ځانګړي راپورونه

په اوروپا کې بریدونه: له کال ۲۰۰۴ څخه بیا تر اوسه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۵مه، ۱۳۹۵ل): د بلجیم هیواد په پلازمینه بروکسل کې پر لپسې شپږو چاودنو او هلته د وژنو او ټپيانو لوړ شمېر یو ځل بیا اوروپا کي د بریدونو او چاودنو یادونه را تازه کړه: له تېرو ۱۲ کلونو راهیسي په اوروپا کې هم ډیر انسانان د چاودنو او وسلوال بریدونو له امله وژل شوي چې ...

نور ولوله »

الجزیره: حکمتیار د طالبانو خلاف له هیڅ لارې دریغ نه دی کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): الجزیره عربي وېبپاڼې د حزب اسلامي افغانستان (حکمتیار) ګوند د وروستیو سیاسي هڅو، مذاکراتو او د طالبانو خلاف سیاسي، نظامي او فرهنګي هڅو په اړه تفصیلي راپور خپور کړی دی. یادې وېبپاڼې د راپور سره سم تر هغه وروسته چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې په افغانستان کې د طالبانو ...

نور ولوله »

جنرال کمپل: په افغانستان کې باید یو ځل بیا جګړې او بمبارۍ پیل شی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو پخواني قوماندان جنرال جان ايف کمپل واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې سره په خپله تازه مرکه کې ويلي، چې امريکايي ځواکونه هغه مهال پر طالبانو بريدونه او بمبارۍ کوي، چې بهرنيو ځواکونو يا افغان حکومت ته يې جدي ګواښ متوجه وي او دی ټينګار کوي، ...

نور ولوله »

روسي پوځيان ولې له سوريې ووتل؟ ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): د روسيې ولسمشر ويلاديميرپوتين ولې خپل پوځيان له سوريې وويستل، ايا د پوځيانو ويستلو پرېکړه د سوريې کړکېچ په اړه د جينوا راتلونکې غونډې سره څه اړيکه لري که نه، ځينې راپورونه وايي، چې د سوريې په اړه ستر قوتونه يوې پرېکړه ته رسېدلي دي. د الجزيرې تلويزون د سياسي پروګرام ...

نور ولوله »

د بهرامچې څخه پاکستاني پوځیان په زور ویستل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): په دې وروستیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې ترې څرګندیدله، پاکستاني ځواکونو د هلمند د دیشو ولسوالۍ د بهرامچې ځينې سیمې نیولي، بیرغ یې پورته کړی او پوځي مرکزونه یې په کې جوړ کړي دي. نن ټکی اسیا د دغه خبر په اړه د سیمې له اوسیدونکو او یو شمېر سرچېنو سره ...

نور ولوله »

اوباما عبدالله ته: په اشرف غني کار مه لره

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۹مه، ۱۳۹۴ ل): تیره جمعه د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله سره په ویډیويي کانفرانس کې خبري کړې، او دواړو مشرانو سره یې د افغانستان په اړه خبري اتري کړي. د پژواک خبري اژانس په وینا یوې سرچیني ورته ویلي چې په دغه کانفرانس کې باراک اوباما ...

نور ولوله »

له کندهاره خپرې شوې ويډيو، د امنیتي ځواکونو پر ضد توند غبرګونونه راپارولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د کندهار له پنجوايي نه د پولیسو هغه ويډيو خپره شوه، چې پر نیول شوي کس خولې لګوي او په رینجر موتر پسې يې کشوي، په خواله رسنیو کې د دې ويډيو له امله د امنیتي ځواکونو پر ضد توند غبرګونونه راپاريدلي دي. په ويډيو کې یو ځوان ښوودل ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله: دولتي ادارو او پوهنتونونو کې د ښځو جنسي ځورونه عادي شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې په دولتي ادارو او پوهنتونونو کې د ښځو جنسي ځورونه اوس یوه عادي چار ښکاري. نوموړي چې د اسلام له نظره د ښځو د حقونو د سیمینار په پای کې يې خبرې کولې وويل چې دولتي ادارې، دولتي پوهنتونونه د مېرمنو او نجونو د جنسي ...

نور ولوله »

افغانستان ته د نوي جنرال راتلل او د امريکا نوی جګړه‌ييز فکر- ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل): افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو مشر قوماندان جنرال جان ايف کمبل افغانستان کې له اتلسو مياشتو پوځي ماموريت وروسته د امريکا پوځ کې له ۳۷ کلن خدمت وروسته تقاعد کيږي او تېره چهارشنبه يې افغانستان په داسې حال کې پرېښود، چې د افغانستان امنيتي چارې تر ډېره د افغان ځواکونو ...

نور ولوله »

«امريکا افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې جګړه کې پاتې راغلې»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل): افغانستان کې د امريکا د شتون پر مهال د نشه‌يي توکو کرکيله په بې ساری توګه زياته شوې او د امريکا بهرنيو چارو وزارت منلې، چې هېواد کې د نشه‌يي توکو ضد جګړه کې پاتې راغلي دي. د نشه‌يي توکو د مخنيوي نړيوالې ادارې په خپل راپور کې د امريکا بهرنيو چارو ...

نور ولوله »