خبرونه

دلیبیا ملی انتقا لی شورای نن رسما ددغه هیواد دازادي او استقلال اعلان وکړ

(نن ټکی سیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۳) دلیبیا دملي انتقالي شورای مشرانو نن دلیبیا په بن غازي ښارکی له کومه ځایه څخه  چی دروان کال دفبروري په میاشت کي ددغه هیواد دپخواني او وژل شوی ټولواک قذافي دراپورزولو په وړاندي اولس راپورته شوي وو، یوی لویی غونډي ته دلیبیا داستقلال او ازادي مبارکی وویله. دلیبیا دملي انتقالي شورای مرستیال مشر وغونډي ته دخپلي ...

نور ولوله »

میرمن نصرت بهټو نن په دبی کي وفات شوه

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۳) دپاکستان د پخوانی وزیر اعظم ذوالفقار علی بهټو میرمن او همدارنګه دوژل شوی وزیر اعظم بنظیر بهټو مور میرمن نصرت بهټو له اوږده رنځ څخه وروسته نن دمتحده عرب اماراتو په دبي ښار کی ومړه. نصرت بهټو له ډیره وخته څخه دزړه په ناروغي اخته وه چی په دی اخیرو کی یی رنځ دغه حال ته ...

نور ولوله »

ترکيه: لومړی شمیري څرګنده وي چي دزلزلې له کبله د ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کسه وژل شوي دي

  نن ټکی آسیا: د ترکیي په شرقي سیمه کي د ایران سره پولي ته نیژدې د یوې قوي زلزلې له کبله چي قوت يې ۷،۳ ته رسیدی، ډیر مالي او ځاني زیانونه رسولي دي. د زلزلې له کبله ډیري ودانۍ نړیدلې، او ځیني رسنۍ خبر ورکوي چي تر لاندي یې زیات شمیر کسان ښخ شوي دی.

نور ولوله »

ایساف: د افغانستان په جنوب کې بهرنی عسکر ووژل شو

نن ټکی اسیا: د افغانستان په جنوب کې د بهرنیو ځواکونو یو تن عسکر ووژل شو. په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي څانګي څخه په نشر شوي خبرپاڼي کي وویل شول چي نن د افغانستان په جنوبي برخه کې د مخالفینو د برید له کبله د ایساف یو سرتیری ووژل شو.

نور ولوله »

کرزی: پر پاکستان باندی د برید په صورت کې به افغانان د پاکستان ملاتړی وکړي

نن ټکی آسیا: د افغانستان ولس مشر حامد کرزي نن د جیو تلویزون سره په خبرو کي وویل که چیري امریکا یا هندوستان پر پاکستان باندي برید کوي، نو افغانستان به د همسایه توب او ورورولي پر بنا باندي د پاکستان ملاتړي کوي. هغه زیاته کړه چي پاکستان او افغانستان وړونه هیوادونه دي، او افغانان به د پاکستان هغه احسان ...

نور ولوله »

پکتیا : د ۴۷۰ سوه زره ډالرو په ارزښت د جرګو خونه جوړه شوه

  ( شنبه د تلې ۳۰ مه ) د پکتیا مرکز ګردیز کی یو ستر تالار د جرګو او مرکو خونی په نوم جوړ او د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کی ګټی اخیستنی ته وړاندی شو د غه ودانۍ چی د سلاکار وزیر او پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد لخوا پرانیستل شوه ، د قومی مشرانو ...

نور ولوله »

دسعودي عرب ولی العهد امیر سلطان بن عبدالعزیز وفات شو

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۲) له اوس څخه څو شیبي مخکی دسعودي عرب حکومت رسما اعلان وکړ چي ددی هیود ولی العهد الامیر سطان بن عبدالعزیز دامریکی دمتحده ایالاتو نیویارک ښار کی له دي فانی دنیا څخه سترګی پټی کړي. امیر السطان دروان کال دجون په میاشت کی له سعودي عرب څخه د درملني لپاره دنیویارک ښار ته تللی وو، چی ...

نور ولوله »

پاکستان او هندوستان دامنیت شورای غیردایمي غړیتوب ترلاسه کړ

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۲) تیره ورځ دنړیوالي امنیتي شورای دغیر دایمي غړو دټاکنو پروخت پاکستان له خپل سیال هندوستان سره یوځای دامنیتي شورای غیردایمی غړیتوب ترلاسه کړ. همدارنګه د مغریب، ګوټومالا او ټوګو هیوادونو هم وکولای شول چي دنړیوالي امنیتي شورای غریتوب ترلاسه کړي، او دختیځی اروپا لپاره ځانګړ کړل شوی چوکی باندي به لا له دی څخه وروسته ټاکني ...

نور ولوله »

په سیمه کی سوله دافغانستان له سولي سره تړلي ده (ګیلاني)

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۲) نن سهار دیوي خبري ناستي پر وخت دپاکستان اولسمشر یوسف رضا ګیلاني وویل، ددغي سیمي سوله اوثبات دافغانستان له سولي اوثبات سره تړلي ده. دقانو او عدالت په نامه سره دکمیسیون مشر او افغانستان داولسي جرګي له غړي استاد محقق سره په اسلام اباد کي دلومړي وزیر ماڼی کی دکتلو پروخت نوموړي وویل دپاکستان حکومت چمتو ...

نور ولوله »

پکتیا – والی ته د ستاینی مډال ورکړل شو

سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد  د پکتیا  ولسونو لخوا په یوه لویه غونډه کی وستایل شو او د ښی بیا رغاونی له کبله یی ورته مډال ورکړ په دغه مډال کی لیکل شوی چی ( د ښو خدمتو نو له کبله سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد ته د ...

نور ولوله »