خبرونه

رولاغني د سیګار راپور ته غبرګون وښود

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۲۵وږی ۱۳۹۷ل): امریکایی الاصله افغانۍ رولا غني چې د ګډ حکومت د مشر، محمداشرف غني میرمن ده؛ د سیګار د راپور له مخي د پروموټ په نوم پروژه کې په پراخ مالي اختلاس او درغلۍ تورنه شوي. خو نوموړې که څه هم د سیګار د راپور جزیات مني، ولي پر دې د اختلاس لګیدلي تورونه یې ناسم ...

نور ولوله »

حنيف اتمر د ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپل ټيم جوړ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د ملي امنيت پخواني سلاکار حنيف اتمر د ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپل ټاکنیز ټيم ‏جوړ کړی او خپل درې مرستيالان يې ټاکلي دي.‏ حنيف اتمر ته نږدې سرچينو ويلي، چې نوموړی د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کاندید دی، لومړی مرستيال يې د ولسي جرګې پخوانی رييس ‏او د پخوانۍ شمالي ټلوالې مشر ...

نور ولوله »

د ننګرهار پوهنتون ۴۸ استادانو ماستري او دوکتورا ترلاسه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار پوهنتون ۴۸ تنه استادانو د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې په بيلابيلو برخو کې زده کړې ترلاسه او بيرته خپل هيواد ته راستانه شول. ددغو استادانو د هرکلي او قدردانۍ په موخه جوړه شوې غونډې ته د ننګرهار پوهنتون رئيس ببرک مياخېل وويل چې د یو شمير سيمه ييزو او بهرنيو هيوادونو ...

نور ولوله »

د زابل د شملزو ولسوال په کندهار کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د زابل ولايت د شملزو ولسوالۍ ولسوال د کندهار ښار په عينو مېنه ښارګوټي کې ووژل شو. د کندهار ولايت د رسنيو سرپرست مسؤول عزيز احمد عزيزي رسنيو په لېږل شوې خبرپاڼه کې د شملزو پر ولسوال بريد تاييد کړی دی. د عزيزي په وينا عينو مېنه کې نامعلومو وسله والو بريدګرو د شملزو ...

نور ولوله »

واحد فقیري: اشغالګرو هیواد له بحرانونو سره مخ کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): امریکا مېشتی افغان سیاسي شنونکی واحد فقیري وايي اشغالګرو افغانستان له بحرانونو سره مخ کړی دی. هغه وايي افغانستان د امریکا له خوا اشغال دی، د دې اشغال پر وړاندې پر مبارزه بوخت دی او نور هم هڅوي. هغه له افغان وطن، ویبپاڼې سره په مرکه کې ویلي، افغانانو ته سپارښتنه کوي، چې د ...

نور ولوله »

حزب اسلامي د «داعش» په نوم ځانګړې ډلګۍ لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډله، د هېواد په ختیځ کې داعشي وسله‌وال روزي. نن ټکی اسیا ته کره سرچینې وویل، کونړ کې د حزب اسلامي وسله‌وال قومندان امان الله خان د داعشیانو د روزنې پر سر ناندرۍ هم کړې دي. د سرچینې په وینا نوموړی قومندان څو ورځې وړاندې کابل کې ...

نور ولوله »

د ټرمپ کمپایني مشر په مشروط ډول، د درغلۍ اعتراف کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاين مشر پاول منافورټ منلي، چې د امریکا ضد دسیسه کې يې لاس لرلی، قضايي چارو کې يې لاسوهنه کړې او ټاکنو کې يې درغلي کړې. د واشنګټن د یوې محکمې څارنوال اندریو ویسمن ویلي، منافورت دوه شرطونه ايښي او د معاملې له مخې اعتراف ته قانع شوی دی. ...

نور ولوله »

سیاسي ګوندونو دریو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د سیاسي ګوندونو د «لوی ملي ائتلاف» په نوم حرکت په دریو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه تړلي. طلوع نیوز د دې سرچینې په حواله وايي، چې دوی په هرات، کندهار او بلخ کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه تړلي. دوی په نورو ولایتونو کې د ورته اقداماتو ګواښ کړی او ټينګار کوي چې ...

نور ولوله »

امریکا کې توپانونو پنځه کسان وژلي او لکونو يې بې کوره کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا په ورجينيا او کيرولينا ايالتونو کې سمندري توپانونو او بارانونو پنځه کسان وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي، لکونو کورونه له برېښنا محروم شوي او شاوخوا اوولس لکه نور خلک خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي. امريکايي رسنۍ وايي، د توپان له امله په ساعت کې ۱۱۰ کيلومټره هوا چليږي، ...

نور ولوله »

پروان کې چاودنې د ملي امنيت ۹ مسوولينو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د پروان ولايت په خلازيو سيمه کې يوې چاودنې د ملي امنيت څلور کارکوونکي وژلي او د يوه ملکي کس په ګډون يې پنځه نور ټپيان کړي دي. د پروان ولايت وياندې وحيده شهکار رسنيو ته ويلي، چې د ملي امنيت عسکرو غوښتل، په سيمه کې ځای پر ځای شوی ماین خنثا کړي او ...

نور ولوله »