خبرونه

د لويي جرګې ځای ته نيژدې دوه توغندی ولګېدلې

نن ټکی آسیا: نن سهار په کابل کي د لويي جرګې د ځای سره نيژدې دوه توغندۍ ولیګدلې چي له کبله يې یو تن ټپي شو. د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي هم پيښه ومنله خو زیاته يې کړه چي نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د کابل پر ښار دوه توغندۍ وویشتل شوې، چي يوه ...

نور ولوله »

حزب اسلامی: لويه جرګه ناقانونه او پریکړي يې مردودي دي

نن ټکی آسیا: تیره ورځ د حزب اسلامي په یوې خبرپاڼي کي دغه خبري شوي دي. په خبرپاڼه کي راغلي چي د سبا ورځي لویه جرګه او د امریکا سره ستراتیژیک تړون یو ناقانونه اقدام دی، نو ځکه به ددې جرګې ټولي پریکړي به مردودي او افغان ولس ته به د منلو وړ نه وي. د کتونکو د بشپړ معلوماتو ...

نور ولوله »

په ږوب کي په ترافيکي پېښه کي ۳ تنه مړه،۱۰ زخميان

دږوب په مسلم باغ سيمه کي ترافيکي پېښه رامنځ ته سوه چي په پايله کي ئې درو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. اوترلس زيات زخميان سوي دي . دږوب اوکوټې پر غزېدلې لار ترافيکي پېښه هغه مهال رامينځته سوه، چي کله له کوټې ږوب ته روان کوچ دچلوونکي له بې احتياطۍ اوتېزرفتارله کبله چپه سو . دپېښي مړي اوزخميان ...

نور ولوله »

دادفر سپنتا: امریکا باید په افغانستان کي دایمي فوځي تاسیسات ولري

نن ټکی آسیا: د افغانستان پخواني وزیر خارجه او د ولس مشر د ملي امنیت اوسني سلاکار رنګین دادفر سپنتا تیره ورځ واضحه کړه چي باید امریکا په افغانستان کي فوځي اډي ولري. سپنتا چي تیره ورځ يې د ولسي جرګې په وړاندي خبري کولې وویل چي د امریکا رول په افغانستان کي خورا مهم دی، امریکا د څلور سوه ...

نور ولوله »

په میدان وردګو ولایت کې (۴۵۰) تنو ښځو ته دروزنیزو زده کړو وروسته اړین وسایل وویشل شول

میدانښار، وردګ( لړم ۲۳ مه ۱۳۹۰) دمیدان وردګو ولایت دښځو چارو ریاست لخوا او دامریکا دهېواد کرني او مالدارۍ وزارت په مالي مرسته ددې ولایت (۴۵۰) تنو ښځو ته دحرفوي زده کړو وروسته دمربع،جوسو، روب جوړولو او دمیوو وچولو اړین ۶ قلم مواد دولایت والي محمد حلیم فدایي او دښځو چارو سرپرستې ریسې لخوا وویشل شول.

نور ولوله »

تازه خبر : طالبانو دلویې جرګې مرموز امنیتي پلان کشف او خپور کړ(انځوریز)

(نن ټکی اسیا)لږ شیبه مخکې وسله والو طالبانو دلویې جرګې دطرحه شوي  دقیق امنیتي پلان دکشف خبر ورکړ .   طالبانودیوې اعلامیې په خپرولو سره ،دا پلان له ټولو مادو سره په لیکلې بڼه په خپله رسمي ویبپاڼه  (الاماره) کې خپور کړ، داپلان چې په اته ویشت مخونو کې رانغښتل شوی پکې ټول هغه امنیتي تکتیکونه او تدابیر ځای شوي ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو وزارت د لويي جرګې د امنیت ډاډ ورکوي

نن ټکی آسیا: امنیتي چارواکي وايي چي د رارواني لویي جرګې لپاره يې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي، او په دې برخه کې به هیڅ رنګه بې پروايي ونه شي . د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته وويل چي د امنیتي ځواکونو د لويي جرګې د خیمې د امنیتي د ټینګښت په خاطر پلان جوړ کړی، چي ...

نور ولوله »

خیبر ایجنسی په جلا جلا پيښو کي ۱۸ تنه وژل شوي

نن ټکی آسیا: په خیبر ایجنسی کي د یوې چاودني له کبله شپږ تنه ووژل شول، او څلور نور ټپیان شول. ویل کیږي چي دغه چاودنه چي د افغانستان پولي ته نیژدې د مستک کلي په بازار کي را منځته شول. ځايي خلک وايي چي چاودېدونکي توکي د خره په ګاډی کی ځای پر ځای شوي وه، چي د ریګو ...

نور ولوله »

پاکستان: په پنجاب کې دآي ايس آي لس تنه افسران ووژل شول

دپاکستان دپنجاب ايالت دچکوال په سيمه کې نن له سخت دريځو سره ديوې جګړې پرمهال دپاکستان دپوځي څارګري ادارې لس تنه افسران ووژل شول.دتفصيلاتو ترمخه دغه نښته دچکوال دسيمې دچمبل په غرنۍ سيمه کې هغه مهال ونښتله چې پاکستاني پوځيانو،پوليسو دڅارګري ادارې دمامورينو دراخلاصولو په نيت دلته عمليات پيل کړل.

نور ولوله »

د قاتل ګروپ مشر امریکايي عسکر د ټول عمر په قید محکوم شو

نن ټکی آسیا: د امریکا په واشنګټن ایالت کي د محکمې له خوا د هغه قاتل ګروپ مشر د عمر قید په سزا محکوم شو چي په قندهار کي ملکي کسان وژل او بیا يې هغه په داسی انداز انځورول چي ګواکي هغوی طالبان دي، او د جګړې په ترڅ کې ووژل شول. دغه عسکر چي سارجنټ کالفین ګیبس (۲۶ ...

نور ولوله »