ځانګړي راپورونه

اوباما له ۲۰۱۶ وروسته هم په افغانستان کې ۵۵۰۰ عسکر پرېږدي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د خپلو جګړه مارو ځواکونو د شتون په اړه خپله نوې پرېکړه اعلان کړه. اوباما وویل، چې له ۲۰۱۶م کال وروسته به ۵۵۰۰ امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې کېږي. د امریکا ولسمشر دا پرېکړه داسې مهال کوي، چې د سپټمبر په ...

نور ولوله »

د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو مهمې پیښې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): په ۲۰۰۱م کال د امریکا په مشرۍ نړیوالو ایتلافي ځواکونو پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو واکمني یې ونړوله. له هماغه وخته تر اوسه پورې دا هیواد د بهرنیو ځواکونو تر هوايي بریدونو لاندې دی. که څه هم امریکا او ناټو د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې خپله جګړه په ...

نور ولوله »

طالبانو ۱۴کاله وروسته ځینې رسنۍ وګواښلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د تلې په یوویشتمه نېټه وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دوه خصوصي ټلویزیونونه وګواښل. دغه خبرپاڼه چې د طالبانو د نظامي کمېسیون په نامه خپره شوې وه، په ترڅ کې يې د طلوع او یک دوو خصوصي ټلویزیونونو او د دغو ټلویزیونونو کارکوونکو او اړوندو کسانو ته د مرګ ...

نور ولوله »

طالبان: د «نظامي مصلحت» پر بنسټ مو د کندوز ښار اطرافو ته شاتګ وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۴ل): وسله‌والو طالبانو ومنله چې په کندوز ښار کې له دولتي ودانیو او له مرکزي برخو څخه یې د ښار اطرافو ته د «نظامي مصلحت» له مخې شاتګ کړی دی. طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د کندوز د ښار دفاع ...

نور ولوله »

ملګري ملتونه: طالبان د ۲۰۰۱م واک او ځواک ته ورګرځېدلي

طالبان

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو د ادارې څخه په خپره شوې یوه څیړنه کې ویل شوي چې طالبان اوس یو ځل بیا په افغانستان کې هغسې خپاره شوې، لکه څرنګه چې په ۲۰۰۱ کال کې وو. د نیویارک ټایمز (امریکايي رسنۍ) له خبر سره سم د ملګرو ملتونو د وروستیو معلوماتو او له سیمه ایزو ...

نور ولوله »

سرنوشت: کندوز کې اربکيانو د خلکو کورونه لوټ کړل

اربکیان

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): نږدې دوه اوونۍ وړاندې طالبانو د کندوز ولایت پر مرکز بريد وکړ او له لنډې جګړې وروسته يې ونیو. دولتي سرچينو د طالب ځواکونو له لوري په ښار کې د عامه او دولتي شتمنیو د لوټ خبر ورکړ، خو وسله والو طالبانو او د سیمې اوسېدونکو دغه څرګندونې رد کړې. کابل ښار ته ...

نور ولوله »

کندز: مشهور اربکی قومندان په تېښتې له آمو سینده پورې ووت

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې په کندز ولایت کې د طالبانو بریدونو او پرمختګونو زور اخیستی، د دې ولایت په هغو اربکي قومندانانو کې وېره خپره شوې چې ولسي خلک یې د طالب په نامه ځورولي او شکنجه کړي. د کندز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ مشهور اربکی قومندان چې تر ۴۰۰ زیاتې شخصي ...

نور ولوله »

دفاع وزارت ومنله چې امریکایانو د دوی په غوښتنه پر روغتون بمبارد وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د کندز په لس ورځنۍ جګړه کې تر ټولو زړه بوږنوونکې پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې امریکايي جنګي الوتکو د دغه ولایت په مرکز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون کابو یو ساعت بمبارد وکړ. دغه پېښه په نړیواله کچه ډېره وغندل شوه. طالبانو د سپټمبر په ۲۸مه د کندز ...

نور ولوله »

د بې پولې ډاکټرانو ادارې د طالبانو سیاسي دفتر ته مننلیک استولی و

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې۱۱مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د تلې پر ۶مه د کندز ښار په بشپړ ډول له حکومت څخه ونیو. پر لومړۍ ورځ په خواله رسنیو کې د ځینو طالبانو انځورونه خپاره شوي وو چې ښيي په یوه روغتون کې له ډاکټرانو سره ښکاري. نن ټکي اسیا ته یوې باوري سرچینې په ډاګه کړې ده چې وروسته له هغې ...

نور ولوله »

کندز کې په امریکايي بمبارد کې د شهید ډاکټر وروستۍ خبره

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): ډاکټر احسان عثماني چې د کندوز ولایت په مرکز کې د بې پولي ډاکټرانو په یوازيني روغتون کې فعال ډاکټر وو، تیره شپه د امریکایانو په بمبارۍ کې دغه روغتون په نښه شو، او د وروستیو راپورونو پر اساس د ډاکټرانو، نرسانو، ناروغانو او د ناروغانو د پایوزانو په ګډون اتیا کسه ووژل ...

نور ولوله »