ځانګړي راپورونه

ګارډين: د افغانستان «خيالي ځواکونه» لېستونه شته، خو د جګړې ډګر کې نه ښکاری

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غويي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): غربي رسنۍ د افغان امنيتي ځواکونو د وړتيا او کره شمېر په اړه وخت پر وخت څرګندونې کوي او تر ډېره د غربي هېوادونو نهيلي ښيي، چې د ميلياردونو ډالرو د لګولو سربېره په کې بې سوادي، کمزوري، د نشه‌يي توکو روږدي، کمزورې قومانده، له جګړې تېښته او تر ټولو مهم يې ...

نور ولوله »

«امريکا په افغانستان کې له ۱۱۳ميليارده زيات ډالر په اوبو لاهو کړي» ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): امريکا کې د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ په دې وروستيو کې د خپلې بهرنۍ پاليسي د بيانولو پر مهال پر ولسمشر بارک اوباما نيوکې کوي، چې افغان جګړه کې پاتې راغلی، په همدې وخت کې د امريکايي کانګريس دفاعي کمېټې د افغانستان په اړه په خپل تازه ...

نور ولوله »

حکومت د طالب په نامه شپونکی اعدام کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): وړمه ورځ د کابل په پلچرخي زندان کې شپږ تنه بندیان په دې تور اعدام شول چې د طالبانو جنګیالي دي او په «ترهګریزو» عملیاتو کې لاس لري. په اعدام شوو زندانیانو کې یو تن «عثمان» نومېده چې امریکايي ځواکونو په پکتیکا ولایت کې په داسې حال کې نیولی وه چې د ...

نور ولوله »

واشنګټن او «د حلب ټولوژنه» کمزوري او که سترګې پټول – ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): په داسې وخت کې، چې د سوريې او روسيې جنګي الوتکې پرله پسې لسمه ورځ ده، چې د سوريې په شمال کې پر حلب تاريخي ښار ړندې بمبارۍ کوي، مګر امريکا او نړيوالې ټولنې تر اوسه داسې کوم ګام نه دی اخيستی، چې د اور دغه لمبې مړې کړي. د امريکا پرمختيايي څېړنيز ...

نور ولوله »

حلب کې ۴۰ پرله پسې بمباريو ګڼ ولسي خلک وژلي او روغتون يې نړولی

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): له تېرې ورځې راهيسې د سوريې په شمال حلب کې د بشارالاسد او روسي الوتکو په بمباريو کې ګڼ کلي ويجاړ شوي او لسګونو ولسي خلکو ته په مرګ ژوبله اوښتې ده. عربي رسنۍ وايي، چې حلب کې بشري وضعيت نور هم په خرابېدو دی. حلب کې د الجزيرې تلويزون خبريال عمرو حلبي ...

نور ولوله »

د کمونستي کودتا ۳۸ کاله پوره شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل): د غويي ۷مه د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ ګڼل کیږي او هم دغه ورځ د افغانستان د بربادۍ پیلامه ګڼل کیږي. په ۱۳۵۷ل کال د غويي په ۷مه کمونستي جنرالانو کودتا وکړله او ولسمشر یې و وژلو. سردار محمد داوود د حکومت په لومړني پړاو کې ټوله تکیه په کمونستانو ...

نور ولوله »

امریکا دوستم ته ويزه نه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم چې په دې وروستیو کې غوښتل امریکا ته ولاړ شي، امريکا د ويزې له ورکولو انکار کړی. د نیویارک ټایمز ورځپانې په وینا د داسې یو هیواد چې ټول اقتصادي او نظامي تکیه یې پر امریکا ده، دوهم کس یې (جنرال دوستم) غوښتل چې ...

نور ولوله »

د اقلیمي بدلون موافقه ۱۷۵ هېوادونو لاسلیک کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۵مه ۱۳۹۵ل): د اقلیمي بدلون او په نړۍ کې د تودوښې درجې لوړیدلو خلاف د پاریس موافقې باندې ۱۷۵ هېوادونو لاسلیک وکړ. ایسوشیټډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان په شمول د نړۍ ولسمشرانو په وروستي ځل د اپریل په ۲۲مه په نیویارک کې ناسته وکړله او دې هوکړې ته ورسېدل چې ...

نور ولوله »

«ګټلې جګړه مو څنګه وبايلله»

امريکايي ژورنالېستې او ليکوالې کرسټينا ليمب «ډيلي بيسټ» امريکايي ورځپاڼې ته د افغانستان نا امنيو او د طالبانو د پسرلني عملياتو په اړه ليکلي، چې وسله والو مخالفينو خپل نوي پسرلني عمليات په خونړيو جګړو او بريدونو پيل کړل، چې يوازې په پلازمېنه کابل کې يې د حکومت تر ټولو خوندي سيمه کې داسې بريد وکړ، چې له امله يې ...

نور ولوله »

امريکا کې د سپين پوستانو د ځانوژنې پېښې ډېرې شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۵ل): د ځانوژنې په اړه تازه ترسره شوې سروې وايي، چې د تېرو درې لسيزو راهيسې امريکا کې اوسمهال د ځانوژنې پېښې د پخوا په پرتله په بې ساري توګه زياتې شوي دي. په ټولو متحده ايالتونو کې د منځني عمر لرونکي کسان، چې ډېری يې سپين پوستان دي، ډېره ځان وژنه کوي. له ...

نور ولوله »