افغانستان

ارګ: له طالبانو سره لومړني تفاهم ته رسېدلي یو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر ویاند «صدیق صدیقي» وايي، له طالبانو سره لومړني تفاهم ته رسېدلي یو او په نږدې راتلونکې کې له هغوی سره د مخامخ خبرو پیل کوو. د ماندرګار ورځپاڼې په حواله، صدیق صدیقي چې تېره ورځ یې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې وویل « د جګړې پای ...

نور ولوله »

د پاکستان هوايي حریم د هوایي ټرافیکو پرمخ خلاص شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان د هوانوردۍ ادارې وايي چې نور يې هوايي حریم د ټولو ملکي پروازونو پر مخ خلاص دی. پاکستان د روان کال د فرورۍ د میاشتې ۲۶مې نېټې وروسته خپل هوايي حریم د هر ډول پروازونو پر مخ تړلی و خو وروسته یې دغه بندیز پر جنوبي برخې لرې او د هند ...

نور ولوله »

سعودي حکومت مېرمنو ته له محرم  پرته د سفر اجازه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د سعودي عربستان چارواکي وايي، سږ کال به ښځو ته اجازه ورکړي، چې له خپل محرم  پرته له هېواده بهر سفرونه وکړای شي. د سعودي حکومت له پيله دا قانون دی، چې  هېڅ مېرمن له ۲۱کلن محرم پرته له هېواده بهر سفر نه شي کولی، خو يو شمېر لويديځو رسنيو د لوړپوړو سعودي ...

نور ولوله »

لوګر: په جومات هوايي بريدونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د لوګر ولايت مرکز پل علم اړوند په کمالخيلو سيمه کې تيره ورځ مازيګر د يو کلي په جومات هوايي بريدونو کې ګڼ شمير لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. له سيمې څخه راپورونه وايي چې تيره ورځ د مازيګر له لمانځه وروسته د لوګر مرکز پل علم اړوند د کمال خېلو ...

نور ولوله »

د بشری حقونو کميسيون: د ګډو عسکرو په عملياتو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې کچه زياته شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسيون وايي، د افغان حکومتي عسکرو او د هغوی د بهرنيو ملاتړو په عملیاتو او بمباريو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله بې ساري زياته شوې ده. د بشري حقونو د خپلواک کميسيون اجرائيوي مشر موسی محمودي وايي، د روان ۱۳۹۸ لمريز کال په تېرو درې مياشتو کې ...

نور ولوله »

روزګان: بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۳۵ ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د روزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ۳۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دی. له روزګان ولايت څخه راپورونه وايي چې ددې ولايت د ګيزاب ولسوالۍ په خلج سيمه کې بهرنیو ځواکونو د طالبانو مرکزونه په نښه کړل چې د طالبانو له غبرګون سره مخ شول او ...

نور ولوله »

کابل ښار د ۶۶ میګاواټه برېښنا له کمبود سره مخ دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې کابل اوسمهال ۶۶ میګاواټه برېښنا له کمبود سره مخ دی او له همدې کبله پرچاوي زیاته شوی. د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې کابل ۴۳۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو اوس په هر ساعت کې موجوده انرژي ۳۶۴ میګاواټه ده. د یاد شرکت د معلوماتو پر اساس ...

نور ولوله »

عمران خان له ټرمپ سره د افغانستان په سوله غږېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل):د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» چې د روانې میاشتې په ۲۲ مه نېټه واشنګټن ته ځي، تمه ده د نورو موضوعاتو تر څنګ له ټرمپ سره د افغانستان په سوله هم وغږېږي. دې نیشن ورځپاڼه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله لیکي « د افغانستان سوله او د سیمې ثبات ...

نور ولوله »

د بادغیس ولایت اوسېدونکو د ولایت مقام په مخکې د پرلت خېمه درولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بادغیس ولایت اوسېدونکو په دې ولایت کې د وروستیو نا امنیو په غبرګون کې د ولایت مقام مخې ته د پرلت خېمه درولې او په اعتراضونو یې لاس پورې کړی. د طلوع نیوز د راپور په اساس، د پرلت په خېمه کې راټول شوي کسان د والي د استعفا غوښتنه لري او په ...

نور ولوله »

نړیواله ټولنه د ولسمشریزو ټاکنو بودیجه نه ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل):د ګډ حکومت د مشرانو جرګه وایي، له افغانستان سره مرستندویه هیوادونو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له بودیجې چې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر اټکل شوې؛ له ورکولو انکار کړی. د اریانا نیوز د راپور په اساس، د مشرانو جرګې رئیس «فضل هادي مسلمیار» د جرګې په پرونۍ ناسته کې وویل « مرستندویه هیوادونه د راتلونکو ...

نور ولوله »