fbpx

خبرونه

پر ایران د امریکا بندیزونو د چابهار اړوند اندېښنې را پورته کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): تېره شپه امریکا پر ایران دویمي بندیزونه ولګول، چې له دې سره د چابهار بندر اړوند هم اندېښنې را پورته شوې دي. امریکا په لومړنیو بندیزونو کې پر ایران د ډالرو، سرو زورو او قیمتي فلزاتو بندیزونه ولګول او دویمي بندیز کې يې پر نفتي صنعت، کښتۍ چلولو او بیمه خدماتو اړوند دي. په ...

نور ولوله »

د سولې عالي شورا مسکو ناسته کې ګډون ته تیاره ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): مسکو کې د افغان سولې اړوند هغه غونډه چې د طالبانو په ګډون به پکې د سیمې د ۱۲ هېوادونو استازي به پکې برخه واخلي، د روانې میلادي میاشتې په نهمه به مسکو کې وشي. د سولې عالي شورا وايي دې ناسته کې يې د ګډون لپاره پلاوی تیار کړی دی. د دې شورا ...

نور ولوله »

شيخ سفر الحوالي ژوندی دی‎ ‎‏او د مرګ خبر يې حقيقت نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۴ لړم ،۱۳۹۷ ل): د سعودي بنديانو په اړه د ټويټر يوه حساب «معتقلي الرأي» ليکلي، چې داسې معلومات يې ترلاسه کړي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې نيول شوی ديني عالم شيخ سفر الحوالي په زندان کې ژوندی دی او روغتيا يې هم د پخوا په پرتله ښه شوې ده. دغه ټويټر اکاونټ، چې عربي رسنۍ ...

نور ولوله »

غزني چارواکي: طالبانو د خوږياڼو ولسوالۍ نقلي مرکز هم سقوط کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): غزني کې ځايي چارواکي وايي طالبانو د خوږیاڼو ولسوالۍ ښار ته څېرمه را لېږدېدلی مرکز هم سقوط کړ. د غزني د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي تېره شپه طالبانو دا مرکز له منځه یووړ. هغه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې له تېرې ورځې راهیسې له سلام ...

نور ولوله »

سعودي شهزاده خالد بن طلال له نږدې يو کال بند وروسته خوشې شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۴ لړم ،۱۳۹۷ ل): د شاهي کورنۍ لوړپوړی غړی خالد بن طلال له نږې يوه کال بند وروسته خوشې شوی دی. شهزاده خالد د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز وراره او د مشهور سوداګر وليد بن طلال ورور دی او کورنۍ يې په ټويټر کې داسې انځورونه خپاره کړي، چې هغه له خپلې کورنۍ سره دی او ...

نور ولوله »

بحرین، شیعه عالم شیخ علي سلمان ته د ټول عمر بند سزا اورولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۴لړم ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف غړي هیواد بحرین، خپل یو سیاسي مخالف شیعه مشر شیخ علي سلمان په ټول عمري بند محکوم کړی. شیخ علي سلمان، بحرین کې د شیعه اپوزیسیون مشر دی، نوموړی له ۲۰۱۵ کال راهیسې په زندان کې دی. پر ده تور دی چې قطر هیواد ته یې جاسوسي کړي. ...

نور ولوله »

قرضاوي: غرب د ستر اسلامي امت د جوړیدو له ‌‌‌‌‌‌ویرې له ترکیې سره دښمني کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۱۳ لړم،۱۳۹۷ل): د مسلمانو علماوو دنړیوالې ټولنې رئیس شیخ یوسف القرضاوي وايي غرب ترکیې ته ځکه دسیسې جوړوي چې د یو ستر اسلامي امت دبیا اعادې ویره ترې لري. یوسف القرضاوي دا خبرې تېر ماښام د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې پنځمې غونډې ته په استنبول ښار کې وکړې، ده وویل: «غربیان ترکیې ته دسیسې جوړوي ځکه ...

نور ولوله »

غزني کي دولتي ځواکونه ځان پر ملکیانو ساتي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): له غزني ولایت څخه راپورنونه کاږي، د کابل- کندهار پر لویه لار، دولتي ځواکونه د دې ولایت په مربوطاتو کې مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر د دې لپاره په ساعتونو، ساعتونو دروي او یا هم دولتي ګاډي له ملکي موټرو سره ګډوي، چې دولتي ځواکونه د طالبانو له حملو خلاص شي او مرګ ...

نور ولوله »

روزګان: طالبانو دوه امنيتي قرارګاوې نيولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): د روزګان ولایتی شورا وايي چې ددې ولايت په دهراود ولسواليو کې دوه سترې امنيتي قرارګاوې د طالبانو لاس ته ورغلي دي. د روزګان د ولايتي شورا غړی عبدالکريم خادم زوی وايي چې طالبانو تيره شپه په دې قرار ګاوو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې ګڼ شمير عسکرو ته هم مرګ ...

نور ولوله »

تهران: ايرانيان د امريکا سفارت د نيولو کليزه لمانځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): زرګونه تنه ايرانیان د ايران پلازمينې تهران کې راټول شوي دي او په ۱۹۷۹ ميلادي کال ايران کې د امريکا سفارت د نیولو کليزه لمانځي. په سلګونو ايراني مظاهره کوونکو په ۱۹۷۹ميلادي کال د اکتوبر په څلورمه نېټه په تهران کې هغه مهال د امريکا په سفارت ورغلل چې امريکا ايران ته د شاه ...

نور ولوله »