خبرونه

زلمی خلیلزاد له هندي چارواکو سره په افغان سوله غږېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د کشالې د سیاسي حل لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» له طالبانو سره د مذاکرتو په منځ کې له یوې ورځنۍ وقفې څخه په ګټه اخستلو هند ته تللی او هلته  له هندي چارواکو سره په افغان سوله غږېدلی. زلمي خلیلزاد په همدې تړاو په خپل ...

نور ولوله »

ولسمشریزې ټاکنې؛ کمیسیون د تېرو ټاکنو د رایه ورکوونکو نوم‌لړ کافي بولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو کمیسیون وايي، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به هم د ولسي جرګې د تېر کال ټاکنو د رایه ورکوونکو د نوم‌لړ پر اساس ترسره شي. د دې کمیسیون سرپرست ویاند ذبیح الله سادات وايي، ځینې ستونزې چې موجودې وې، هغه حل کوي او له تېرو ټاکنو پاتې کسان به هم د بایومیټریک په ...

نور ولوله »

مېلر: پر «سوله» باور لرو؛ خو «جګړه» به هم دوام لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان وايي، سره له دې چې جګړې ته هم دوام ورکوي، تر څنګ يې په سوله هم باور لري. هغه وايي، دوی هڅه کوي چې په ټولو برخو کې پوره کوښښ وکړي او خپلو دې هڅو ته ژمن دی. مېلر دا څرګندونې فاریاب کې یوې پوځي غونډې ته وکړې، ...

نور ولوله »

دوستم: پوځي چارواکي عسکرو ته د «مرغۍ» ارزښت هم نه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د حکومت لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، لوړ پوړي پوځي چارواکي تر لاس لاندې عسکرو ته د مرغۍ ارزښت هم نه ورکوي. هغه د جوزجان له قومي مشرانو سره لیدنه کې زیاته کړې د امنیتي ځواکونو سره بې عدالتي ورته د منلو نه ده. دوستم په ځانګړي ډول د ۲۰۹شاهین قول اردو ...

نور ولوله »

کونړ؛ سرحدي عسکر له لوږې «واښه خوري»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): کونړ کې سرحدي عسکر وايي، له پنځو میاشتو ډېر وخت کېږي چې معاشونه يې درک نه لري، خو وسله په اوږه او مرکزونو کې لوږې تندې ته پراته دي. امریکا غږ د کونړ د ناوه پاس او غاښي کنډو سیمو د سرحدي عسکرو له خولې لیکي، چې له لوږې د غره واښه خوري. ...

نور ولوله »

علي وزير: زموږ غورځنګ د تېريو او ظلمونو خلاف راپورته شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د شمالي وزير پوليسو د پښتنو ژغورنې غورځنګ رهبري مشر او د ملي پارلمان پر غړي علي وزير تور لګولی، چې خلک د حکومت پر ضد بغاوت ته رابولي او د هغه پر ضد يې د هېواد ملي امنيت ته د زيان رسولو دوسيه رسمي کړې ده. خو علي وزير دغه تورونه رد ...

نور ولوله »

اجراییه ریاست: د طالبانو او امریکا د خبرو پایلو ته مو سترګې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): اجراییه ریاست وايي، د طالبانو او امریکا د روانو خبرو اترو پایلو ته يې سترګې نیولې، که خلیلزاد وکولی شي، حکومت هم له طالبانو سره مخامخ کېنوي. د دې ریاست ویاند امید میثم وايي، خلیلزاد پر دې ټینګار کوي چې طالبان له حکومت سره خبرو ته قانع کړي او دوی هم ورته هیله ...

نور ولوله »

تخار: د طالبانو بريد کې اته اربکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د تخار ولايت په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې اته تنه اربکيان د طالبانو په بريد کې وژل شوي دي. د تخار د والي وياند محمد جواد هجري رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تيره شپه ناوخته د درقد او خواجه بهاء الدين ولسواليو ترمنځ د چرسيانو په نامه د اربکيانو په پوستې بريدونه ...

نور ولوله »

ناټو: افغانستان به بیا د جنګیالیو پر مرکز نه بدلېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ ويلي، دوی به بیا پرې نه ږدي، چې افغانستان د اسلامي جنګیالیو پر خوندي ځای بدل شي. هغه ترکیه کې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره خبرو کې د ناټو تر چتر لاندې د هغه هېواد ماموریت ستایلی او افغانستان کې يې د ګډ ...

نور ولوله »

کابل؛ د ولسي جرګې ټاکنو اړوند د شکایتونو څېړنه پای ته رسېدلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مسؤلین وايي، د کابل ولایت د ولسي جرګې د تېر کال ټاکنو اړوند شوي شکایتونه يې څېړلي او پرېکړه يې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارلې ده. د دې کمیسیون منشي او کمیشنر محمد قاسم الیاسي نن رسنیو ته وویل، خپله وروستۍ پرېکړه يې پرون «دوشنبه» د ټاکنو کمیسیون ...

نور ولوله »