خبرونه

د ځمکې پر سر شخړه کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

WardakUSSoldiers 0

نن ټکی آسیا: د وردګ ولايت د سيد اباد ولسوالۍ د بي بي مهرو په کلي کې د ځمکې پر سر په وسله واله نښته کې دوه (۲) تنه وژل شوي او شپږ (۶) نور ټپيان دي.د سيمې د اوسېدونکو په وينا دغه کسانو د پنجشنبې ماښام 2013-11-14 په هغه ميراثي ځمکه جګړه کړې چې له يو تربور څخه ور ...

نور ولوله »

ډيلي ټيليګراف: له مصر نه د روسي چارواکو لیدنه د خپل پوځي نفوذ د زیاتولو لپاره ده

egypt-russia

نن ټکی آسیا: برتانوي ډيليګراف په خپله پرونۍ ګڼه کې ويلي چې د روسي مهمو چاروکو د مصر نه ليدنه د خپل پوځي نفوذ د زياتولو او د امريکايي نفوذ د مخنوي لپاره ده.ډيلي ټيليګراف ليکي چې د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاروف او د فاع وزیر سرګي شیوګو د دې لپاره مصر ته تللي چې په سیمه ...

نور ولوله »

د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې سرتېري برید اربکیانو ته درانه تلفات اړولي

url

نن ټکی آسیا : په هغه خبر کې چې همدا شېبه مو تر لاسه کړ ،راغلي دي چې نن سهار ۷ بجې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر لویه لار د محلي پولیسو په یوه پوسته سرتېری برید شو .

نور ولوله »

تازه خبر: د حزب اسلامي غړی مولوي عطاء الله لودین د ننګرهار والي شو

Atta.ullah.Lodin

نن ټکی آسیا: د سولې عالي شورا مرستیال او د حزب اسلامي غړی مولوي عطاءالله لودين د ننګرهار والي وټاکل شو.مولوي عطاءالله لودين د مولوي شمس الرحمن زوی د ننګرهار د کامې ولسوالی اوسيدونکی دی چې د تېر جهاد پر مهال يې د حزب اسلامي تر قیادت لاندې جهاد کړی او د امریکایانو له راتګ سره کابل ته لاړ او ...

نور ولوله »

د امریکا کلیفورنیا ایالت کې څلور امریکايي پوځيان وژل شوي

american-forces

نن ټکی آسیا: د امريکا د بحري پوځ وياند ريان فینګن وايي چې د بحري ځواکونو څلور پوځيان هغه مهال ووژل شول چې د کلیفورنیا په پنډلیټن پوځي اډه کې د پوځي تمرين لپاره د وسلو په پاکولو لګيا وو.د بحري ځواکونو ویاند ریان ونګن ان بي سي امريکايي تلویزون ته ويلي چې دغه چاودنه کيدای شي د وسلو په ...

نور ولوله »

طالبانو په کنړکې دخلګو دکورونو په سوځولوکې لاس لرل په کلکه رد کړ

تیره ورځ له کنړ ولایت نه راپورونه ورکړل شول چې دخاص کنړ ولسوالۍ دشالي په سیمه کې د اربکیانو او حکومت پلوکسانویو شمیر کورونه دطالبانو له لوري سوځول شوي او ویجاړ شوي دي. دخاص کنړ امنیه قومندان نورمحمد ادعا کړې وه چې طالبانو دشلو په شاوخوا کې کورونه له دې امله سوځولي چې خاوندان یې په دې نیژدې ورځو کې ...

نور ولوله »

د پښتو لیکوال و شاعر نصرالله حافظ ومړ

N.Hafiz

نن ټکی آسیا :د هېواد وتلي شاعر او نوموتي لیکوال پرون د کابل په څلور سوه بستریز روغتون کې پور پرې کړ  او د اجل داعي ته یې لبیک ووایه . (انالله وانا الیه راجعون) د ارواښا حافظ عمر دوه نوي کاله ښودل شوی ، چې پر۱۳۱۰ کال يې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې ...

نور ولوله »

کراچۍ: د شیعه ګانو په دوه عبادت ځايونو درې چاودنو کې ۲۲ کسان ټپيان شوي

Karachi.blast

نن ټکی آسیا: دوه چاودنې د بهاړ ګنج په امام بارګاه ابو الفضل تر څنګ وشوې. د پاکستاني رسنيو له قوله په کراچۍ کې د ډزو او وژنو له امله ۵ ماشومان وژل شوي. بل پلو د کراچۍ په شمالي ناظم اباد د شیعه ګانو ددوو عبادت ځایونو تر څېرمه درې چادونو کې دپولیسو او ژورنالیستانو په شمول ۲۲ کسان ...

نور ولوله »

ذبیح الله مجاهد : زه ژوندی یم

taliban-flag11

نن ټکی آسیا: وروسته له هغې چې وړمه ورځ د طالبانو یو لوړپوړی چارواکی ډاکتر نصیر الدین حقاني ووژل شو، په ځینو رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې ، چې ګواکې نوموړي په ژوندوني مهال کې له رسنیو سره د ذبیح الله مجاهد په نامه اړیکې نیولې.

نور ولوله »