خبرونه

په پيښور ښار کې چاودني ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی آسیا: د خیبر پښتونخوا د پيښور په ښار کې د سي ډیانو په مارکیټ کې د چاودني له کبله لږ تر لږه پنځه تنه مړه او اته ویشت نور ټپيان شول. د خیبر پښتونخوا ایالت د حکومتي روغتون چارواکو ویلي چي دوی ته تر اوسه د پيښي د ځایه څخه ۵ مړي او ۲۸ نور ټپیان ور وړل ...

نور ولوله »

الطاف حسین داسفندیارولي په اړه خپلي خبري بیرته واخیستي

(نن ټکی اسیا سپټمبر ۲۰۱۱/۱۹)لندن: څوورځي مخکي دپاکستاني د(MQM)متحده قومی غورځنګ مشر الطاف حسین دیوي خبري غونډي پرمهال وویل چی دپاکستان دعوامي نیشنل ګوند (ANP) عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیارولي د ۲۰۰۸ کال دټاکنو دګټلو لپاره له امریکي څخه په ملینونوډالره اخیستي وو، نوموړی زیاته کړه چی دکراچی دحالاتو به خبرابولو کی د عوامی نیشنل ګوند دویره اچونکو لاس دي.

نور ولوله »

دموساد پخواني مشر د ۱۱ سپټمبرپه اړه په کال ۱۹۷۹کي خبري کړی وي

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۹)داسراییلي استخباراتو پخواني ریس په کال ۱۹۷۹ کی د۱۱ سپټمبردچاودنو په اړه خبري کړی کوي، دامریکي دڅیړنو مرکز (press pakalert) تردغه عنوان لاندی خبرخپورکړی دي  وایی، اسرایل وو چي د۱۱ سپټمبرتروریستي بریدیی ترسره کړي ده، پورته ذګرشوي اداره د۱۱ سپټمبرپه اړه وایی چی دغه بریدونه داسرايلولوري ترسره شوی ول.

نور ولوله »

کراچي: زوروري چاودنی مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۹) نن سهار د اوو بجو او دیرشو دقیقو په شاوخوا کي د کراچی ښار د ډیفنس په سیمه کي  دکراچی ښار د جرمونو په وړاندي دمبارزي دمسؤل چودري اسلم د کور ومخته زوروره چاودنه وشوه چي له امله يې تر اوسه د اتو کسانو دوژل کیدو خبر ورکړل شوی دي او زیات شمیر نور ژوبل شوی ...

نور ولوله »

درا پریوتي الوتکی دولکی پرسر دعسکرو اوطالبانو ترمنځ جګړه روانه ده

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۸) ډیره اسماعیل خان:دپاکستاني څارګری اداري کارکونکو خبرورکړی دی چی په جنوبي وزیرستان کی دراغورځول شوي بی پیلوټه الوتکي دارږښناکو پرزو دحاصلوولو پر سر پاکستاني عسکراو وسلوال طالبان په جنګ اخته دی. طالبانو ویلی چي بی پیلوټه الوتکه ددوی وسلوالو ملګرو دجنوبی وزیرستان جانګارا کلي ته څیرمه راغوځولی وه، پاکستاني استخباراتي چارواکوخبرورکړی چي یوه بی پیلوټه الوتکه ...

نور ولوله »

بغلان: د پولیسو او ملکي کسانو د موټرو په جنګیدو کې څلور تنه مړه او شپږ نور ټپیان شول

نن ټکی آسیا: د بغلان ولایت په مرکزي ولسوالۍ بغلان کې د ملکی وګړو او د پولیسو د موټر د جنګیدو له کبله څلور تنه ملکي کسان مړه، او دوه نور ټپیان شول. د مرکزي بغلان د ولسوالۍ امنیه قومندان رسینو ته ویلي چي نن ماسپښین د یوې بجې په شاوخوا کې د ولسوالۍ مرکز ته نیژدې د ملکی وګړو ...

نور ولوله »

لوګر: د رینجر او موټر تر منځ په ټکر کې یو تن ملکي مړ او څلور نور ټپيان شول

نن ټکی آسیا: د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې نن په یوه ترافیکي پيښه کې یو تن مړ او څلور نور ټپيان شول. د تفصیلاتو سره سم نن د پولیسو یو رینجر ډوله موټر د یو ملکي کس د موټر سایکل سره د مرکز اړوند د حبیب الله کلا په سیمه کې ټکر سو، چي له کبله يې ...

نور ولوله »

نن بهرنیانو خپل د دریو تنو وژل کیدل اعلان کړه

نن ټکی آسیا: ناټو د افغانستان په جنوبي برخه کې خپل د دریو تنو عسکرو وژل په جلا جلا پيښو کې اعلان کړه. د ایساف رسنیز مرکز څخه په اعلان کي ویل شوي چي یو تن بهرنی عسکر تیره ورځ د مخالفینو سره په جګړه کې ووژل شول، او پاته دوه عسکر نن په همدې سیمو کي د چاودنو له ...

نور ولوله »

مفکرة الاسلام: علی عبدالله صالح به په راتلونکي ۱۵ ورځوکي واک سپاري

(نن ټکی اسیا۲۰۱۱/۱۸) په یمن کی دواکمن ګوند یوه لوړپوړي چارواکي له رسنیو سره په خبروکی وویل کیدای شي راتلونکو ۱۵ ورځوکی به دیمن هیواد اولسمشر علی عبدالله صالح واک وسپاري. په یمن کي واکمن ګوند مرستیال سلطان برکانی دیوي خبري غونډي پرمهال وویل  نژدي ده چي حکومت او دحکومت مخالف ګوند دواړه دنوی حکومت په جوړولو سره یوي پریکړي ...

نور ولوله »

د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په نښته کې ۱۱ زده کونکو ته مرګ ژوبله ورسیده

نن ټکی آسیا: د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته کې د ښونځی یولس تنو زده کوونکو ته مرګ ژوبله ورسیده. د لوګر ولایت څخه دولتي مسؤولینو ویلي چي نن سهار لس نیمی بجې شاوخوا د ولایت په مرکز کې د یادخواب روغني په سیمه کې د طالبانو او دولتي ...

نور ولوله »