ځانګړي راپورونه

زابل: بې لاسو پولیس له ژونده کړېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): 25 کلن محمد حنیف د زابل اوسېدونکی دی، په ملي پولیسو کې يې دنده درلوده، چې د یو ماين ښکار شو. حنیف وايي چې د ماین په چاودنه کې يې غبرګ لاسونه پرې شول، چې بې لاسو ژوند ورته ډېر سخت دی. په کورني ژوند کې د محمد حنیف پالنه د هغه ورور ...

نور ولوله »

ايا د مصر او ترکيې اړيکې په رغېدو دي؟

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۸ مه، ۱۳۹۴ل): مصر کې د دفاع وزير جنرال عبدالفتاح السيسي له لوري پر ولسي ټاکل شوي حکومت له پوځي کودتا وروسته ترکيه او قطر يوازيني هېوادونه وو، چې د ولسمشر مرسي د ولسي حکومت د نسکورېدو څرګند مخالفت يې وکړ او د سيسي کودتا يې د ولسواکۍ پر ضد «وحشي» ګام وباله، په ځواب ...

نور ولوله »

نن ټکی اسیا مو دوه سوه زره وارې مننه کوي!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۷ مه، ۱۳۹۴ل): د نن ټکي اسیا ازادې، خپلواکې، خبري-تحلیلي او ټولنیزې وېب پاڼې د فېسبوک صفحې خوښوونکي نن له دوه سوه زرو واوښتل. د نن ټکي اسیا ټول همکاران، خبریالان او لیکوالان ستاسو له هرې خوښونې دوه سوه زره وارې مننه کوي، ستاسو مینه، داد او ډاډ دي چې مونږ دا ستونزمن او کړاوجن یون ...

نور ولوله »

په بادام باغ زندان کې د ماشومانو ذهنونه څنګه مينځل کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د کابل ښار شمال لوري ته چې د شمالي ولایتونو موټرې له همدې ځایه حرکت کوی په يوه څلور دېوالي کې له لرې دوه ودانۍ ښکاري. دا زندان دی، چې پکې مېرمنې، نجونې او تر اتلس کلنۍ ښکته ماشومان ساتل کېږي، پر دروازه يې لیکلي، چې دلته ماشومان او مېرمنې روزل کېږي. د ...

نور ولوله »

طالبان بيا څنګه راپورته شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د بي بي سي خبريال داود اعظمي بي بي سي انګريزي ته د طالبانو په اړه يو څېړنيز راپور ليکلی دی، په ځينو ټکو کې د اختلاف سربېره نن ټکی اسيا وپتيله، چې خپلو لوستونکو ته يې پښتو کړي. د امريکا په مشرۍ ناټو او افغان حکومت له تېرو څوارلسو کالو د طالبانو ...

نور ولوله »

هند او مزار کې پر پوځي او ډيپلوماتيکو تاسيساتو بريدونه د سولې پر وړاندې د خنډ پيدا کولو هڅه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د روانې اوونۍ په پيل کې د شپې درې بجې پاکستان او هندي کشمير پولې ته نږدې پټانکوټ پوځي او ستراتيژيکه سيمه کې د هوايي ځواک پر اډه ډله ييز بريد وشو او د هندي رسنيو په وينا نن تر درېيمې ورځې هم د پوځي اډې شاوخوا خال خال ډزې کيږي. تېر ...

نور ولوله »

افغانستان: د لیبرالیزم او اسلامپالنې ټکر

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): له څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو کې د افغان لیکوالو ترمنځ د پخواني پاچا، امان الله خان د شخصیت په اړه تاوده بحثونه روان دي. امان الله خان چې څه کم سل کاله پخوا یې پر افغانستان واکمني کړې، نن یې هم پر پېر او سټه تاوده بحثونه کېږي. دا بحثونه هغه ...

نور ولوله »

د سنګين د خونړۍ پېښې کال پوره شو؛ خو عاملين يې لا هم نه دي محاکمه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د ۲۰۱۴ کال وروستۍ شپه وه، د هلمند سنګين په جګړه ځپلې ولسوالۍ کې نن څاروان کلا په باينزو کلي کې د محمد اکا په کور کې د خوښۍ رڼاګانې خپرې وې، دلته د واده مراسم و، مخامخ د ملي اردو دوه پوستې د عمر او فتح محمد په نوم پرتې دي، دوی ...

نور ولوله »

رابرټ فيسک: له افغانستانه راتلونکي خبرونه «ډېر خواشينوونکي» دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۴ل): له لندنه خپرېدونکې انډيپينډينټ ورځپاڼې ليکوال وتلي برتانوي ژورنالېست رابرټ فیسک د افغانستان په اړه په خپل تازه تحليلي راپور کې د افغانستان حالات د اندېښنې وړ بللي او زياتوي، چې له افغانستانه ترلاسه کېدونکي خبرونه ډېر خواشينوونکي دي، هېڅوک دا فکر نه کوي، چې دلته د امريکا په هڅو او ملاتړ ...

نور ولوله »

هلمند؛ سنګين:د پوځي چارواکو ضد و نقیض څرګندونې او جګړه کې ښکېل عسکر ـ ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومى ۳مه، ۱۳۹۴ل): تر توندې جګړې وړاندې: د هلمند ځايي چارواکو پر ضد و نقیض څرګندونو پيل وکړ، ځينو يې د هلمند ستراتيژيکې ولسوالۍ سنګين پر ګډون ټول هلمند «د ګړنګ پر غاړه» ګاڼه او خو نورو يې بیا وضعیت نورمال معرفي کاوه. د تېرې میاشتې «لېندۍ» پر ۲۸ مه د هلمند مرستیال والي د خپل ...

نور ولوله »