خبرونه

له ۲۰۱۴ وروسته به لس زره امریکايي عسکر په افغانستان کې پاتې شي

US-troops-could-stay-in-Afghanistan

يو جګپوړي امريکايي چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته ويلي چې له ۲۰۱۴ وروسته به لس زره امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې شي. په افغانستان کې د امريکايي پوځیانو مشر جنرال جوزف سپينې ماڼۍ ته ويلي چې دوی باید په افغانستان لس زره عسکر پريږدي. دغه جګپوړي امريکايي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته ...

نور ولوله »

تازه خبر: هلمند کې یو خبریال وژل شوی

noori

نن ټکی آسیا: له هلمند څخه مو همدا شېبه خبر تر لاسه کړ، چې په دغه ولایت کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې او یوې محلي راډیو خبریال تر تښتولو وروسته وژل شوی. خبر زیاتوي، چې دا خبریال نور احمد نوري نومېده او د امریکا د مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز او بست محلي راډيو سره یې هلمند کې دنده ترسره کوله.

نور ولوله »

د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې کمښت راغلی

pak-Defense-Secretory

نن ټکی آسیا: د پاکستان د دفاع وزارت چارواکي ادعا وکړه، چې ګواکې دوی په دې توانېدلي چې پر امریکا د مسلسلو فشارونو په پایله کې د امریکا د بې پېلوټه او څارګرو الوتکو په بریدونو کې کمښت راولي. د پاکستان د دفاع وزارت سکرتر متقاعد جنرال آصف یاسین ملک وویل، چي د دوی د ډېر ټينګار له کبله امریکا ...

نور ولوله »

ایمن الظواهري د سوریې د مجاهدینو څخه وغوښتل چي سره یو شي

Ayman Zawahiri

نن ټکی آسیا: د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د سوریا د حکومت په خلاف د جنګېدونکو اسلامي ډلو څخه غوښتي چي سره یو شي، او د خپل منځي جګړو څخه لاس واخلي. نوموړي دا خبري په یوه غږیږ پيغام کي کړي، چي د القاعده شبکې هم پلوه ویب پاڼو نن ورځ نشر کړی. نوموړي خپل په خطاب کي جهادي ...

نور ولوله »

د برما افراطي بودایانو یو ځل بیا لسګونه مسلمانان وژلي

burma-muslim-genocide2

نن ټکی آسیا: په برما کې د افراطي او ترهګرو بودایانو له لورې د روانې اونۍ په بهیر کې لسګونه مسلمانان وژل شوي.  د مرستو رسونې د یوې نړیوالې مؤسسې دوو کار کوونکيو چې د برما په لویدیځ کې راخین نومي سېمي ته له سفره تازه را ستانه شوي، منلې چې هلته یې په خپلو سترګو د ډله یېزو وژنو ...

نور ولوله »

نوازشریف شمالي وزیرستان کې د عملیاتو لپاره پوځ ته د تيارسئ امر کړی

pk nawaz

د پاکستان لومړي وزیر میا محمد نواز شریف نن په اسلام اباد کې يو شمېر لوپوړو پوځي او سیاسي چارواکو سره له سلا مشورې وروسته پوځ ته په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو لپاره د تيارسئ حکم کړی دی. میا نواز شريف نن په اسلام اباد کې د پوځ سر لښکر جنرا راحیل شريف، داخله وزیر چودهدري نثار علي خان، ...

نور ولوله »

کابل کې یوه ماشوم ځان زندۍ کړی

Zindai-Daar

نن ټکی آسیا: د کابل ښار د اتمې امنیتې حوزې په ساحه او د کارته نو په سېمه کې یو اوه کلن ماشوم ځان زندۍ کړی. د کابل د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه چې نن پنجشنبه رسنیو ته استول شوې، زیاتوي چې دا ماشوم احمد سیر نومېده، عمر یې  اوه کاله و چې تېره ورځ یې په خپل کور ...

نور ولوله »

طالبان: د والیبال د پنځو لوبغاړو قاتلین به ډېر زر ونیسو

Untitled-1

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي چې د لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ په سخره کلي کې د والیبال د پنځو لوبغاړو د وژلو پيښه کې لاس نه لري او زیاته يې کړه چې د دغو ځوان لوبغاړو قاتلین به پيدا او سخته سزا به ورکړي. ښاغلي مجاهد و ويل چې د دوی مجاهدینو په سیمه کې د قاتلینو پلټنې ...

نور ولوله »

لغمان: نا معلومو وسلوالو د والیبال پنځه لو بغاړي وژلي دي

LGCDpudina volleyball.preview

د لغمان ولایت چارواکي وايي چې علینګار ولسوالۍ سخره کلي کې د نا معلومو ولسوالو لخوا د والیبال پنځه لو بغاړي وژل شوي دي. د لغمان والي او يو شمېر نورو مسؤولینو یاده پيښه غندلې او د پيښې پړه يې د حکومت پر مخالفو وسلوالو طالبانو اچولې ده. د يادونې وړ ده چې تېره شنبه هم د کندهار په میوند ...

نور ولوله »

پيښور د موټرو په يو ورکشاپ کې چاودنې ۹ تنو مرګ ژوبله واړوله

Breakin1

نن ټکی اسیا: د پيښور کوهاټ روډ سکیم چوک کې د موټرو په يو ورکشاپ کې د چاودنې له امله ۹ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. د چاودنې په نتيجه کې د موټرو ورکشاپ په مکمله توګه وران شوی دی. امنيتي ځواکونو سمیه کې د شکمنو کسانو پرخلاف پلټنې پيل کړي دي. مړي او ټپيان د پيښور ...

نور ولوله »