fbpx

افغانستان

اسوشټیډ پریس: د دولتي عسکرو روحیه سخته ځپلې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳لړم، ۱۳۹۷ل): اسوشټیډ پریس د ملي اردو د یو پخواني عسکر له خولې لیکلي چې د عسکرو روحیه ځپلې، مایوسه او له دندو زړه توري دي. دغه عسکر چې تمیم دروېش نومېږي، د اردو په لیکو کې پنځه کاله وسله پر غاړه ګرځولې، خو اوس کابل ښار کې مزدوري کوي. هغه وايي عسکري کې يې ۱۸۰ ...

نور ولوله »

طالبان: د کمال خان او سلما بندونو د ساتنې امر راته شوی

نن ټکی اسيا ‍(چهار شنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۷): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوې تازه خبرپاڼې کې ویلي چې ددوی مشر له خوا طالبانو ته امر شوی چې د سلما او کمال خان بندونو په شمول د هیواد د ټولو ټولګټو پروژو ساتنه وکړي او بل چاته هم اجازه ور نه کړي چې د هیواد ملي سرمایې ته ...

نور ولوله »

شنونکي: له ولسمشريزو ټاکنو سوله ډېره مهمه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې امريکا په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډولو او د افغانستان د مسئلې د حل کولو په موخه په افغان حکومت د فشار راوړلو خبره وکړه، د افغانستان حکومت يې په وړاندې غبرګون وښود او ويې ويل چې ولسمشريزې ټاکنې به په خپل وخت ترسره کيږي. خو يو ...

نور ولوله »

اسلام اباد څخه تښتول شوی د پوليسو افسر ننګرهار کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د اسلام اباد د پوليسو يو افسر او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی محمد طاهر داوړ په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی. محمد طاهر داوړ د اکتوبر په اووه ويشتمه نېټه د پاکستان له پلازمينې اسلام اباد څخه تښتول شوی و چې نن يې جسد په تورخم کې پاکستاني چارواکو ته سپارل ...

نور ولوله »

اشرف غني: څلورو کلونو کې له ۲۸ زرو ډېر امنيتي سرتيري وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل):د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني په تيرو څلورو کلونو کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ارقام په ډاګه کړل. محمد اشرف غني د امريکا د جان هاپکينز پوهنتون محصلينو يوې غونډې ته له کابل څخه يې د ويډېويي کنفرانس له لارې خبرې کولې، د خپلو خبرو په ترڅ کې يې وويل ...

نور ولوله »

ولسمشريزې ټاکنې که سوله؟ امريکا څه غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): د ټرمپ ادارې په دې فکر پيل کړی،چې د امريکا ‏لپاره د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې اړينې دي او که د اولس کلنې جګړې پای ته رسول؟ د امریکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي، د زلمي خليزاد په ګډون يو شمېر امریکايي ‏چارواکي په دې باور دي، چې تر ولسمشريزو ټاکنو د سولې راوستل ...

نور ولوله »

ارګ: دوی به په هیڅ ډول تر ولسمشریزو ټاکنو تېر نه شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): وال‌سټریټ ژورنال وايي ټرمپ نیت لري چې د افغانستان ولسشمریزې ټاکنې وځنډېږي او سولې ته لومړیتوب ورکړل شي. ارګ ویلي، دوی به په هیڅ ډول تر ولسمشریزو ټاکنو تېر نه شي. د ارګ‌مشر اشرف غني سلاکار فضل محمود فضلي پخپله ټویټر پاڼه د حکومت د خپلواکۍ دعوه کړې او ويلي يې دي له ...

نور ولوله »

غزني؛ ولسي وګړي د پوځ د توپونو تر بریدونو لاندې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): ازادي راډیو د غزني د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي، ګڼ ولسي کورونه د ملي اردو د توپونو تر بریدونو لاندې دي. سرچینه د ځايي خلکو له خولې وايي چې په دې توپونو کې چې له پوځي مرکزونو بېلابېلو ولسوالیو ته په پټو سترګو ور توغول کېږي، د ګڼو مېرمنو او ماشومانو د ...

نور ولوله »

بارکزی: د جګړې اصلي جرړه امریکایان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې پخپله غونډه کې د هېواد په وروستیو پېښو د تبصرو په اوږدو کې پر روزګان او غزني کې پر جګړې هم خبرې وکړې. په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی وايي په هېواد کې د ټولو بدبختیو اصلي جرړه امریکایان دي. هغه د جرګې پر ګډونوالو غږ ...

نور ولوله »

زلمی خلیلزاد: ښکېل اړخونه سولې ته په نږدې کېدو دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي ښکېل اړخونه سولې ته په نږدې کېدو دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د زلمي خلیلزاد د دویمي سفر په اړه خبرپاڼه خپره کړه، چې له کابل نه به د سیمې هېوادونو ته دویم سفر ...

نور ولوله »