fbpx

خبرونه

سوداګرۍ خونه: پر ایران د امریکا اقتصادي بندیزونه افغانستان هم متاثره کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم ۱۳۹۷): د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د امریکا له لوري پر ایران د دویم پړاو تازه اقتصادي بندیزونه به د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري هم په جدي ډول اغېزمنه کړې. د یادې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، له بهرنیو هېوادونو د ایران د عباس بندر، چاه بهار بندر او د ...

نور ولوله »

ایران : د امریکا بندیزونو ته نه تسلیمېږو

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۷): د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي د امریکا بندیزونه ته نه تسلمېږي او نه هم بهر ته د تېلو د لېږد بهیر دروي. حسن روحاني دا خبرې نن ماسپښین ملت ته دیوې ټلویزوني وینا په لړ کې وکړې، نوموړي وویل: « ایران د اقتصادي ترهګرۍ ښکار شوی ، او ورباندې ...

نور ولوله »

د اټومي تړون له لغوه کولو وروسته امریکا پر ایران نوي بنديزونه لګولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۵ لړم ،۱۳۹۷ ل): په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او شپږو سترو هېوادونو ترمنځ له اټومي تړون وروسته پر ایران لګېدلي اقتصادي بنديزونه پورته شوي وو، خو څو مياشتې وړاندې، چې امریکا له دغه تړونه ووته، ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا پر ایران بنديزونه ولګول. د ټرمپ ادارې وايي، چې  ایران پر نورو هېوادونو ...

نور ولوله »

د فارياب والي: اويا سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): د فارياب والي وايي چې ددې ولايت اويا سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده او د ميمنې ښار د محاصرې کړۍ ورځ تر بلې راتنګيږي. د فارياب والي نقيب الله فايق وايي چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د ولسي پاڅونوالو او نامسئولو وسله والو ډلو زياتوالی په دې ...

نور ولوله »

وکيلان: د ولسي جرګې چوکۍ په ۴۰۰ زره ډالرو پلورل کيږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې يو شمير وکيلان وايي چې هغه نوماندان چې ولسي جرګې ته د ټاکنو په واسطه بريالي نه شي، چوکۍ په پيسو اخلي او ولسي جرګې ته لاره پيدا کوي. دغو وکيلانو ويلي دي چې د ولسی جرګې چوکۍ له ۵۰ زره څخه تر ۴۰۰ زرو امريکايي ډالرو پورې پيرل کيږي. په ...

نور ولوله »

پنجشير ايمرجنسي روغتون: دوه ورځو کې ۱۲ ماشومان مړه شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): د پنجشير ولايت په ايمرجنسي روغتون کې په دوو ورځو کې په بې سارې توګه لږ تر لږ دولس ماشومان مړه شوي دي او د مړينې لامل يې نه دی معلوم شوی. د پنجشير د والي وياند محمد منصور عنابي وايي چې د شنبې ورځې له سهاره د يکشنبې تر ماسپښين پورې دا شمير ماشومان ...

نور ولوله »

طالبان: د چورلکې د مړو په جسدونو پیسې نه دي اخيستل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): تيره ورځ په رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د فراه د چورلکې په پيښه کې د وژل شويو کسانو د جسدونو د سپارلو په بدل کې طالبانو پیسې اخيستې دي، خو طالبانو دا ادعا رد او له حقيقته لرې بللې ده. تيره اوونۍ د فراه ولايت په انار درې ولسوالۍ کې د ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله: په اورلګېدنه کې له زیانمن شویو سوداګرو سره مرسته کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي کابل ښار کې د تېرې جمعې په اور لګېدنه کې به له زیانمن شویو کسانو سره مرسته وکړي. هغه نن د وزیرانو شورا تر غونډې وړاندې رسنیو ته وویل، د دقیقو زیانونو د معلومولو لپاره يې پلاوی ټاکلی او له هغه وروسته به اقدام کوي. تېره جمعه د کابل ...

نور ولوله »

سیاسي ګوندونه له بایومټریک پرته رایې نه مني

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و، هغه رایې چې د رایه ورکوونکو له نوملړ سره برابرې وي، که بایومټریک هم نه وي، دوی به يې د باور وړ وبولي. تازه د سیاسي ګوندونو له ډلې جمعیت اسلامي ويلي، دوی ته دا رايې د باور وړنه دي او باید بایومټریک شوې رايې ...

نور ولوله »

روزګان؛ اشرف غني جګړه «قومي» بولي، عبدالله يې ردوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د طالب سرتېرو او د حکیم شجاعي د جګړه مارو تر منځ نښتې شپږمې ورځې ته اوږدې شوې. تېره ورځ محمد اشرف غني په همدې اړه یو پلاوي ته حکم کړی چې سیمې ته لاړ شي او د «قومونو تر منځ شخړه» هواره کړي. هغه د شخړو ...

نور ولوله »