ځانګړي راپورونه

طالبان: د «نظامي مصلحت» پر بنسټ مو د کندوز ښار اطرافو ته شاتګ وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۴ل): وسله‌والو طالبانو ومنله چې په کندوز ښار کې له دولتي ودانیو او له مرکزي برخو څخه یې د ښار اطرافو ته د «نظامي مصلحت» له مخې شاتګ کړی دی. طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د کندوز د ښار دفاع ...

نور ولوله »

ملګري ملتونه: طالبان د ۲۰۰۱م واک او ځواک ته ورګرځېدلي

طالبان

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو د ادارې څخه په خپره شوې یوه څیړنه کې ویل شوي چې طالبان اوس یو ځل بیا په افغانستان کې هغسې خپاره شوې، لکه څرنګه چې په ۲۰۰۱ کال کې وو. د نیویارک ټایمز (امریکايي رسنۍ) له خبر سره سم د ملګرو ملتونو د وروستیو معلوماتو او له سیمه ایزو ...

نور ولوله »

سرنوشت: کندوز کې اربکيانو د خلکو کورونه لوټ کړل

اربکیان

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): نږدې دوه اوونۍ وړاندې طالبانو د کندوز ولایت پر مرکز بريد وکړ او له لنډې جګړې وروسته يې ونیو. دولتي سرچينو د طالب ځواکونو له لوري په ښار کې د عامه او دولتي شتمنیو د لوټ خبر ورکړ، خو وسله والو طالبانو او د سیمې اوسېدونکو دغه څرګندونې رد کړې. کابل ښار ته ...

نور ولوله »

کندز: مشهور اربکی قومندان په تېښتې له آمو سینده پورې ووت

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې په کندز ولایت کې د طالبانو بریدونو او پرمختګونو زور اخیستی، د دې ولایت په هغو اربکي قومندانانو کې وېره خپره شوې چې ولسي خلک یې د طالب په نامه ځورولي او شکنجه کړي. د کندز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ مشهور اربکی قومندان چې تر ۴۰۰ زیاتې شخصي ...

نور ولوله »

دفاع وزارت ومنله چې امریکایانو د دوی په غوښتنه پر روغتون بمبارد وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د کندز په لس ورځنۍ جګړه کې تر ټولو زړه بوږنوونکې پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې امریکايي جنګي الوتکو د دغه ولایت په مرکز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون کابو یو ساعت بمبارد وکړ. دغه پېښه په نړیواله کچه ډېره وغندل شوه. طالبانو د سپټمبر په ۲۸مه د کندز ...

نور ولوله »

د بې پولې ډاکټرانو ادارې د طالبانو سیاسي دفتر ته مننلیک استولی و

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې۱۱مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د تلې پر ۶مه د کندز ښار په بشپړ ډول له حکومت څخه ونیو. پر لومړۍ ورځ په خواله رسنیو کې د ځینو طالبانو انځورونه خپاره شوي وو چې ښيي په یوه روغتون کې له ډاکټرانو سره ښکاري. نن ټکي اسیا ته یوې باوري سرچینې په ډاګه کړې ده چې وروسته له هغې ...

نور ولوله »

کندز کې په امریکايي بمبارد کې د شهید ډاکټر وروستۍ خبره

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): ډاکټر احسان عثماني چې د کندوز ولایت په مرکز کې د بې پولي ډاکټرانو په یوازيني روغتون کې فعال ډاکټر وو، تیره شپه د امریکایانو په بمبارۍ کې دغه روغتون په نښه شو، او د وروستیو راپورونو پر اساس د ډاکټرانو، نرسانو، ناروغانو او د ناروغانو د پایوزانو په ګډون اتیا کسه ووژل ...

نور ولوله »

د کندز له سقوط وروسته پوځ او پولیس یو پر بل بدګمانه دي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو په لاس د کندز ولایت سقوط ملي اردو او ملي پولیس یو پر بل بدګمانه کړي دي، دواړه لوري یو بل په دې تورنوي چې د کندز په سقوط کې یې رول تر بل زیات و. د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس د دواړو امنیتي ادارو تر مینځ د ...

نور ولوله »

د کندز په جګړه کې بهرني ځواکونه هم برخه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۴ل): له تېرې شپې راهیسې د کندز په مرکز کې د طالبانو او حکومتي او بهرنیو ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. نن سهار د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي داسې مهال د کندز د مرکز د نیولو خبر ورکړ، چې د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د دغه ولایت د امام صاحب ...

نور ولوله »

د طالبانو مشر د کندز خلکو ته د امنیت ډاډ ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو په لاس د کندز ولایت د مرکز له سقوط وروسته، د طالبانو مشر په یوې ځانګړې ویناپاڼه کې د کندز استوګنو او په دغه ولایت کې د حکومت په پلوۍ جنګېدونکو سرتېرو ته د بښنې ژمنه وکړه. ملا اختر محمد منصور په خپلې ویناپاڼه کې له خلکو غوښتنه کوي چې باید ...

نور ولوله »