خبرونه

سي ان ان: ټرمپ غواړي مايک پومپيو د بهرنيو چارو وزير سربېره د ملي امنيت سلاکار هم وټاکي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا «سي ان ان» تلويزوني شبکه وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د جان بولټن پر ځای د ملي امنيت سلاکار هم وټاکي. جان بولټن د تېر ۲۰۱۸ کال په مارچ مياشت کې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار ټاکل شوی و، خو نوموړی له هېواده ...

نور ولوله »

عمران خان: افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ مسؤوليت د پاکستان پر غاړه نه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ پړه پر پاکستان اچول غیر مناسب کار دی او که پاکستان د امریکا په ملاتړ جګړه کې ګډون نه وای کړی، اوس د نړۍ خطرناکو هېوادونو کې نه شمېرل کېده. عمران خان د روسيې يوه تلويزون سره په ځانګړې ...

نور ولوله »

کابل: طالبانو د کمانډويانو په قرار ګاه موټر بم بريد کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): څو شیبې وړاندې طالبانو کابل کې د کمانډو عسکرو په قرارګاه موټر بم برید کړی دی او کمانډويانو ته يې مرګ ژوبله ړولې ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د کابل په ريشخور سيمه کې يې د کمانډو عسکرو په قرارګاه موټر بم بريد کړی او په قرار ګاه کې ...

نور ولوله »

کابلوف: بولټن له طالبانو سره د توافق مخالف وو، استعفاء یې مثبت اغېز درلودلای شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د روسيې هیواد د ولسمشر ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» وايي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار له طالبانو سره د توافق په برخه کې د ټرمپ مخالفت کاوه، چې استعفاء یې د افغان سولې په برخه کې مثبت رول درلودلای شي. سپوټنیک خبري اژانس د کابلوف له خولې لیکي « ...

نور ولوله »

ایران: د سولې پروسه دې د افغان حکومت په رهبرۍ مخته یووړل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی « مجید تخت روانچي» وایي، د افغانستان د سولې پروسه دې د افغانستان د خلګو په خوښه او د کابل حکومت په مرکزي رول مخته یووړل شي. روانچي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې ته یې خبرې کولې، وویل « زه په ټولو نړیوالو ...

نور ولوله »

ناټو: د نړیوال تروریزم د مخنیوي په هدف د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د ناټو سازمان وایي، په دې موخه چې د نړیوال تروریزم مخه نیول شوي وي او افغانستان یوه ثبات ته رسېدلی وي؛ د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي. دغه څرګندونې د ناټو عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» د سپتمبر د یوولسمې په مناسبت رابلل شوې غونډې ته وکړې، نوموړي وویل « د تروریزم ...

نور ولوله »

د ستمبر له ۱۱مې پېښې ژغورل شوو کې څوارلس زره کسان په سرطان اخته شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د ۲۰۰۱ سپتمبر د يوولسمې خونړۍ پېښې په اړه په امریکا کې ګڼ شمېر څېړنيزو ادارو په خپلو تحققاتو کې ويلي، د يادې پېښې د مرستندويه ډلو او ژغورل شوو څخه يې څوارلس زره کسان په سرطان ناورغۍ اخته شوي دي. اتلس کاله مخکې په نيويارک کې د دوو سوداګريزو برجونو د نړيدو ...

نور ولوله »

طالبان: د بهرنیانو د یوې اډې د منلو په صورت کې بشپړ واک راسپارل کېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، تحریک یې د دیني ارشاداتو او ملي اهدافو په بنسټ مخ په وړاندې روان دی او کله به هم د افغانستان په خاوره «یرغلګر» قوتونه ونه مني. دغه څرګندونې د «ورځې خبره» تر سرلیک لاندې د طالبانو له رسمي ادرس څخه خپرې شوې، چې په یوه برخه کې یې راغلي « ...

نور ولوله »

ټرمپ: طالبان به تر بل هر وخت سخت وځپو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او امریکا مذاکرات لغوه اعلان شول؛ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وايي، طالبان به تر بل هر وخت سخت وځپي او نظامي فشار به ورباندې راوړي. ټرمپ چې د سپټمپر د ۱۱ د پېښې په مناسبت یې یوې ناستې ...

نور ولوله »

فارین پالیسي: مونږ د افغانستان جګړه بایللې، دا باید ومنو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو اړونده رسنۍ «فارین پالیسي» د هارورډ پوهنتون د بهرنیو اړیکو د یوه پروفیسر «STEPHEN M. WALT» لیکنه خپره کړې چې په کښي نوموړي ویلي، مونږ په افغانستان کې جګړه بایللې ده نور باید په دې باندي اعتراف وکړو او دغه هیواد پریږدو. نوموړي ویلي چې دغه خبره ما ...

نور ولوله »