خبرونه

دماین په چاودنه کې څلوربهرني عسکر ووژل شول

دکندز په ولایت کې هغه وخت څلوروجرمني پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ ،چې دسپرلۍ پر پوځي موټر یې دطالبانولخوا ځاي پر ځای شوی ماین وچاودید،پېښه دشنبې په ورځ دچهار درې په ولسوالي کې رامنځ ته شوه ،دزورورې چاودنې له امله دوژل شویو پوځیانو موټر په مکمله توګه ویجاړ شوي.

نور ولوله »

دټونس داسلامی ګوند مشر خپلی خاوری ته راوګرځیدی

دټونس اسلامی ډلی جلاوطنه مشر وروسته له ۲۲کلو جلاوطنی څخه خپلی خاوری ته راورسیدی. ښاغلی رشيد الغنوشي په داسی حال کی دټونس وهوایی ډګرته له لندن څخه راورسیدی چه له ۱۰۰۰څخه زیات خواخوږی یی هرکلي ته ورغلی وو.

نور ولوله »

ناټو د خپلو دوو پوځیانو وژنه تایید کړه

ناټو ویلی چی د افغانستان په جنوب کی د ماین چاودنی دوه بهرني پوځیان ووژل خو نور تفصیل یې ورنکړ . پرون طالبانو ویلی وو چی په کندهار او هلمند کی یې د ماینونو په چاودنو سره دوه بهرني پوځیان له منځه یووړل ، خو دا معلومه نه ده چی دغه هماغه دوه پوځیان دي او که نور . په ...

نور ولوله »

جرمني: د اور ګاډو د جنګیدو له وجې لږ تر لږه 33 مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: په جرمني کې یو مسافر وړونکي اور ګاډۍ چې 45 مسافر په کښي سپاره وه د بلي باروړونکی  اور ګاډۍ سره جنګیدلې، چې په نتیجه کې لږ تر لږه 10 کسه مړه او 23 نور سخت ژوبل شوي دي.دا پېښه چې د جرمني د هارډوف په سیمه کې رامنځته شوې، اواز یې څلور نیم کیلومتره لیري اوریدل ...

نور ولوله »

خوست: د افغانستان بانک څخه 58 میلونه افغانی غلا سوي دي

مبارز زدران د المان ږغ رادیو سره په یو مرکه کې ویلي چې د افغانستان بانک د خوست ولایت د څانګې څخه 58 میلیونه افغانۍ غلا سوي دی، او دا چې د ددغه څانګي مشر سید ولي او د بانک خزانه دار تښتېدلی دی. د تیري اونۍ راهیسي د خوست ولایت دغه څانګه د نامعلومو وجوهاتو پر بنا باندي تړل ...

نور ولوله »

د مصر څخه په لوړه کچه تیښته روانه ده

نن ټکی آسیا: د مصر په قاهره ښار کې د هوایی ډګر چارواکو رسنیو ته ویلي چې یوازی نن 19 الوتکي ډکې د مصر څخه رواني سوي دي. ددغه الوتکو اکثره مسافر دمصري او بهرني تجاران او د هغو کورنی وی. دغه الوتکي اکثره د دبی خواته تللی، په دغو تجارانو کې بعضي د حسنی مبارک نیژدې ملګری حسین سالم ...

نور ولوله »

په پاکستان کې ناټو ته دوه تیل وړونکي ټانکران سوځول شوي

د کراچی او کوټی ښار غزیدلې لویه لاره باندی خضدار ته نژدی دوډ په سیمه کی دنامالومو وسلوالو کسانو له خوا دناټو دتیلو ټانکران په نښه شوي، او لږ تر لږه دوه ټانکران په اور سوځول شوي. یو بل د تیلو ټانکر د چلونکی د وار خطایی له وجې یو کندي ته شوه سوی.

نور ولوله »

مصر:پوځ دمبارک پرضد دملت خوا ونيوله

نن ټکی اسیا: په مصر کې دحسني مبارک د دکتاتوري رژيم پرخلاف راپاڅيدلي خلک نن سه شنبه د مليوني مارچ لپاره تياری نيسي.له بل پلوه ددغه هيواد پوځ دپاڅون کونکو خلکوپرخلاف له هرډول اقدامه د ځان ساتلو اعلان کړی دی. ښاغلی مبارک له حتمي سقوط نه دخپل نظام دژغورلو په نيامت په وروستيو هلو ځلو لګيا دی

نور ولوله »

ماسکو: هغه فدایي برید کونکی پیژندل شوی چې په هوایی ډګر کې برید کړی وو

نن ټکی اسیا:دمسکو استخباراتی شبکه وایی هغه ځان وژونکی کس چه دمسکو په هوایی ډکر کی ییځآن ته چاودنه ورکړه او ۳۵ کسه یی ووژل دشمالی قفقاز اوسیدونکی یو شل کلن ځوان وو. د روسیی مرکزي تحقیقاتي اداري خپل په رسمي پاڼه کې دا خبر خپور کړې مګر د نوم د څرګندولو څخه یې تر هغو ډډه کړې تر څو ...

نور ولوله »