خبرونه

په کاپیسا کې څلورو ملکیانو ته مرګ-ژوبله اوښتې

milli.urdu.-2jpg

نن ټکی آسیا : له کاپیسا ولایت څخه ترلاسه شوی خبر کاږي، چې په اله سای ولسوالۍ کې د وسلوالې نښتې پر مهال د یوې مېرمنې او یوه ماشوم په ګډون څلورو ولسي وګړو ته مرګ-ژوبله اوښتېد کاپیسا والي محراب الدین ساپي د ملکي وګړو مرګ-ژوبله ومنله ؛خو دا یې مشخه نه کړه چې ولسي وګړي د دوی د ځواکونو ...

نور ولوله »

بادغیس کې د زندان قومندان له ۹ بندیانو او ۸مېله وسلو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوی

Man.with.Weapon

نن ټکی آسیا: طالبان وايي نن د پنجشنبې په سهار د بادغیس ولایت د مرکزي زندان یو ټولۍ مشر له نهو زندانیانو سره یو ځای د سنګ آتش ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوی ملګرو ته ور اوښتی او ورسره یو ځای شوي دي. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپله ویب پاڼه کې خبر ورکړی چې د بادغیس ...

نور ولوله »

لوګر: برکي برک کې چاودنې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

logar

د لوګر ولایت مسؤولین وايي چې برکي برک ولسوالۍ کې په یو  موټر سايکل کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکیو له امله چاودنه شوې چې په نتيجه کې شپږ ملکي وګړي مړه او اتلس ټپيان دي.د برکي ولسوال انجینر رحیم امین وايي چې چاودنه نن څلور بجې شاو خوا  د برکي راجان په بازار کې رامنځته شوې ده. ...

نور ولوله »

د هرات ښاروالی ښځینه کارکونکې ووژل شوه

killing.place

نن د هرات ښاروالۍ د څلورمې ناحیې مدیره د ناپېژاندو وسله والو له لوری ووژل شوه. پنځه ویشت کلنه یلدا وزیری په داسې حال کې د دوو موټرسایکل سپرو له لوری په ډزو وویشتل شوه، چې په خپل موټر کې دندې ته روانه وه. دهرات چارواکی وایی تر دې دمه مو څوک پر دې تور نه دی نېولی.

نور ولوله »

مشرف نن د محکمې پر ځای روغتون ته لېږدول شوی

pervez musharraf

نن ټکی آسیا: د پاکستان مخکینی ولسمشر جنرال پرویز مشرف چې دا مهال په پلازمېنه اسلام اباد کې نظر بند دی، نن محکمې ته پر لاره و،چې د زړه د حملې او رواني ستونزو له کبله روغتون ته ولېږدول شو.د پاکستان سترې محکمې نن حکم کړی و، چې پرویز مشرف باید نن هرومرو محکمې ته حاضر شي او که حاضر ...

نور ولوله »

ملګرو ملتونو ۲۰۱۳ کال د عراقي ولس د مرګ-ژوبلې تر ټولو خونړی کال وباله

UN flag

نن ټکی آسیا: په عراق کې د ملګرو ملتونو ماموریت په ۲۰۱۳ میلادي کال د ملکيانو د مړینو شمېر ۷۸۱۸ تنه ښودلی، خو د عراق د مړینو د شمېرنې یوه غیر حکومتي ټولنه  چې مرکز یي په لندن کې دی، وایي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په دې هېواد کې څه کم لس زره کسان وژل شوي.

نور ولوله »

هلمند کې د سکرو د ګازو له امله د يوې مدرسې درې طالبان مړه شوي

lashkarga1

په هلمند کې د يوې مدرسې درې طالبان د سکرو د ګازو د بوی له امله مړه شوي دي. د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې نوموړو طالب علمانو په مدرسه کې د سخت ژمي له کبله بخارۍ لګولې وه چې د سکرو د بوی له امله درې ته مړه او يو یې مسموم شوی دی. ځواک د ...

نور ولوله »

زابل کې درې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

Afghan-policemen-

د زابل مرکز قلات کې د يوې چاودنې له امله يو پولیس مړ او دوه ټپيان شوي دي.د زابل امنيه قوندان ويلي چې پولیس په سیمه کې د ګزمې په حال کې وو چې چاودنه پرې وشوه. له چاودنې وروسته دواړه ټپيان د قلات روغتون ته وړل شوي دي. ویل کيږي چې د ټپيانو روغتیايي حالت د انديښنې وړ دی

نور ولوله »

کوټه کې د شعیه زیارت کوونکو پر بس د چاودنې له امله ۲ مړه او ۳۱ ټپيان شول

quetta blast1

نن ټکی اسیا: د کوټې په قمبراني روډ اختراباد سیمه کې د شعیه زیارت کوونکو پر بس چاودنه شوې چې له امله يې دوه تنه مړه او ۳۱ نور ټپيان دي. د پاکستاني رسنیو له قوله بس له ایرانه بیرته پاکستان ته را روان و، چې اختر اباد نومې سیمه کې د چاودنې ښکار شو. د عینې شاهدانو له قوله ...

نور ولوله »

چک جمهوریت کې د فلسطین سفیر د یوې چاودنې په ترڅ کې مړ شو

prague-

د چک جمهوریت په پلازمينه پراګ کې د فلسطین سفیر جمال الجمال په خپل کور کې د يوې چاودنې له امله مړ شو. د رسنیو له قوله چاودنه د سفیر په کور کې شوې چېرته چې ده سره خپله کورنۍ هم ژوند کاوه او په چاودنه کې د سفیر د کورنۍ نورو غړو ته څه زیان نه دی اوښتی. ويل ...

نور ولوله »