fbpx

خبرونه

مصر: دسیاحت پخوانئ وزیر په ۵ کاله بند باندي محکوم شو

(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۰) قاهره: دمصر هیواد دسیاحت پخوانئ وزیر زوهیر جرانه په پنځه کاله بند باندي محکوم شو. له قاهري څخه ځینو خبري سرچینو خبرورکړی دي چي جرانه لدي وجي دمصر یوي محکمي په پنځه کاله بند باندي محکوم کړ، ځکه چي نوموړي دخپل وزارت په دوران کي ځینو سیاحتي شرکتونو ته دکارکولو غیر قانوني اجازت نامي ورکړي ...

نور ولوله »

داسامه دوژلو یا نیولو په اړه ۱۰ کاله مخکي دپاکستان او امریکا ترمنځ پټه لوزنامه لاسلیک شوی وه

(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۰) ګارډین ورځپاڼه: لس کاله مخکي چي کله اسامه په دي وتوانیدي دتوری بوری له غرونو څخه دپاکستان په لور وتښتیږي، او امریکایانو غوښتل نوموړي که هرچیري وی باید تعقیب او له منځه یو وړل شي، نو هغه وو چي په هغه وخت کي دپاکستان ولسمشر او دفوځ لوی درستیز پرویز مشرف او امریکایانو ترمنځ یوه ...

نور ولوله »

ایران وايي دا سی ثبوتونه لري چي اسامه وختي لا په خپلو مرضونو مړ شوی وو

نن ټکی آسیا: د ایران د امنیت وزیر حیدر مصلحي وايي چي ایران داسی ثبوتونه او دلایل لري چي اسامه بن لادن وختي لا مړ سوی وو. یو ایراني خبري اژانس (فارس) د مصلحي له قوله ویلي« که چیري اسامه بن لادن د امریکايي عسکرو له خوا وژل شوی وي، او یا نیول شوی وي، نو امریکا ته په کار ...

نور ولوله »

لغمان:فدایی بريد١٠تنوته مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۹) لغمان: چارواکي وايي په لغمان ولايت کې د يو فدایی برید له امله د پوليسو په ګډون ١٠ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. د دوى په خبره چې دغه بريد نن له غرمې مخکې ١٠ بجې د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ مخې ته رامنځ ته شوه. د لغمان د والي وياند فيضان ...

نور ولوله »

رحمان ملک وایی دبرید په اړه خبروم خو هدف یی راته مالوم نه وو

(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۹) دوبي: دالعربیه ټلویژیون خبر نشر کړ چي دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رحمان ملک وایی په ایبټ اباد کي دامریکایانو له لوري له برید څخه ۱۵ دقیقي وروسته خبرشو، خو دا راته مالومه نه وه چي برید دڅه لپاره ترسره شوی دي. دپان عرب له سټلیټ چینل سره دمرکي پر مهال رحمان ملک زیاته کړه، زه ...

نور ولوله »

کندوز: دولت ته تسلیم شوی طالب قومندان ووژل شو

(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۹) کندوز: وملا محمد نبي په نامه سره یو طالب قومندان چي څلور میاشتي مخکي دڅپلو څو تنو ملګرو سره یوځای  دسولي دپروسي په توسط له دولت سره یو ځای شوی وو، تیره ورځ په خپل کورکي ددرو تنو ملګرو سره یو ځاي دنامالومو وسلوالو له لوری ووژل شو.

نور ولوله »

د اسامه بن لادن وروستي پيغام – په ږغ کي

(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۹) تیره ورځ یوي جهادي  ویب پاڼی دشیخ اسامه یوه دقیقه پیغام نشر کړ، په دي پیغام کي اسامه امریکا ته اشاره کوي اوقسم اخلي چي امریکایان به ترهغه پوري دامن خوب  ونه ویني ترڅو چي مونږ(مسلمانان) په فلسطین کي په امن نه یو اوسیدلي.

نور ولوله »

دغزني دولایتي شورای استازي وایی غزني باید لومړي درجي ته لوړشي

غزني ښار (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۹): د غزني د ولايتي شورا استازيو له مرکزي ادارې ګيله وکړه چې دې ولايت ته ځانګړې پاملرنه نه کوي او هم يې لومړۍ درجې ته د غزني د لوړېدو غوښتنه وکړه. دغه څرګندونې په هغې ګډې خبري ناستې کې وشوې، چې د ولايتي شورا استازو په کې  برخه اخيستې وه.

نور ولوله »

قاهره: مسلمانانو اومسیحیانو ترمنځ خونړئ ډبرینه شخړه ترسره شوه

(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۹) قاهره: تیره ورځ له ماپښین څخه وروسته په قاهره کي دمسلمانانو اومسیحیانو ترمنځ سخته جګړه روانه وه، دغه خونړي جګړه چي دقاهري په زړه کي دعبدالمنعم په میدان کي ددواړو لورو ترمنځ پیښه شوه، جګړه مارو لورو پرځاي ددي چي له وسلي چړو اولرګیو څخه کارواخلي، جګړه یی دډبرو په واسطه مخ په وړاندي بووله

نور ولوله »

؛الشباب؛ الصومالیه: داسامه وینه به بی ځایه ولاړه نشي

(نن ټکي اسیا می ۲۰۱۱/۰۹) صومالیه: په صومالیه کي دحرکت الشباب المجاهدین، ‌ډلي ګوت څنډنه کړیده چي داسا مه دشهادت بدله به اخلی او وینه به یی بی ځایه ولاړه نشي، نن اول ځل وو چي دصومالیی هیواد دحرکت الشباب المجاهدین دډلي رسمي ویاند علي محمود راغي په مقدیشو کي دیوي خبري غونډي پرمهال داسامه دشهادت په اړه  دډلي نظر ...

نور ولوله »