خبرونه

كنړ: د ملي امنیت پر دفتر باندي سرښندونکی برید شوی

نن ټکی آسیا: نن سهار د کنړ ولایت په مرکز اسعد اباد کي د ملي امنیت پر یوه مرکز سرښندونکی برید شوی، چي له کبله يې د ملي امنیت یو شمیر غړو ته مرګ ژوبله رسیدلې، او پنځه تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چي دغه برید یو ښځینه سرښندونکي مجاهدي له خوا ...

نور ولوله »

خوست: د اکمالاتي کاروان ۵ تنه موټر چلونکي ووژل شول

نن ټکی آسیا: د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي چي تیره شپه د وسلوالو په ډزو کي څلور تنه ووژل شول. هغوی زیاته کړه چي پیښه د خوست په مرکز کي د لکڼ په سیمه کي د ایوب خیل په کلي کي هغه وخت را منځته شول، کله چي پر موټر سایکل سپرو کسانو پر یوه موټر ډزي وکړي، چي ...

نور ولوله »

د پاکستان محکمې د پرويز مشرف د نيولو امر صادر کړی دی

نن ټکی اسیا: د بلوچستان سترې محکمې امر صادر کړی چې پخوانی ولسمشر (پرویز مشرف) او د هغه لومړی وزیر (شوکت عزیز) دې د بلوڅ ملتپال مشر (نواب اکبر بګټي) د وژنې د تحقيقاتو او پلټنې په بهیر کې دې ونيول شي. وکيل عدنان کاسي چې د بګټي د مشر ځوي نميانده ګي کوي پرون د جمعې په ورځ وويل: ...

نور ولوله »

لیبیا کی خلګو داسلامی شریعت دپلی کیدو په حق کی مظاهره وکړه

نن ټکی اسیا: دلیبیا په ساحلی ښار بن غازي کی تیره ورځ په سلګونو خلګو ددي لپاره مظاهره کړی وه چی دهیواد راتلونکی قانون باید اسلامی شریعت باندی مبنی وی، لاریون کونکو شعارونه ورکول چی دغه هیواد کی خلګو داسلامی قانون او اسلامی شریعت لپاره قربانی ورکړی دي،  ددغه هیواد اساسي قانون باید پرقرآنی لارښونوباندی مبنی وي. لاریون کونکو دبن ...

نور ولوله »

ننګرهار: د بهرنیانو په بمبار کې تر سلو زیات کسانو ته مرګ ژوبله ورسیدل

نن ټکی آسیا: نن د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د بهرنیانو د الوتکو د بمباریو له کبله لږ تر لږه دیرش تنه مړه او په لسګونو نور ټپیان شول. ویل کیږي چي دا پيښه وروسته تر هغه را منځته شول، کله چي د اچین ولسوالۍ د سیاه چوب د کلي سره نیژدې پر یوه دښته باندي ددوو قومونو ...

نور ولوله »

ناټو وایی دافغانستان په ختیځ کی مو دیرش وسلوال وژلي دي

نن ټکی اسیا: په افغانستان کی دناټو هیوادونه نړیوال ځواکونه وایی دافغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کی مو دیرش کسه وسلوال دیوه جوابي برید په ترڅ کی ووژل، په کابل کی دناټو ځواکونود مطبوعاتي دفتر له لوری په خپاره شوی خبرکی راغلی دی چی نن له غرمی څخه وروسته دننګرهار ولایت دشنوارو په ولسوالي کی وسلوالو دناټو اوافغاني عسکرو یو ...

نور ولوله »

زابل: د بهرنیو ځواکونو یوه چینوک ډوله هلیکوپتر را غورځیدلې

نن ټکی آسیا: ایساف وویل چي د هغې الوتکي د ترلاسه کولو لپاره عملیات روان دي کومه چي تیره ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کي بیړنی ناستي ته اړه شول. د ایساف د رسنیز مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شول چي تیره ورځ د افغانستان په جنوب کي د بهرنیو ځواکونو یوه چینوک ډوله الوتکه د ...

نور ولوله »

دهاګ نړیواله محکمه: سیف الاسلام له مونږسره اړیکه نیولي ده

نن ټکی اسیا: په هولنډاکی دجرایمو په خلاف دهاګ نړیوالي محکمي له لوري ویل شوی دي چی دقذافي زوی سیف الاسلا م له دغي محکمي سره دتسلیمیدو په خاطر اړیکي نیولي دي. دهاګ دنړیوالي محکمي ریس لویس مورینو اوکامبو له رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل کچیري سیف الاسلام دغي محکمي ته ځان وسپاري، محکمه به دنوموړي قضیه وڅیړي او خپله ...

نور ولوله »

د کندز د ولایتي شورا غړی د چاودني څخه روغ ووت

  نن ټکی آسیا: د کندز ولایت د ولایتي شورا پر یو تن غړي مولوي خوش محمد باندي نن چاودنه وشول، خو نومړی د دې چاودني څخه روغ ووت. د کندز ولایت د ولایتي شورا رئیس محبوب الله محبوب رسنیو ته وویل چي نن له غرمې مخکي په سیمه ایز وخت د لس نیمو بجو په شاوخوا کي د کندز ...

نور ولوله »

فراه: په چاودنه کي د پولیسو دوه تنه افسران ووژل شول

نن ټکی آسیا: د فراه ولایت د پشت رود په ولسوالۍ کې د ماین د چاودیدلو له کبله دوه تنه افسران ووژل شول، او درې تنه نور پولیس ټپيان شول. د فراه ولایت امنیه قومندان محمد غوث ملیار رسنیو ته نن د جمعې په ورځ وویل چي تیره ورځ ماښام مهال د پشت رود ولسوالۍ اړوند د تاج په سیمه ...

نور ولوله »