خبرونه

د مارشال فهیم پر ځای یونس قانوني د ولسمشر لومړی مرستیال ټاکل کیږي

younis qanooni

راپورونه وايي چې د شمالي ټلوالې یو تن مخکښ مشر او د ولسي جرګې غړی  یونس قانوني  د مارشال فهیم پر ځای د ولسمشر لومړي مرستیالۍ ته انتخاب کړی. ویل کیږي چې نن دوشنبه  دمارشال فهیم قسیم په کور کې د  یونس قانوني  د  ټاکنې په اړه د جمعیت اسلامي ګوند غړو پریکړه وکړه.

نور ولوله »

اروزګان کې اورښتونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي

Rozgan.Floods

نن ټکی آسیا: له اروزګان ولایت څخه ورکول شوي راپورونه وايي، چې د زیاتو اورښتونو او اوبو له کبله د سېمي خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. تر اوسه پورې د دوو تنو د مړه کېدو او سلګونو نورو د بند پاتي کېدو خبر ورکول شوی.

نور ولوله »

دفاع وزارت: په خپلو پوځي لیکو کې مو د طالبانو د نفوذ د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر نیولي

Dawlat.Waziri

نن ټکی آسیا: د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د ملي اردو په لیکو کې یې د وسله والو طالبانو د نفوذ د مخنیوي له پاره یو لړ نوي او خاص تدابیر نیولي او خپلې هڅې یې لا زیاتې ګړندۍ کړې دي.

نور ولوله »

د کریمیا ۹۵،۵ سلنه خلکو د روس سره د یوځای کېدو په حق کې رایه ورکړه

kremea

د اوکرائن نیمه آزاده سیمه کریمیا چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ د روس سره د یوځای کېدو یا نه یوځای کېدو لپاره ټولپوښتنه وشوه او په دې ترڅ کې ۹۵،۵ سلنه خلکو د روس سره د یوځای کېدو په حق کې رایې ورکړې.

نور ولوله »

بريتانوي عسکرو په هلمند کې خپلې درې اډې وتړلې

British-Army-Jackals-on-p-001

نن ټکی آسیا: ځينې غربي اژانسونه راپور ورکوي، چې د مارچ په ۱۵ نېټه  د بریتانوي ځواکونو د نقلیه وسایطو یو اوږد کاروان خپلې وسلې او وسایل د هلمند له نورو اډو باسټین کمپ ته ولېږدولې او په دې سره په افغانستان کې مېشت بریتانوي پوځیان د خپل دیارلس کلن پوځي ماموریت په پای کې له یوې سترې اډې پرته ...

نور ولوله »

جنرال رحیم وردګ له نوماندۍ تېر شو

BreakingNews1

نن ټکی آسیا: د ۱۳۹۳کال د را روانو ولسمشریزو ټولټاکنو نوماند جنرال عبدالرحیم وردګ څو شیبې وړاندې له خپلې نوماندۍ نه د تېریدو اعلان وکړ. نوموړي په دې باب چې آیا د چا په ګټه تېر شوی او که فقط له نوماندۍ منصرف شوی، وویل، چې د بل هېڅ نوماند په ګټه نه دی تېر شوی،بلکي په خپله خوښه یې ...

نور ولوله »

په کريميا کې روسيې سره د يو ځای کيدو لپاره ټول پوښتنه روانه ده

refrendum-1394953838-637-640x480

مسکو: د اوکراين نيمه ازاد ايالت کريميا کې له روسیې سره د يو ځای کيدو په موخه ټول پوښتنه روانه ده. رسنۍ د چارواکو له قوله وايي چې، په دغه ټول پوښتنه کې تر شل لکو پورې خلک ګډون کوي. نړيواله ټولنه فکر کوي چې، کيدای شي، د کريميا ډېری وګړي له روسيې سره د يو ځای کيدو په حق ...

نور ولوله »

قاسميار: د پاکستان له زندانو راخلاص شوي طالبان د سولې پروسې سره مرسته نکوي

qasmyr

د سولې شورا يو جګپوړي مشر اسماعيل قاسميار ويلي چې، کوم طالبان د دوی په مرسته د پاکستان له بنده راخلاص شوي، د سولې پروسې سره هيڅ مرسته نکوي.  د سولې شورا د نړيوالو چارو مشاور ښاغلی قاسميار وايي چې، دوی د دغو طالب بنديانو په راخلاصولو کې ځکه کوښښ کاوه چې، د سولې پروسه کې ونډه واخلي. قاسميار نن ...

نور ولوله »