ځانګړي راپورونه

سیګار: د کډوالو وزارت کې یو ملیارد ډالر بې ځایه شوي

نن ټکی آسیا (جمعه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا د مرستو د څار ځانګړې اداره (سیګار) په خپل یو وروستي راپور کې ویلي چې خپل هیواد ته د افغان کډوالو د انتقال په پروژه کې تر یوه ملیارد ډالر زیاتې پیسې د اداري فساد له کبله ورکي شوي دي. په راپور کې راغلي چې په دولتي ادارو کې د فساد ...

نور ولوله »

احمد رشید: د غني حکومت له کړکېچونو سره مخ دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): احمد رشید په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني دحکومت د وروستیو ناکامیو په اړه په بي بي سي انګلیسي کې یوه مقاله لیکلې ده. احمد رشید لیکي: «طالبانو د د سټراتيژيکې ولسوالۍ، موسی کلا په ګډون د هلمند ډېرې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي. د هېواد په شمال او لوېدیځ کې ...

نور ولوله »

طالبانو د خپل نوي مشر ژوندلیک خپور کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۹مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې طالبانو د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد مړينه تاييد کړه، سمدستې يې د خپل نوي مشر د ټاکل کېدو اعلان وکړ. که څه هم ځینو دولتي سرچينو د طالبانو د نوي مشر د ټاکل کېدو په سر د هغوی تر منځ د ژور درز خبر ورکړ، خو ...

نور ولوله »

امریکايي پوځیانو یو ځل بیا جګړې ته مخه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر، محمد اشرف غني د حکومت پر دویمه ورځ له امریکا سره هغه تړون لاسلیک کړ چې په پایله کې به یې شاوخوا لس زره امریکايي پوځیان د هېواد په نهو ستراتيژيکو سیمو کې د لسو راتلونکو کلونو لپاره پاتې کېږي؛ خو د یاد تړون پر بنسټ به دغه امریکايي ...

نور ولوله »

طالبانو د سترو عملیاتو لپاره «کمانډويي ځواک» جوړ کړی

طالبان

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۵مه ۱۳۹۴): وسله والو طالبانو د سترو او حمایوي عملیاتو لپاره منتظره قطعه جوړه کړې چې مرکز یې په غزني او زابل ولایتونو کې دی. کابل نیوز د ځینو سرچینو له قوله په یوه راپور کې ویلي چې د وسله والو طالبانو دغه کمانډويي ځواک په پرمختللیو وسلو او وسایطو سمبال دی او دوی ډیر ...

نور ولوله »

ميليونونه روږدو ته، لسګونه روغتيايي مرکزونه ـ ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۴مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو د دولت له منځه تلو سره په هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېره ورو – ورو مخ پر زياتېدو او ان تر میلیونونو ورسېده. نږدې دوه کاله وړاندې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو په هېواد کې د روږدو کسانو اټکلې شمېره دوه نیم میلیونه ښوودلی وه. د ...

نور ولوله »

د «کابل ټکسي» طنز د ملي امنیت سلاکار غوسه وپاروله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۳مه، ۱۳۹۴ل): داسې ښکاري چې د فېسبوک خواله رسنۍ کاروونکو کار په افغانستان کې هم جدي شوی دی. په دې وروستیو کې د «کابل ټکسي» په نامه یوې فېسبوک پاڼې یوه طنز په ارګ کې د ملي امنیت شورا مشر، حنیف اتمر دې ته اړووېست چې د ملي امنیت لوی ریاست ته یو «نهایت ...

نور ولوله »

«د امریکا په مرستو ولاړې رسنۍ له ګواښ سره مخ دي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۲مه، ۱۳۹۴ل): واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مفصل راپور کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره د هغو رسنیو برخلیک څېړلی چې د امریکا په مالي ملاتړ رامنځ ته شوې دي. د ورځپاڼې په باور، دغه امریکايي رسنۍ د امریکایانو له وتلو سره له حیاتي ګواښ سره مخ دي. ورځپاڼه وايي، دغه رسنۍ ...

نور ولوله »

دوستم په فارياب کې څه کوي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د روان کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه په ارګ کې د جمهوري رياست مرستیال او پخواني ټوپکوال جنرال دوستم د بلخ له زورواکي والي عطامحمد نور سره د ګډې ملېشې د رامنځته کولو ژمنه وکړه او نږدې میاشت وروسته يې د همدې ملېشې پر مټ عمليات پیل کړل. دوستم د چنګاښ د ...

نور ولوله »

کابل ښاريان: له ښاره تر کوره د روغ وجود تمه نه لرو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، زمري ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د تېرې پنجشنبې شپه تر نیمايي اوښتې وه، یوه بجه او اتلس دقیقې زورورې چاودنې ټول ښار ولړزاوه، دا د اتمې حوزې اړوند د شاه شهید سیمه وه، چې نیمه شپه کې يې لسګونه کورونه او دوکانونه له خاورو سره برابر کړل. د دې چاودنې غږ تر لرې پرتو سیمو رسېدلی و، ...

نور ولوله »