خبرونه

دپنجوايي په پېښه ديرغلګرواصلي څېره بيا ښكاره شوه

قالوانا لله وانا اليه راجعونزړه يي مه بوله توركاڼى  دصحراءديپه ليدو د  زخمي زړه چې  زخمي نه شي(الفت)دهرڅه ړومبى  دپنجوايي دشهيدانوپاك روح ته دعا ،كورنۍاوخواخوږوته يې  دزړه  صبرغواړم اوعاميلينو يې ته دالله ج د دربارڅخه هغه سزاء چې الله ج ته منظوره وي غواړم

نور ولوله »

د کندهار پیښه: په اروپا کي دحزب اسلامي افغانستان د سولي او سیاسي امورو د رهبري هیئت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیمپه اروپا کي دحزب اسلامي افغانستان د سولي او سیاسي امورو د رهبري هیئت  اعلامیه :«  دغه  او هر ډول  وحشت په کلکه غندو،  او مجرمینو ته یی  په بین المللي  محاکمو کي محاکمه  غواړو :»دتیري شنبي په ورځ  دقندهار دولایت د پنجوایی د ولسوالۍ دزنګ  اباد د کلي بی ګناه ، معصوم او مظلوم  اوسیدونکي  په ...

نور ولوله »

په کندهارکې د امریکايي ځناورو په لاس د وحشیانه جنایت په اړه داسلامي امارت اعلامیه

دامریکايي ځناورو دتیرو وحشتونو په تعقیب نن یوځلې بیا دغو تورزړه وحشیانو دقندهار ولایت دپنجوايي ولسوالۍ دزنګ آباد په سیمه کې په یوه خونړي جنایت لاس پوري کړ او په ولسي بیوزله وګړو باندې دمخامخ ډزو په ترڅ کې خپله ددوی په قول تر۲۰ تنه زیات مظلوم کلیوال شهیدان کړل خو حقیقت دادی چي دشهیدانو تعداد تر دي ډیر زیات ...

نور ولوله »

کندهار: په پنجوايي کې امریکایی عسکر ۱۶ ملکي وګړي په شهادت رسولي

نن ټکی آسیا: یوه امریکايي عسکر نن د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې ۱۶ تنه ملکي وګړي شهیدان کړل.د تفصیلاتو سره سم نن د کندهار والي توريالي ویسا رسنیو ته وویل چي نن سهار وختي د درو بجو په شاوخوا کې یوه امریکايي عسکر د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد کلي کې پر ملکي وګړو ډزي وکړي چي له ...

نور ولوله »

افغاني هیئت په ګونتنامو زندان کې له طالب بندیانو سره وکتل

نن ټکی اسیا/ دترلاسه شویو راپورنو لمخې  تیره  هفته دافغان حکومت دوو لوړ پوړو چارواکو کیوبا ته سفر کړی ،او هلته یې په ګونتنامو زندان کې  دطالبانو له پنځو مهمو بندي قومندانانو سره لیده کاته کړي. درویتر دخبري اژانس دخبر په حواله  دافغان حکومت  دوو لوړ پوړو چارواکو،دامنیت شورا مرستیال  انجینر محمد ابراهیم سپین زاده ،او شیدا محمدابدالي  لومړی امریکا ...

نور ولوله »

فلسطین: د اسرائیلي الوتکو په بمبار کې ۱۲ تنه شهیدان شوي

نن ټکی آسیا: د اسرائیلي الوتکو په بمباریو کې چي دتیري ورځي راهیسي د فلسطین په غزه تړانګه کې شروع دی، تر اوسه ۱۲ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي، چي په شهیدانو کې د ولسي مقاومت د عسکري برخي مسئول او مشر شیخ زهیر القیسي هم شامل دی.د الجزیره تلویزون د راپور سره سم ...

نور ولوله »

هلمند: په لښکرګاه کې شپږ برطانوي عسکر وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: بهرنیان وايي چي د افغانستان په جنوب کې د یوې چاودني په ترڅ کې خپل شپږ تنه سرتیري له لاسه ورکړي دي.په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي تیره ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کې د ماین د چاودني له کبله د ایساف شپږ تنه سرتیرو ...

نور ولوله »

روزګان: د ایساف یوه بې پلوټه الوتکه را غورځېدلې

نن ټکی آسیا: د روزګان په ولایت کې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پلوټه الوتکه دطالبانو په ډزو سره را غورځیدلې.د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چي تیره ورځ طالبانو د روزګان ولایت ترینکوټ اړوند د ککرک په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پلوټه الوتکه په ډزو سره وویشتله او لاندي یې را وغورځوله.چي تر ...

نور ولوله »

په هندوستان کې د افغان ځوانانو پرتمينه غونډه

ځاي: نوي ډيلی، هندوستان:نېټه: د پيلنۍ ورځ، د ۲۰۱۲ زيږديز کال د مارچ د مياشتې دريمهاهداف:۱- د افغانان ځوانانو بنسټيزې ستونزې او د هغو د حل لپاره لارې چارې لټول.۲- د افغان يون د مبارزې د ډول په اړه نظر او پرېکړه.۳- د هند مېشته افغان زده کړيالانو او زده کوونکو ستونزو ته د حل لارې چارې لټول.۵- هند ته ...

نور ولوله »

ميګهاليه، چېرته چي ښځي حاكمي نارينه محكوم دي !!!!

د شنو غرونو په منځ كي د هندوستان په دې كوچنى رياست ميګهاليه كي د ښځو واكمني ليدل كېږي، دلته له پېړيو راهيسي يو داسي مورنى نظام قائم دى چي جايداد او دولت له موره لور ته لېږدول كېږي له پلاره زوى ته نه، اوس د ميګهاليه نارينه و د دې نظام د بدلولو په حق كي تحريك شروع كړى ...

نور ولوله »