خبرونه

پيښور د موټرو په يو ورکشاپ کې چاودنې ۹ تنو مرګ ژوبله واړوله

Breakin1

نن ټکی اسیا: د پيښور کوهاټ روډ سکیم چوک کې د موټرو په يو ورکشاپ کې د چاودنې له امله ۹ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. د چاودنې په نتيجه کې د موټرو ورکشاپ په مکمله توګه وران شوی دی. امنيتي ځواکونو سمیه کې د شکمنو کسانو پرخلاف پلټنې پيل کړي دي. مړي او ټپيان د پيښور ...

نور ولوله »

روحاني: د ایران او امريکا شخړې په دوستۍ بدليدای شي

Hassan-Rouhani

 رويټرز خبري اژانس د ایراني ولسمشر حسن روحاني له قوله ليکلي، که متحده ایالات او ایران په ګډه کوښښ وکړي نو کولای شي د تېرو درې لیسیزو تاوتریخوالی او شخړې په دوستۍ بدلې کړي. نړیوال اقتصادي فورم غونډې کې د ګډون په موخه ډیوس ته د رسیدو پرمهال ښاغلي روحاني خبریالانو ته و ویل چې په تېرو وختونو کې د ...

نور ولوله »

په زابل کې د اربکیانو پر ضد لاریون وشو.

Arbakiannn

پرون د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالي سلګونو اوسېدونکو د دې ولسوالۍ په مرکز کې د شینکۍ اړوند مسوولو اربکیانو پر ضد پراخ لاریون وکړ. دغه لاریون کوونکي چې پکې دسيمې ځوانان، محصلین، شاګردان، دمدرسو طالبان ، قومي مخور او علماکرامو هم ګډون کړی و، په سيمه کې له مېشتو اربکيانو شکایت کوي او وايي، چې هغوی په زور هره ...

نور ولوله »

هرات: د شینډنډ د تروریزم مدیر ووژل شو.

shindand

نن له غرمې مخکې د هرات د شینډنډ د ولسوال پر موټرو د مخالفووسله والو له خوابرید شو ی دی، چې په پایله کې يې د شینډنډ د امنیه قومندانۍ دتروریزم مدیر ووژل شو او دوه  پولیس ډېر ژوبل شول. د شینډنډ د ولسوال عبدالحمید نور موټر د د دې  ولسوالۍ په سنګستان کلي کې  تر بريد لاندي راغى. د ...

نور ولوله »

په کوټه کې وژل شوي شیعه ګان لا هم ښخ شوي نه دي

protest by rafiullah5

نن ټکی آسیا: د بلوچستان ایالت په مستونګ کې د سه شنبې د ورځي په برید کې  د وژل شويو شيعه ګانو مړي تر دې مهاله د احتجاج په توګه د کوټې ښار پر یوه سړک پراته دي.د وژل شویو هزاره ګانو خپل-خپلوان وايي،  مړي به ترهغو ښخ نه کړي، چې حکومت د وسلوالو په خلاف عمليات پيل نه کړي.

نور ولوله »

اوکراین: پلازمينې کیف کې د لاریونونو په ترڅ کې ۵ مړه او ۳۰۰ ټپيان شوي

Ukraineprotestafp-

د اوکراين په پلازمينه کيف کې د لاریون کوونکو او امنيتي ځواکونو تر منځ په شخړو او تاوتریخوالي کې پنځه تنه وژل شوي او تر درې سوو زیات کسان ټپيان شوي دي. د اوکرايني خبري رسنیو له قوله، پرون ټوله ورځ د مظاهره کوونکو او امنيتي ځواکونو تر منځ د شخړو له کبله پنځه تنه وژل شوي او تر درې ...

نور ولوله »

هلال: حکمتیار دې خپل کانديد معلوم کړي

hilal

د ولسمشریزو ټاکنو مستقل کانديد انحینر قطب الدین هلال ويلي چې د حزب اسلامي مشر دې د  ولسمشریزو ټاکنو لپاره د خپلې خوښې وړ کاندید خپلو پلویانو ته په ګوته کړي. د تندر نیوز ویب پاڼي د خبر سره سم ښاغلي هلال له یک ټلویزیون سره د مرکې کې و ویل چې، د حکمتیار له خوا خپلو پلویانو ته په ...

نور ولوله »

په مصر کې د کودتا ضد اتلس ورځنی لاریون اعلان شو

02c2172e30 1

د پوځي کودتا په مټ د مصر د لرې کړای شوي منتخب ولسمشر محمد مرسي پلویانو پرون/چهارشنبه اعلان وکړ چې د راتلونکې جمعې له پیله د فبروري تر ۱۱مې نېټې پورې به د ۱۸ ورځو لپاره په ټول مصر کې سرتاسري لاریونونه وکړي. د کودتا ضد ایتلاف پرون د یوې اعلامې په ترڅ  کې ويلي چې دا ۱۸ ورځنی لاریون ...

نور ولوله »

مولانا سمیع الحق د طالبانو او حکومت تر منځ د مذاکراتو څخه جلا سو

Maulana-Sami-ul-Haq

نن ټکی آسیا: د پاکستان د جمعیت علماء اسلام (س) مشر مولانا سمیع الحق اعلان وکړ چي هغه نور د پاکستان او طالبانو تر منځ د مذاکراتو څخه ځان ګوښه کوی، او نه غواړي چي نور ددغه دوه اړخونو تر منځ په مذاکراتو کي کوم رول ولوبوي. مولانا سمیع الحق وویل چي ده ته په ۳۱ دسمبر باندي د وزیر ...

نور ولوله »