fbpx

خبرونه

بګرام: د توغندیو په برید کې د ایساف سرتیري ټپیان شوي دي

نن ټکی اسیا: تیره شپه طالبانو د بګرام پر هوايي ډګر باندي چیري چي په زرګونو بهرني ځواکونه میشت دي، د توغندیو بریدونه وکړه، چي له کبله يې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په قول ځاني او مالي تلفات اوښتي دي، خو دقیق معلومات يې په لاس کي نه لري. مجاهد وویل چي طالبانو درې توغندی په دغه ...

نور ولوله »

په ننګرهار کې د چاودني له امله د یوه پولیس په ګډون لس تنه ټپيان شول

نن ټکی آسیا: نن سهار د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد په ښار کې د یوې چاودني له امله یو تن پولیس په ګډون لس تنه ټپیان شول. د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء ویلي چي پيښه په سیمه ایز وخت لس بجې او پنځه څلویښت دقیقې د جلال اباد ښار د څلورم ماموریت اړوند د (غنمو مندوی) ...

نور ولوله »

دخروټ آباد پیښه: راته امر وشو چي ټول تراور لاندي راولو

(مي ۲۰۱۱/۲۷) کوټه: دکوټي دپیښي یوه بله ویډیو پر منظر عام باندي راغله په ویډیو کي ښکاري چي پولیسو ته امر کیږي چي ټول تراورلاندي راولي، پولیس یو دم پر مظلومو اوبی وسه چیچنایانو باندي ډزي کوي او ټول وژني.

نور ولوله »

کندهار: په چاودنه کې ۷ امریکايي عسکر ووژل شوه

نن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کې د ماین په یوې چاودني کې د بهرنیو ځواکونو ۷ تنه عسکر وژل شوي دي. په کابل کې د بهرنیانو رسنیز دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي چي نن د افغانستان په جنوب کې د یوې چاودني له کبله د ایساف ۷ تنه عسکر ووژل شوه. اعلامیه وايي چی ایساف خپل ...

نور ولوله »

د طالبانو او اکمالاتي کاروان د ساتونکو په جګړه کې ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله ورسیده

نن ټکی آسیا: نن د وردګ ولایت د سید اباد په ولسوالۍ کې د طالبانو او اکمالاتي کاروان د ساتونکو تر منځ خونړی نښته وشوله، چي له کبله يې پنځه کوچنیانو ته مرګ ژوبله ورسیده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي نن غرمه په یاده ولسوالۍ کې طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر یو اکمالاتي برید وکړ،

نور ولوله »

په سیند کې د موټر د لوېدو له کبله د ملي اردو دوه تنه سرتیري مړه شوي دي

نن ټکی آسیا: نن د کنړ ولایت په مرکز اسعد باد کې د ملي ادرو یو موټر سیند ته وغورځید چي له کبله يې د ملي اردو دوه تنه سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د کونړ ولایت د عامي روغتیا رئیس ډاکټر اسد الله فضلي ویلي چي نن له غرمې وروسته د کنړ ولایت د مرکز اسعد اباد په ...

نور ولوله »

په هنګو کې چاودني لږ تر لږه ۲۰ کسه وژلي او تر ۴۵ زیات يې ټپیان کړي

نن ټکی اسیا: د پاکستان په پښتونخوا ایالت کې د هنګو په سیمه کې د یوې چاودني له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۴۵ زیات کسان ټپيان شوي دي. د سیمي څخه یو تن امنیتي چارواکې ویلي چي د چاودنه نن مازیګر د هنګو بازار په هغه سیمه کې رامنځته شوې چيري چي دولتي ودانې ...

نور ولوله »

نورستان: د بهرنیانو په بمبارۍ د پولیسو، ملکي کسانو او طالبانو په ګډون تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: د نورستان په ولسوالۍ دوآب کې د بهرني ځواکونو په بمباری کې تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي، چي زیات شمیر يې ملي پولیس او ملکي وګړي دي. دغه خبر د نورستان ولایت یو شمیر مسولینو ورکړی، او زیاته کړې ده چي بهرنیو ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې کلي او امنیتي پوستې بمبار کړي، چي له ...

نور ولوله »

پکتیکا کې دایساف یوه چورلکه راوغورځیده

 دایساف ځواکونو ویاند ومنله چې دافغانستان په ختیځ کې یې یوه اپاچي هلیکوپتر غورځیدلې له امله یې یو عسکر وژل شوی. خبر زیاتوي هلیکوپتر اپاچي دي دپکتیکا ولایت په نکه ولسوالي کې لویدلي ،دایسا ف ویاند ویلي چې چورلکه دبیړنۍ ناستې پر مهال دتخنیکي ستونزو له کبله غورځیدلې .

نور ولوله »

ایساف: په زرمت ولسوالۍ کي موټر زیانمن شو، خو مرګ ژوبله نه لري

نن ټکی آسیا: نن د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کي د ایساف پر یوه موټر باندي چاودنه وشوه، چي له کبله يې د ایساف په وینا موټر زیانمن شو، خو په کښي سپرو عسکرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده رسیدلې. د ایساف مطبوعاتي دفتر وویل چي نن سهار دغه پیښه د زرمت ولسوالۍ په یو اړونده سیمه ...

نور ولوله »