دی. طالب ویاند قاري یوسف احمدي پخپله ټویټر پاڼه لیکي، چې نوموړی تېره ورځ ناوخته د دوی د غلچکي بریدګر وار ته برابر شو. د سرچینې په وینا حمیدالله ...

نور ولوله »

ننګرهار:د ماين په چاودنه کې محصله وژل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶،سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د يو چسپکي ماين له امله يوه محصله وژل شوې او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته ويلي دي چې نن سهار شاوخوا نهه بجې دا پيښه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند ...

نور ولوله »

هلمند؛ اتمر هم د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د «څېړنې» غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي ووژل شول، چې د هغوی د جنازې پر مراسمو بل هوايي برید ۱۶ تنو نورو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واړوله. په ولسي جرګه کې د هلمند د خلګو استازي هاشم الکوزي رسنیو ته ویلي چې ...

نور ولوله »