خبرونه

امریکا برطانیه اوفرانسه دلیبیا هیواد دویشلو هڅي کوي

نن ټکی اسیا: دلیبیا دبهرنیو چارو وزیر موسی کوسا ددوشنبي په ورځ رسنیو ته وویل چي امریکا برطانیه اوفرانسه دلیبیا هیواد دتقسیمولو لپاره پلانونه لري، دهغه چا مرستي اوکمکونه کوي، څوک چي دلیبیا دویشلو کوښښ کوي  نوموړي زیاته کړه،

نور ولوله »

اوکراينۍ نرسه: قذافي ” لوی اروا پوه دی

نن ټکی اسیا: د لېبیا د ولسمشر معمرالقذافي يوې اوکرايني نرسې (جالينا كولوتنيتسكا اوکسانا) د اوکراین یوه سیمه ییز تلوېزیون ‘ټي وي ۱’ ته په خبرو کې ویلي، چې د ډګرمن قذافي روغتیايي حالت ښه دی او هغه یې یو لوی اروا پوه بللی دی . اوکسانا د تېرې فبرورۍ په وروستیو کې هغه مهال له لېبیا ووتله چې د ...

نور ولوله »

شرق الاوسط : قذافي دواک پرېښودلو ته تیار شوی

له لندن نه خپریدونکي اخبار شرق الاوسط ادعا کړې چې دلیبیا اولسمشر ډګرمن معمر القذافي دې ته تیار شوي چې واک پریږدي . دشرق الاوسط اخبار لیکلي چې قذافي ویلي که ده ته له لیبیا نه دوتلو لار ورکړل شي او دده له خوا معلوم شوي ځاي ته دتللو اجازه ورکړل شي او همداراز په راتلونکي کي هم له ده ...

نور ولوله »

جلال اباد: دوو پر لپسې چاودنو 27 امنتي او دولتي چارواکو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی آسیا: نن د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې دوو پر لپسې چاودنو لږ تر لږه دوه کسه وژل شوي او 25 نور ټپيان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په پېښه کې دوه تنه د پولیسو افسران او 16 نور امنتي مسولین ټپیان شوي دي.. او پاته 9 کسان ملکي کسان دي. ځینو سرچینو ...

نور ولوله »

امریکا: په نیویارک کی دمسلمانانو غونډي اومظاهري

نن ټکي اسیا: تیره ورځ بی شماره مسلمانان دنیویارک ښار دټایم سکویر پرڅلورلاره باندي راټول شوي ول اودکانګریس دهغي غونډی پرخلاف یی شعارونه ورکول، چی تیره ورځ په دي اړوند راغوښتل شوۍ وه ترڅو په امریکاکي د مسلمانانو په ټولنو کي دتندروي اوترهګري عوامل وڅیړي.

نور ولوله »

د امریکا وزیر دفاع کابل ته په ناڅاپي سفر را ورسیدی

نن ټکی آسیا: نن د امریکا وزیر دفاع روبرټ ګیتس افغانستان ته په یوه غیر علني سفر را ورسیدی.نومړي به د افغان ولس مشر حامد کرزی سره د نيژدې لیده کاته هم کوي، او د عام اولسي وګړو پر مرګ ژوبله به هم سره ږغیږي.پرون حامد کرزي د خپلي اولس مشری د ماڼي څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه ...

نور ولوله »

دکونړ له ماڼوګۍ ولسوالۍ نه بهرني ځواکونه ووتل

له کونړ ولایت نه په ترلاسه شویو خبرونو کې ویل شوي دکونړ ولایت دپيچ درې دماڼوګۍ ولسوالۍ نه خارجي ځواکونه وتلي او خپله یوه ستره پوځي اډه یې خالي کړې. دماڼو ګي ولسوالي دموقعیت له نظره یوه ډیره مهمه او ستراتیژیکه سیمه ده شپږ کاله وړاندي بهرني عسکر دلته ځاي پر ځاي شول

نور ولوله »

سوماليه : په پلازمېنه کي دموټربم چاودني 70 تنه پوليس ووژل

سوماليه : په پلازمېنه کي دموټر بم چاودني 70 تنه پوليس ووژلدسوماليه په پلازمېنه کي دپوليسو دوو ادارو ته نژدې د موټر بم په چاودنو کي لږترلږه ۷۰ تنه پوليس وژل شوي دي.دپريس تلويزيون له راپور سره سم د سنچرکوموګاديشو جنوب لورته په يوه صنعتي سيمه کي دوه موټربمونه وچاودل چې له امله يې اويا تنه پوليس ووژل شول او ...

نور ولوله »

په کابل کې دامریکا خلاف له قهره ډک لاریو ن تر سره شو

دکابل ښار په واټونو کې دامریکا او کابل رژیم په خلاف یو پراخ لاریون چې دګډون کونکو شمیر یې سلګونه تنو ته رسیده ترسره شو. لاریون کونکو چې له ځان سره یې د کونړ په غازي اباد کې دشهید شویو وګړو عکسونه لیږدول ، دامریکا اوکابل حکومت پرضد یې له قهر او غصې نه ډک شعارونه ورکول.

نور ولوله »

په پکتیکا کې یوې چاودني 17 وولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا: نن د څړک د غاړي په یوه چاودنه کې 12 وولسي وګړي وژل شوي او 5 نور ټپیان شوي.دغه پېښه چې د افغانستان په ختیځ کې د پکتیکا په سیمه کې را منځته شوې، په اړه یې ځايي چارواکو ویلي چې په وژل شوو کسانو کې 5 ماشومان، دوې ښځي او 5 نران دي، او دوی ټول ...

نور ولوله »